جمعه, جولای 31, 2026
Homeافغانستاند بښنې نړیوال سازمان له اروپایي ټولنې غوښتي چې افغانستان د افغانانو...

د بښنې نړیوال سازمان له اروپایي ټولنې غوښتي چې افغانستان د افغانانو جبري ستنول ودروي

د بښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) په یو پرانیستي لیک کې له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو د جبري ستنولو هڅې ودروي، ځکه په وینا یې افغانستان د بېرته ستنېدونکو لپاره خوندي نه دی.

دغه سازمان ویلي، له طالبانو سره د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه د اروپايي ټولنې خبرې د اندېښنې وړ دي او د کډوالۍ او بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه، د بیان ازادۍ کمزورې کېدل، بشري ناورین او امنیتي ستونزې هغه عوامل دي چې ستنېدونکي کسان له جدي خطرونو سره مخ کولی شي.

دغه سازمان زیاته کړې چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې شاوخوا ۵.۴ میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي چې ډېری یې د سرپناه، کار، روغتیايي خدمتونو او لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د افغانستان اوسنی وضعیت په پام کې ونیسي او د خلکو د جبري ستنولو پر ځای دې د هغوی د ساتنې لپاره لازم اقدامات وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here