د غزې د جګړې له پای وروسته د انتقالي بهیر د څار لپاره جوړ شوي د سولې بورډ ویلي، حماس د اوربند د راتلونکو پړاوونو د عملي کېدو لپاره له یوې مفصلې لار نقشې سره رسمي هوکړه کړې ده.
د بورډ په وینا، حماس د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول د خپلو ټولو وسلو د سپارلو او بېوسلې کېدو له عملي پلان سره هوکړه کړې چې له هغې وروسته به اسرائیلي ځواکونه له غزې ووځي.
د سولې بورډ ویلي، دغه هوکړه د څو میاشتو خبرو اترو پایله ده او موخه یې په غزه کې د حکومتولۍ، امنیت، بشري مرستو، بیارغونې او اقتصادي رغونې لپاره د نوي بهیر پیل دی.
تر اوسه حماس او اسراییلو د دې ادعا په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

