جمعه, جولای 31, 2026
Home Blog Page 22

د جولای ۱۸مه د منډېلا نړیواله ورځ؛له ۲۷ کلن زندان څخه تر ولسمشرۍ پورې؛ د نېلسن منډېلا نه هېرېدونکې کیسه

0

د جولای ۱۸مه د نړۍ په کچه د نېلسن منډېلا نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي؛ هغه ورځ چې د سویلي افریقا د پخواني ولسمشر او د توکمیز تبعیض (اپارتاید) پر ضد د مبارز د میراث درناوی پکې کېږي.

ملګري ملتونه وایي، دا ورځ د دې لپاره ځانګړې شوې چې د نېلسن منډېلا د ازادۍ، عدالت، سولې او برابرۍ لپاره د اوږدې مبارزې یاد تازه شي.

دغه سازمان له خلکو غواړي چې د منډېلا له فکر او کړنو الهام واخلي او د یوې عادلانه ټولنې د جوړولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

نیلسن منډېلا په ۱۹۱۸ کال کې د سویلي افریقا په ختیځ کې وزېږېد.

هغه د شلمې پېړۍ له هغو مهمو سیاسي څېرو څخه و چې د تورپوستو خلکو د حقونو، د نژادي تبعیض د ختمېدو او د برابرۍ لپاره یې مبارزه وکړه.

منډېلا د اپارتاید نظام پر وړاندې د مبارزې له امله ونیول شو او نږدې ۲۷ کاله یې په زندان کې تېر کړل.

د هغه تر ټولو مشهور زنداني کلونه د روبن ټاپو په زندان کې وو، خو د اوږدې بند مودې هم د هغه اراده کمزورې نه کړه.

په ۱۹۹۰ کال کې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته، منډېلا د سویلي افریقا د سیاسي بدلون په بهیر کې مهم رول ولوباوه.

په ۱۹۹۴ کال کې هغه د دغه هېواد د لومړي تورپوستي ولسمشر په توګه وټاکل شو او د انتقام پر ځای یې د ملي پخلاینې، سولې او ګډ ژوند پر تګلارې ټینګار وکړ.

د هغه د هڅو له امله په ۱۹۹۳ کال کې منډېلا او اف ډبلیو ډي کلرک ته د سولې نوبل جایزه ورکړل شوه، ځکه دواړو د اپارتاید نظام د پای ته رسېدو او د ډیموکراسۍ د رامنځته کېدو په بهیر کې رول درلود.

ولې د جولای ۱۸مه د منډېلا ورځې په نوم ده؟

ملګرو ملتونو په ۲۰۰۹ کال کې د جولای ۱۸مه، چې د منډېلا د زېږېدنې ورځ ده، د هغه د خدمتونو د درناوي لپاره نړیواله ورځ اعلان کړه.

د دې ورځې موخه دا ده چې خلک وهڅول شي لږ تر لږه ۶۷ دقیقې د ټولنې د خدمت لپاره ځانګړي کړي؛ ځکه منډېلا ۶۷ کاله د عامه خدمت او مبارزې لپاره وقف کړي وو.

د منډېلا میراث

نن منډېلا د نړۍ په کچه د زغم، بخښنې، عدالت او سولې د سمبول په توګه یادېږي.

د هغه پیغام دا و چې ریښتینی بدلون د نفرت له لارې نه، بلکې د عدالت، خبرو او ګډ کار له لارې رامنځته کېږي.

د هغه ژوند لا هم د هغو خلکو لپاره الهام دی چې د بشري حقونو، برابرۍ او ټولنیز عدالت لپاره مبارزه کوي.

د منډېلا نړیواله ورځ هر کال خلکو ته دا یادونه کوي چې د یوې عادلانه نړۍ جوړول د هر انسان ګډ مسؤلیت دی.

د کرکټ نړيوالې شورا؛پر پاکستاني آلراونډر محمد نواز د ډوپنګ له امله بندیز ولګوو

0

د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) اعلان کړی چې د پاکستان ۳۲ کلن آلراونډر محمد نواز د ډوپنګ ضد مقرراتو د سرغړونې له امله له بندیز سره مخ شوی دی.

د يادې شورا د معلوماتو له مخې، د محمد نواز د ډوپنګ ازموینه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۷مه د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې د نیدرلنډ پر وړاندې د شل اوریز نړیوال جام له لوبې وروسته ترسره شوې وه.

ددې شورا په خبره، د هغه د وینې په نمونه کې د «کاربوکسي-ټي اېچ سي (Carboxy-THC)» په نوم منع شوې ماده موندل شوې ده.

محمد نواز د مقرراتو سرغړونه منلې، خو ویلي یې دي چې دغه ماده یې د لوبې د وړتیا د زیاتولو لپاره نه وه کارولې، بلکې د شخصي هدف لپاره یې استعمال کړې وه.

د همدې وضاحت پر بنسټ، د کرکټ نړيوالې شورا پرې درې میاشتنی بندیز لګولی چې د ۲۰۲۶ کال د مې له لومړۍ نېټې څخه عملي شوی دی.

نوموړي تر دې مخکې په خپله خوښه لنډمهاله تعلیق هم منلی و.

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، که محمد نواز د نشه‌یي موادو د درملنې ټاکل شوی پروګرام په بریالیتوب بشپړ کړي، د هغه بندیز له درې میاشتو څخه یوې میاشتې ته راکمېدای شي.

له دې امله چې نواز لا دمخه نږدې دوه نیمې میاشتې له کرکټه لرې پاتې شوی، د پروګرام په بشپړولو سره ښايي نور بندیز ته اړتیا پیدا نه شي.

د کرکټ نړيوالې شورا همداراز اعلان کړی چې د فبرورۍ له ۷مې نېټې څخه د مې تر لومړۍ نېټې پورې د محمد نواز د لوبو ټولې پایلې او انفرادي ریکارډونه به باطل حسابېږي.

محمد نواز د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې له تجربه‌کارو آلراونډرانو څخه دی او د توپ اچونې ترڅنګ د توپ وهنې وړتیا هم لري.

د هغه بندیز د پاکستان کرکټ لپاره یو بل ډسپلیني خنډ بلل کېږي.

له پلاستیکي تشت څخه تر نړیوال جام پایلوبې؛هغه ماشوم چې میسي غسل ورکړی و، اوس د نړیوال جام په پایلوبه کې يې سیال دی

0

شاوخوا ۱۹ کاله وړاندې عکاس خوان مونفورت داسې یو انځور واخیست چې هغه مهال یې هېڅ فکر نه کاوه، یوه ورځ به د فوټبال د تاریخ له تر ټولو مشهورو عکسونو څخه شي.

په هغه عکسونو کې یو ځوان لیونل میسي لیدل کېږي چې یو کوچني ماشوم ته په یوه پلاستیکي تشت کې غسل ورکوي.

هغه ماشوم وروسته نړۍ ته د لامین یمال په نوم ور وپېژندل شو؛ هغه لوبغاړی چې نن د نړۍ د فوټبال له ځوانو او روښانه ستورو څخه شمېرل کېږي.

دا عکسونه په ۲۰۰۷ کال کې د یوې خیریه کلیزې لپاره اخیستل شوي وو، چې د سپورټ ورځپاڼې او یونیسف له خوا جوړه شوې وه.

د یامال مور د بارسلونا ښار ته نږدې د ماتارو سیمې له هغو کورنیو څخه وه چې د دې پروګرام لپاره په قرعه‌کشۍ کې انتخاب شوې وه.

عکاس خوان مونفورت وایي، هغه مهال یې هېڅ تصور نه کاوه چې دا انځورونه به کلونه وروسته دومره مشهور شي.

نوموړې ویلي: «ما هېڅکله فکر نه کاوه چې هر څه له مخکې ټاکل شوي وي، خو اوس راته شک پیدا شوی؛ دا کیسه له هر ډول منطقي توضیح څخه پورته ده.»

کلونه وروسته د فوټبال برخلیک داسې بدل شو چې هماغه ماشوم د بارسلونا د ځوانانو له اکاډمۍ څخه راپورته شو او د نړۍ د فوټبال له سترو نومونو سره یې سیالي پیل کړه.

په داسې حال کې چې میسي د بارسلونا له وتلو وروسته خپل نړیوال سفر ته دوام ورکړ، یامال د همدې کلب نوی ځلانده ستوری شو.

اوس د دغه تاریخي عکس کیسه د نړیوال جام تر پایلوبې رسېدلې ده؛ هغه ځای چې ۱۹ کلن لامین یمال به د ۳۹ کلن لیونل میسي پر وړاندې د نړیوال جام د اتلولۍ لپاره مخامخ شي.

د فوټبال مینه‌وال اوس دې تاریخي شېبې ته سترګې په لار دي؛ هغه ماشوم چې یو وخت د میسي په غېږ کې و، ایا کولای شي د خپل پخواني اتل پر وړاندې نړیوال جام وګټي، که تجربه‌کار میسي به د خپلې لوبډلې لپاره یو بل تاریخي ویاړ ترلاسه کړي؟

دا کیسه د فوټبال له هغو نادرو داستانونو څخه ده چې پکې د تېر وخت یوه ساده خاطره، کلونه وروسته، د نړۍ د تر ټولو لویې لوبې په مرکز بدلېږي.

له فلمي پردې تر سوداګریزې امپراتورۍ؛د کترینه کیف د بریا نوې کیسه

0

کترینه کیف چې د بالیووډ له مخکښو اداکارانو څخه ده، د فلمونو له نړۍ وروسته یې په سوداګرۍ کې هم د پام وړ بریا ترلاسه کړې ده.

د هغې د سینګار د محصولاتو برانډ «کې بيوټي» په لنډ وخت کې د هند د ښکلايي محصولاتو له پېژندل شوو نومونو څخه شوی دی.

کترینه کیف په ۲۰۱۹ کال کې د هند د ښکلايي محصولاتو له لویې پرچون شبکې Nykaa سره په ګډه «کې بیوټي» بازار ته وړاندې کړ.

د پیل پر مهال ځینو کسانو فکر کاوه چې د دې برانډ بریا به یوازې د کترینه کیف له شهرت سره تړلې وي، خو وروسته دې شرکت وښوده چې یوازې مشهور نوم نه، بلکې کیفیت، مناسب قیمت او د بازار د اړتیاوو درک هم د بریا مهم عوامل دي.

د راپورونو له مخې، د «کې بیوټي» پلور په وروستیو کلونو کې د پام وړ لوړ شوی او د ۲۰۲۶ مالي کال پر مهال یې عاید نږدې ۳۵۰ کروړه هندي روپیو ته رسېدلی، چې د تېر کال په پرتله د پام وړ وده ښيي.

د دې برانډ ځانګړتیا دا ده چې د جنوبي اسیا د پوستکي ډولونو، اقلیم او د مصرفوونکو اړتیاوو ته په پام سره محصولات وړاندې کوي.

دغه راز، د ټولنیزو رسنیو، انلاین اغېزناکو څېرو او ډیجیټلي بازارموندنې له لارې یې خپل بازار پراخ کړی دی.

اوس «کې بیوټي» یوازې د هند په بازار کې نه دی پاتې، بلکې بریتانیا، منځني ختیځ او نورو نړیوالو بازارونو ته هم د پراختیا هڅې کوي.

د سوداګرۍ شنونکي وایي، د کترینه کیف بریا دا ښيي چې یو هنرمند کولای شي خپل شهرت په یوه دوامداره سوداګریز ارزښت بدل کړي؛ خو د دې برانډ اصلي ځواک د کیفیت لرونکي محصولاتو، قوي بازارموندنې او له تجربه لرونکي سوداګریز شریک سره د همکارۍ پایله ده.

په دې توګه، کترینه کیف یوازې د سینما ستورې نه ده پاتې شوې، بلکې د هند د تفریحي صنعت له هغو څېرو څخه هم ګرځېدلې چې خپل نوم یې په یوه بریالي سوداګریز برانډ بدل کړی دی.

ميريار بلوچ نړیوالې ټولنې ته:د بلوچستان راتلونکی د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژنئ

0

د بلوچستان ازاد غورځنګ (FBM) سیاسي او رسنیز فعال میر یار بلوچ په خپله ایکس‌پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ملګرو ملتونو، اروپايي اتحادیې، د اسلامي همکاریو سازمان، افریقایي اتحادیې، آسه‌آن او نورو نړیوالو او سیمه‌ییزو بنسټونو غوښتي چې بلوچستان ته سفر وکړي، څو د سیمې وضعیت او د پاکستان جنګي جرمونه له نږدې وګوري.

نوموړي په خپله اعلامیه کې بلوچستان د «جمهوریت بلوچستان» په نوم یاد کړی دی.

هغه ويلي چې د بلوچستان راتلونکی باید پر سوله، روڼ حکومتولۍ، د قانون پر حاکمیت، اقتصادي پراختیا او نړیوالې همکارۍ ولاړ وي، او د سیمې طبیعي سرچینې باید د بلوچستان د خلکو د هوساینې او اقتصادي ځان‌بسیاینې لپاره وکارول شي.

میر یار بلوچ همداراز له ملګرو ملتونو غوښتي چې د بلوچستان د طبیعي سرچینو، مهمو زیربناوو او اقتصادي شتمنیو د ساتنې په برخه کې رول ولوبوي.

نوموړي د «نړیوال بلوچستان اقتصادي دهلېز» د جوړېدو طرحه هم یاده کړې، چې د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) بدیل یې بللی دی.

هغه ټینګار کړی چې بلوچستان د خپلو معدني سرچینو، انرژۍ، ساحلي سیمو او سوداګریزو امکاناتو په کارولو سره کولای شي په سیمه‌ییز او نړیوال اقتصادي مرکز بدل شي، او د نړیوالې ټولنې د ګډون غوښتنه یې کړې ده.

په پای کې، په اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د بلوچستان راتلونکی د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني او د نوموړي په وینا، په دې سیمه کې د لسیزو بشري بحران، جبري ورکېدو او اقتصادي استحصال مخه ونیول شي.

له اوږدو خبرو وروسته؛بلوچستان کې د حکومت او پرلت کمېټې ترمنځ هوکړه وشوه

0

د بلوچستان حکومت او د پرلت کوونکو استازو ترمنځ له څو ورځنیو خبرو وروسته رامنځته شوې هوکړې سره، د وژل شویو پولیسو د کورنیو اعتراض پای ته ورسېد او د قربانیانو جسدونه خپلو سیمو ته د خاورو سپارلو لپاره ولېږدول شول.

د شپږ ماده‌ییزې هوکړې له مخې، د زیارت د پېښې د حقیقت موندلو لپاره به قضایي کمېسیون جوړېږي، د قربانیانو له کورنیو سره به مالي مرستې کېږي او د وژل شویو ماشومانو د زده‌کړو لګښت به حکومت پر غاړه اخلي.

په هوکړه کې د ښاري پولیسو د ظرفیت لوړول، د قربانیانو په نوم د ځینو دولتي ودانیو نومول او د سیمه‌ییزو ستونزو د حل لپاره د ځانګړې کمېټې جوړول هم شامل دي.

دواړو لورو هوکړه کړې چې د بلوچستان د اعلی وزیر په مشرۍ به د سیاسي ګوندونو او د قربانیانو د کورنیو ګډه غونډه هم ترسره کېږي، څو د امنیت، سولې او د ورته پېښو د مخنیوي په اړه راتلونکي ګامونه وڅېړل شي.

دغه هوکړه وروسته له هغې وشوه چې د جولای په لومړیو کې د زیارت په سیمه کې پر امنیتي پوستو له خونړیو بریدونو وروسته د وژل شویو پولیسو کورنیو او ځایي اوسېدونکو د عدالت او امنیت د ټینګښت غوښتنه کوله او پرلت یې پیل کړی و.

فضل‌الرحمن پاکستاني حکومت ته:پر ما بې‌بنسټه تورونه مه لګوئ، ګنې ستاسو پټ رازونه به بربنډ کړم

0

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې پر ده دې د بې‌بنسټه تورونو لګول پای ته ورسوي.

فضل‌الرحمن ویلي: «پر ما د بې‌اساسه تورونو له لګولو لاس واخلئ او ما مه ننګوئ.»

هغه خبرداری ورکړی، که یوازې یو ځل هم کومې جرګې ته د حاضرېدو لپاره وغوښتل شي، داسې اسناد او شواهد به وړاندې کړي چې د ده په وینا، د حکومت د «جرمونو» حقیقت به بربنډ کړي او د پټولو لپاره به یې هېڅ لاره پاتې نه شي.

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې مهال شوې چې په وروستیو اوونیو کې د فضل‌الرحمن او د پاکستان د حکومت ترمنځ سیاسي اختلافونه زیات شوي او هغه څو ځله د حکومت او پوځ پر کړنو سختې نیوکې کړې دي.

ملګري ملتونه:د ازاد کشمیر د اعتراضونو د قربانیانو په اړه دې څېړنې وشي

0

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ دفتر د ازاد کشمیر په وروستیو اعتراضونو کې د خلکو د وژل کېدو په اړه د بېړنیو، خپلواکو او بې‌طرفه څېړنو غوښتنه کړې ده.

د دې ادارې په وینا، دغه اعتراضونه د خلکو د اقتصادي ستونزو او لومړنیو اړتیاوو د پوره کېدو لپاره شوي وو، خو د اعتراضونو پر مهال د یو شمېر کسانو د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د ټاکنو له نږدې کېدو سره د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او د ازاد کشمیر له چارواکو یې غوښتي چې د کړکېچ د کمولو لپاره عملي ګامونه واخلي او د اعتراض کوونکو د وژل کېدو په اړه ځواب ووایي.

د دې نړیوال بنسټ غوښتنې یو ځل بیا په ازاد کشمیر کې د ولسي اعتراضونو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د چلند موضوع د بحث مرکز ګرځولې ده.

له شاهي نظامه تر جمهوریت؛د چنګاښ ۲۶مې ۵۳ کلن تاریخي سفر

د چنګاښ ۲۶مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې له مهمو سیاسي ورځو څخه شمېرل کېږي.

په همدې ورځ، د ۱۳۵۲ لمریز کال د چنګاښ په ۲۶مه، سردار محمد داوود خان د یوې سپينې کودتا له لارې د محمد ظاهر شاه شاهي نظام پای ته ورساوه او په افغانستان کې یې د لومړي ځل لپاره جمهوري نظام اعلان کړ.

دغه پېښه چې په تاریخ کې د «چنګاښ ۲۶مې کودتا» په نوم یادیږي، د افغانستان د سیاسي نظام په جوړښت کې یو لوی بدلون رامنځته کړ.

په دې ورځ د محمد ظاهر شاه د اوږدې شاهي واکمنۍ دوره پای ته ورسېده او سردار محمد داوود خان د افغانستان د لومړي جمهوریت مشر شو.

د کودتا شالید

د ۱۳۵۲ کال په اوړي کې، هغه مهال چې پاچا محمد ظاهر شاه د درملنې لپاره په ایټالیا کې و، محمد داوود خان د پوځ د یوې برخې په ملاتړ اقدام وکړ.

دا بدلون پرته له پراخو وسله‌والو نښتو ترسره شو او شاهي نظام نسکور شو.

څو ورځې وروسته، محمد ظاهر شاه له بهر څخه خپله استعفا وړاندې کړه او په دې سره د افغانستان د څو لسیزو شاهي نظام پای ته ورسېد.

د داوود خان د حکومت موخې

محمد داوود خان د جمهوریت له اعلان وروسته خپل حکومت د ملي پرمختګ، اقتصادي ودې، عصري کولو او د دولت د پیاوړتیا پر شعارونو پیل کړ.

د هغه حکومت هڅه کوله چې افغانستان د اقتصادي ودې پر لور بوځي.

د صنعت، کرنې، زیربناوو او دولتي ادارو د پیاوړتیا لپاره یې یو شمېر پروګرامونه پیل کړل.

همدارنګه د ښوونې او روزنې پراختیا، د ښځو د ټولنیز ګډون زیاتوالی او د عصري ادارې جوړول د هغه د حکومت له مهمو موخو څخه وو.

بهرنی سیاست او بدلونونه

د داوود خان د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې افغانستان له شوروي اتحاد سره نږدې اړیکې لرلې، خو وروسته د هغه په بهرني سیاست کې بدلونونه راغلل.

هغه هڅه وکړه چې د افغانستان اړیکې له نورو هېوادونو، لکه ایران، سعودي عربستان او لوېدیځو هېوادونو سره پراخې کړي او د یوه متوازن بهرني سیاست لاره خپله کړي.

د همدې بدلونونو له امله د کابل او مسکو اړیکې ورو ورو له ستونزو سره مخ شوې.

په کور دننه هم د حکومت او د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند ترمنځ اختلافات زیات شول.
سیاسي کړکېچونو ورو ورو د هغه د نظام بنسټونه کمزوري کړل.

د داوود خان د حکومت پای

د ۱۳۵۷ لمریز کال د غوايي په اوومه، د خلق دیموکراتیک ګوند د یوې کودتا له لارې د داوود خان حکومت نسکور کړ.

په دې کودتا کې سردار محمد داوود خان د خپلې کورنۍ له یو شمېر غړو سره یو ځای په ارګ کې ووژل شو او افغانستان د سیاسي بدلونونو نوي پړاو ته داخل شو.

له دې وروسته هېواد له سختو سیاسي بحرانونو، جګړو او بې‌ثباتیو سره مخ شو چې اغېزې یې تر ډېرو لسیزو پورې دوام وکړ.

د چنګاښ ۲۶مې تاریخي ارزونه

د چنګاښ ۲۶مه د افغانستان د تاریخ یوه داسې پېښه ده چې په اړه یې بېلابېل نظرونه شته.

ځینې تاریخپوهان دا د شاهي نظام د پای او د یوه نوي سیاسي نظام د پیل په توګه ارزوي، په داسې حال کې چې ځینې نور بیا باور لري چې دغه کودتا د افغانستان د پرله‌پسې کودتاوو او سیاسي بې‌ثباتۍ لړۍ پیل کړه.

که هر ډول ارزونه وشي، دا حقیقت نه شي رد کېدای چې د چنګاښ ۲۶مې کودتا د افغانستان د معاصر تاریخ یوه مهمه نقطه وه؛ ځکه له همدې ورځې وروسته د هېواد سیاسي مسیر بدل شو او افغانستان د نوي نظامونو، شخړو او لویو بدلونونو پر لور ولاړ.

نن، له دې تاریخي پېښې ۵۳ کاله وروسته، د چنګاښ ۲۶مه لا هم د افغانستان د سیاسي تاریخ یوه مهمه ورځ ګڼل کېږي او د هغې اغېزې د هېواد په معاصر تاریخ کې د بحث وړ موضوعات پاتې دي.

د ایران له‌خوا؛د عراق په کردستان کې د توغندیز برید له امله د کومله ګوند ۹ غړي ووژل شول

0

راپورونه وايي، د عراق د کردستان د سلیمانیه ولایت په زرګویز سیمه کې د «کومله زحمتکشان کردستان ایران» ګوند پر یوه مرکز د ایران له خوا توغندیز برید شوی دی.

د دې ګوند یوه چارواکي عبدالله آذربار ویلي، په برید کې ۹ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

نوموړي ویلي، برید د جمعې په سهار د اتو توغندیو په وسیله شوی، چې درې توغندي پر مرکز لګېدلي او مرګ‌ژوبله یې اړولې ده.

د وژل شویو کسانو نومونه هم اعلان شوي، خو د ایران حکومت تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې «کومله زحمتکشان کردستان ایران» د ایران له حکومت سره مخالفه کردي ډله ده چې غړي یې د عراق د کردستان په سیمه کې مرکزونه لري.