د بلوچستان حکومت او د پرلت کوونکو استازو ترمنځ له څو ورځنیو خبرو وروسته رامنځته شوې هوکړې سره، د وژل شویو پولیسو د کورنیو اعتراض پای ته ورسېد او د قربانیانو جسدونه خپلو سیمو ته د خاورو سپارلو لپاره ولېږدول شول.
د شپږ مادهییزې هوکړې له مخې، د زیارت د پېښې د حقیقت موندلو لپاره به قضایي کمېسیون جوړېږي، د قربانیانو له کورنیو سره به مالي مرستې کېږي او د وژل شویو ماشومانو د زدهکړو لګښت به حکومت پر غاړه اخلي.
په هوکړه کې د ښاري پولیسو د ظرفیت لوړول، د قربانیانو په نوم د ځینو دولتي ودانیو نومول او د سیمهییزو ستونزو د حل لپاره د ځانګړې کمېټې جوړول هم شامل دي.
دواړو لورو هوکړه کړې چې د بلوچستان د اعلی وزیر په مشرۍ به د سیاسي ګوندونو او د قربانیانو د کورنیو ګډه غونډه هم ترسره کېږي، څو د امنیت، سولې او د ورته پېښو د مخنیوي په اړه راتلونکي ګامونه وڅېړل شي.
دغه هوکړه وروسته له هغې وشوه چې د جولای په لومړیو کې د زیارت په سیمه کې پر امنیتي پوستو له خونړیو بریدونو وروسته د وژل شویو پولیسو کورنیو او ځایي اوسېدونکو د عدالت او امنیت د ټینګښت غوښتنه کوله او پرلت یې پیل کړی و.

