پنجشنبه, جولای 30, 2026
Home Blog

د طالبانو حکومت: پرون ۵۶۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایرانه هېواد ته راستنې شوي

د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي چې د زمري په ۷مه نېټه ټولټال ۵۶۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

د کمېسیون د خبرپاڼې له مخې، له دې ډلې ۴۵۱ کورنۍ د تورخم، ۶۷ کورنۍ د سپین بولدک، ۲۱ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله او ۲۱ کورنۍ د هرات د اسلام‌کلا له لارو افغانستان ته داخلې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د راستنېدونکو کورنیو د ثبت او لومړنیو مرستو بهیر روان دی او له سلګونو کورنیو سره په تورخم، سپین بولدک، نیمروز، هرات او کابل کې بېلابېلې بشري مرستې هم ترسره شوې دي.

سپاه‌پاسداران نن امریکا ته د سخت ځوابي برید خبرداری ورکړی

د ایران سپاه پاسداران ځواکونو پر دغه هېواد د امریکا د وروستیو بریدونو په اړه ویلي چې پر «یرغلګر» به نن ځوابي بریدونه ترسره کړي.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي: «د خدای په مرسته به یرغلګر ته نن سزا ورکړل شي.»

دا خبرداری وروسته له هغې ورکول کېږي چې امریکا اعلان وکړ، تېره شپه یې پر ایران پراخ بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، د دغو بریدونو پر مهال د قشم، کیش، بندرعباس، آبادان او بوشهر په ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

پاکستان: هڅه کوو امریکا او ایران بېرته خبرو ته راوګرځوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، اسلام‌اباد هڅه کوي چې امریکا او ایران بېرته د «اسلام‌اباد تفاهم‌لیک» له مخې خبرو اترو ته راوګرځوي.

د یاد وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، پاکستان له دواړو هېوادونو غواړي چې د تفاهم‌لیک له مخې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او تخنیکي خبرې اترې بېرته پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او ایران ترمنځ له وروستیو متقابلو بریدونو وروسته دواړو لورو اعلان کړی چې د دوی ترمنځ موقتي هوکړه له منځه تللې ده.

ایران کې یو بلوڅ او څو افغان بندیان اعدام شوي

د راپورونو له مخې، د ایران په تایباد زندان کې د چهارشنبې په سهار لږ تر لږه پنځه بندیان اعدام شوي چې په کې یو بلوڅ وګړی او څو افغانان هم شامل دي.

ځايي سرچینو د اعدام شوي بلوڅ وګړي نوم نادر آبیل ښودلی او ویلي یې دي چې هغه د سیستان او بلوچستان اصلي اوسېدونکی و او په مشهد ښار کې مېشت و.

راپورونه زیاتوي، څو افغان بندیان هم چې له وکیل‌آباد زندان نه تایباد ته لېږدول شوي وو، اعدام شوي، خو د هغوی هویت تر اوسه نه دی اعلان شوی.

هم مهاله د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ایرانیانو له خوا د ایران حکومت د اعدام حکم پر ضد لاریونونه ترسره کیږي او د «اعدام ودروئ/اعدام بس کړئ» شعارونه ورکوي.

په کراچۍ کې د ټي‌ټي‌پي په برید کې دوه پاکستاني ځواکونه ټپیان شوي

په پاکستان کې امنیتي ناکرارۍ بلاخره د دغه هېواد خوندي ښارونو ته هم ورسېدې.

راپورونه ښیي چې د پاکستان د کراچۍ ښار په ګلشن اقبال سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان(ټي‌ټي‌پي) په برید کې دوه پاکستاني امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.

له پېښې په خپرو شویو انځورونو کې هم لیدل کیږي چې د پاکستاني ځواکونو رینجر موټر په وینو لړلی دی.

تراوسه د دغې ادعا په اړه ټي‌ټي‌پي او د پاکستان امنیتي ادارو په خپلواکه توګه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ له دوه لوریو «بلوڅ بېلتون غوښتونکو او تحریک طالبان پاکستان »د بریدونو ترمنځ راګیر دی او په دغه هېواد کې ناامني تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

افغانستان د کانټیننټال جام لپاره د فوټسال ملي لوبډله اعلان کړه

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د کانټیننټال نړیوال جام فوټسال سیالیو لپاره د ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

د فدراسیون د معلوماتو له مخې، افغانستان به په دې سیالیو کې له روسیې، ویتنام، نیوزیلنډ او کوربه هېواد تایلنډ سره مخامخ شي.

ټاکل شوې د کانټیننټال جام فوټسال سیالۍ د روانې زمري میاشتې په ۱۰مه نېټه پیل شي او د افغانستان ملي لوبډله به د دې نړیوالو سیالیو په ترڅ کې له پیاوړو لوبډلو سره سیالۍ ترسره کړي.

ټي‌ټي‌پي په هنګو کې ګڼو پاکستاني امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې

تحریک طالبان پاکستان (TTP) ادعا کړې چې د هنګو ولسوالۍ د خزینې بانډې پر امنیتي پوسته یې برید کړی او پاکستاني ځواکونه د دوی جنګیالیو ته تسلیم شوي دي.

د دې ډلې په وینا، په عملیاتو کې یې ۱۸ پاکستاني سرتېري نیولي، وسلې، مهمات او نور پوځي تجهیزات یې هم ترلاسه کړي دي.

ټي‌ټي‌پي ویلي، برید څو ورځې وړاندې په ټانک سیمه کې د دوی د وژل شویو وسله‌والو د جسدونو سپکاوي ته په غبرګون کې ترسره شوی او خبرداری یې ورکړی چې که بیا ورته پېښې تکرار شي، راتلونکي بریدونه به لا سخت وي.

بل لور د پاکستان یو شمېر امنیتي سرچینو ویلي چې بریدګر د «امن کمېټې» په نوم د خبرو اترو په پلمه سیمې ته ورغلي وو او وروسته یې پر امنیتي ځواکونو برید کړی دی.

یادو سرچینو ویلي، په دې برید کې ۲۰ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د پاکستان رسمي امنیتي ادارو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د بلوڅ جمهوري ساتونکی پوځ: په دوو جلا بریدونو کې مو لس پاکستاني امنیتي ځواکونه وژلي

د بلوڅ جمهوري ساتونکي پوځ (BRG) ادعا کړې چې د بلوچستان د کچي ولسوالۍ په دهادر او سني سیمو کې یې د پاکستاني ځواکونو پر دوو جلا کاروانونو بریدونه کړي دي.

د دغې پوځي ډلې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی جنګیالیو لومړی د سرحدي ځواکونو (FC) پر هغه کاروان برید کړی چې د کېپټان عمر په مشرۍ له سبي سني ته روان و او په دې برید کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، وروسته د مرستندویه ځواکونو دویم کاروان هم د دوی تر کمین لاندې راغی چې په وینا یې څلور امنیتي سرتېري په کې ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

د بلوڅ جمهوري ساتونکي پوځ په وینا، نښتې له سهاره تر ماښامه دوام وکړ او پاکستاني ځواکونو د وژل شویو او ټپیانو د لېږد لپاره له چورلکو کار واخیست.

دغې ډلې همداراز ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونو وروسته پر شاوخوا ملکي سیمو د چورلکو او هاوانونو بریدونه کړي، خو د دوی جنګیالي له سیمې په خوندي ډول وتلي دي.

تر اوسه د پاکستان پوځ د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

امریکا: پر ایران مو د درنو بریدونو لړۍ بشپړه کړه

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) ویلي، امریکايي ځواکونو د ختیځ پر وخت سه شنبه د شپې ۸ بجې پر ایران پراخ پوځي بریدونه وکړل او د «درنو بریدونو» لړۍ یې بشپړه کړه.

سنټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بریدونه په اردن کې پر امریکايي ځواکونو د ایران د پرونیو ناکامو توغندیزو بریدونو د هڅو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، امریکايي ځواکونو په ایران کې د سپاه‌پاسداران لسګونه هدفونه په نښه کړي چې په کې پوځي قوماندانۍ، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو تاسیسات، ساحلي څارنیز او دفاعي مرکزونه او سمندري پوځي وړتیاوې شاملې دي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ همداراز ویلي، په سیمه کې له ۵۰ زرو ډېر امریکايي سرتېري لا هم د لوړې تیارسۍ په حالت کې دي او د هر ډول احتمالي پرمختګ لپاره چمتو دي.

د ټرمپ ادارې ګاوي ته د ۶۰۰ میلیونه ډالرو کنګل شوې بودیجه بېرته ازاده کړه

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د نړۍ په بېوزلو هېوادونو کې د واکسین د ملاتړ نړیوال ائتلاف ګاوي (Gavi) ته د ۶۰۰ میلیونه ډالرو کنګل شوې بودیجه بېرته ازاده کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه بودیجه ځکه ځنډول شوې وه چې د امریکا د روغتیا وزیر رابرټ ایف کینیډي جونیر د هغو واکسینونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې چې تایمروسال (Thimerosal) لري.

راپور وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی چې واشنګټن به له ګاوي سره خپله مالي همکاري بېرته پیل کړي. ګاوي هم ژمنه کړې چې په راتلونکي کې به د تایمروسال لرونکو واکسینونو کارول محدود کړي او له دې مادې پرته واکسینونو ته به لومړیتوب ورکړي.

د پارې لرونکي واکسینونه څه ډول واکسینونه دي؟

د «پارې واکسینونه» هغه واکسینونه نه دي چې په کې خالصه پاره کارول شوې وي، بلکې په ځینو څو-دوزي واکسینونو کې د تایمروسال په نوم یو محافظتي کیمیاوي ماده کارول کېږي.

تایمروسال د ایتیل پارې (Ethylmercury) یو مرکبه ماده ده چې د واکسین د ککړتیا د مخنیوي لپاره کارول کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او ګڼو علمي څېړنو ویلي چې په واکسینونو کې د تایمروسال کارول په معمول مقدار کې خوندي دي او د اوټیزم یا نورو ناروغیو سره یې د تړاو لپاره معتبر علمي شواهد نه دي موندل شوي.