د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) اعلان کړی چې د پاکستان ۳۲ کلن آلراونډر محمد نواز د ډوپنګ ضد مقرراتو د سرغړونې له امله له بندیز سره مخ شوی دی.
د يادې شورا د معلوماتو له مخې، د محمد نواز د ډوپنګ ازموینه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۷مه د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې د نیدرلنډ پر وړاندې د شل اوریز نړیوال جام له لوبې وروسته ترسره شوې وه.
ددې شورا په خبره، د هغه د وینې په نمونه کې د «کاربوکسي-ټي اېچ سي (Carboxy-THC)» په نوم منع شوې ماده موندل شوې ده.
محمد نواز د مقرراتو سرغړونه منلې، خو ویلي یې دي چې دغه ماده یې د لوبې د وړتیا د زیاتولو لپاره نه وه کارولې، بلکې د شخصي هدف لپاره یې استعمال کړې وه.
د همدې وضاحت پر بنسټ، د کرکټ نړيوالې شورا پرې درې میاشتنی بندیز لګولی چې د ۲۰۲۶ کال د مې له لومړۍ نېټې څخه عملي شوی دی.
نوموړي تر دې مخکې په خپله خوښه لنډمهاله تعلیق هم منلی و.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، که محمد نواز د نشهیي موادو د درملنې ټاکل شوی پروګرام په بریالیتوب بشپړ کړي، د هغه بندیز له درې میاشتو څخه یوې میاشتې ته راکمېدای شي.
له دې امله چې نواز لا دمخه نږدې دوه نیمې میاشتې له کرکټه لرې پاتې شوی، د پروګرام په بشپړولو سره ښايي نور بندیز ته اړتیا پیدا نه شي.
د کرکټ نړيوالې شورا همداراز اعلان کړی چې د فبرورۍ له ۷مې نېټې څخه د مې تر لومړۍ نېټې پورې د محمد نواز د لوبو ټولې پایلې او انفرادي ریکارډونه به باطل حسابېږي.
محمد نواز د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې له تجربهکارو آلراونډرانو څخه دی او د توپ اچونې ترڅنګ د توپ وهنې وړتیا هم لري.
د هغه بندیز د پاکستان کرکټ لپاره یو بل ډسپلیني خنډ بلل کېږي.

