د فلسطین د فوټبال فدراسیون (PFA) ویلي، په غزه کې د وژل شویو ۱۲ فلسطیني فوټبال اړوندو کسانو په اړه یې د اسراییلو د ادعاوو پر ضد فیفا، د اروپا د فوټبال اتحادیې (UEFA) او د اسیا د فوټبال کنفدراسیون (AFC) ته رسمي شکایتونه ثبت کړي دي.
دا اقدام وروسته له هغې شوی چې د اسراییلو پوځ ادعا وکړه، وژل شوي کسان د حماس او اسلامي جهاد غړي وو.
د فلسطین د فوټبال فدراسیون دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې اسراییلو هېڅ د باور وړ شواهد نه دي وړاندې کړي او تورونه یې یوازې د دغو کسانو له وژل کېدو وروسته مطرح کړي دي.
د فدراسیون د معلوماتو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې یو زر او ۱۳ فلسطیني ورزشکاران وژل شوي چې له دې ډلې ۵۶۸ تنه د فوټبال له ټولنې سره تړاو لري او ۲۶۵ ورزشي تأسیسات هم ویجاړ شوي دي.
فدراسیون له فیفا غوښتي چې په دې قضیه کې اقدام وکړي او ویلي یې دي، که اړتیا وي، موضوع به د سپورټ د حکمیت نړیوالې محکمې (CAS) ته هم وړاندې کړي.

