د پاکستان د بلوچستان ایالت د سکرو په یوه کان کې د ګاز چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۸ کانکیندونکي وژل شوي او ۱۴ نور لا هم بند پاتې دي.
د راپورونو له مخې، چاودنه د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان د مرکز کوټې ښار ته څېرمه د سورانج (Sorang) په سیمه کې شوې ده. د بلوچستان حکومت ویلي، د پېښې پر مهال د کان په هغه برخه کې چې وروسته نړېدلې، ۳۶ کارکوونکي موجود وو.
چارواکي وایي، لومړني معلومات ښيي چې چاودنه ښايي د میتان ګاز د راټولېدو له امله رامنځته شوې وي.
د کانونو یو چارواکي ویلي، زورورې چاودنې دوه نږدې کانونه هم زیانمن کړي دي.
په بلوچستان کې د کانونو د خوندیتوب په اړه مخکې هم اندېښنې راپورته شوې دي، ځکه د ګاز چاودنې او د خوندیتوب د کمزورو شرایطو له امله څو ځل د کانکیندونکو د مرګ پېښې تکرار شوې دي.

