د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی چې په چین، هند، روسیه او ایران کې یې پر شپږو شرکتونو او اشخاصو بندیزونه لګولي، چې د واشنګټن په وینا د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) له فعالیتونو سره یې مرسته کوله.
د امریکا په وینا، په بندیز لګېدلو بنسټونو کې هغه شرکتونه هم شامل دي چې د ماهان ایر هوايي شرکت ملاتړ کوي.
واشنګټن ادعا کوي چې دغه هوايي شرکت د سپاه پاسداران له خوا د وسلو، پوځي پرسونل او تجهیزاتو د لېږد لپاره کارول کېږي.
په دې بندیزونو کې د دادهنګار سټارټاپ سټوډیو په نوم یو ایرانی شرکت هم شامل دی چې امریکا یې د سپاه پاسداران له اړوندو بنسټونو ګڼي او ادعا کوي چې په منځني ختیځ کې یې د امریکايي او اسراییلي تجهیزاتو د موقعیتونو د معلوماتو په راټولولو کې مرسته کړې ده.
د امریکا حکومت ویلي، هغه شرکتونه او اشخاص به په نښه کوي چې د سپاه پاسداران د فعالیتونو د دوام لپاره مالي، تخنیکي او لوژستیکي ملاتړ برابروي.

