د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې پر یوې امنیتي پوستې د برید له امله د پاکستان د پوځ د یوه افسر په ګډون لږ تر لږه ۴ سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
راپورونه وایي، برید د کوټې ښار په څنډه کې د هنه وړک په سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې شوی دی.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته پاکستاني امنیتي ځواکونو په سیمه کې پراخ تصفیوي عملیات پیل کړي دي، خو د عملیاتو د جزییاتو په اړه تر اوسه نور معلومات نه دي خپاره شوي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دې برید مسوولیت هم نه دی منلی.

