جمعه, جولای 31, 2026
Home Blog Page 21

محمود خان اڅکزی:که د پاکستان دولت ځواک لري، نو ولې قبایلي لښکر جوړوي؟

0

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان پر حکومتي ادارو نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې د دغه هېواد چارواکو په یوه مهمه غونډه کې له قبایلي جرګو غوښتنه کړې چې د قبایلي لښکرو د جوړولو لپاره اقدام وکړي.

اڅکزي ویلي: «زه پر چا تور نه لګوم؛ زه اسناد او شواهد لرم. په یوه مهمه غونډه کې تاسو جرګه راوغوښتله او ورته مو وویل چې قبایلي لښکر جوړ کړئ. ایا تاسو خپل ځواک له لاسه ورکړی دی؟»

نوموړي پوښتنه کړې چې که رسمي امنیتي ادارې موجودې وي، نو ولې د امنیتي چارو د ترسره کولو لپاره د قبایلي جوړښتونو او ځايي ډلو د کارولو اړتیا پیدا شوې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو کې د پاکستان په سرحدي سیمو کې د ځايي امنیتي ځواکونو د جوړولو او د قبایلي جوړښتونو د کارولو موضوع له بحثونو سره مخ شوې ده.

د دې اقدام منتقدین وايي چې امنیتي مسؤلیتونه غیر رسمي یا نیمه‌وسله والو ډلو ته سپارل د رسمي ادارو د مسؤلیت کمزوري کول دي او ښايي په قومي سیمو کې بې‌ثباتي نوره هم زیاته کړي.

له خاموشۍ تر قوماندانۍ؛د یوې بلوچې ښځې د مبارزې او مقاومت کيسه

0

په یوه تازه او جنجالي مرکه کې، شهنار بلوچ چې د بلوچ لېبریشن آرمي (BLA) له خوا د یوې قوماندانې په توګه معرفي شوې، د وسله وال مقاومت، د ښځو د رول، مدني مبارزې، نړیوال سیاست او د بلوچستان د راتلونکې په اړه خپل لیدلوری بیان کړی دی.

د هغې راڅرګندېدل په داسې وخت کې شوي چې بلوچستان کې سیاسي اعتراضونو، مدني خوځښتونو او د وسله والو فعالیتونو او پرلپسې بریدونو د پام وړ بحثونه رامنځته کړي دي.

د یوې ښځې له ملاتړ تر قوماندانۍ پورې سفر

شهنار بلوچ وايي چې د هغې د رهبرۍ سفر د یوې ناڅاپي پېښې یا شخصي غم پایله نه، بلکې د اوږد فکري او سیاسي پروسې نتیجه ده.

هغې د فلسفي مفاهیمو، په ځانګړي ډول د هېګل د «بیګانګۍ» د نظریې په یادولو سره وویل چې انسان خپله پېژندنه یوازې د خپل شخصي ژوند له لارې نه، بلکې د تاریخ او ټولنیزو شرایطو په چوکاټ کې درک کوي.

د هغې په وینا، د محکومیت او سیاسي فشار تجربه د یوه فرد په شعور کې د بدلون لامل کېږي او مقاومت د همدې شعور طبیعي پایله ګرځي.

هغې ټینګار وکړ چې د ښځو رول باید یوازې د قرباني، د غمجنې مور یا د اغېزمنې شوې ډلې په توګه ونه لیدل شي، بلکې ښځې هم د سیاسي پرېکړو او تاریخي بدلونونو فعالې برخې دي.

د ښځو رول په بلوچ مقاومت کې

شهنار بلوچ په مرکه کې وویل چې بلوچې ښځې تل د ملي او سیاسي مبارزې برخه پاتې شوې دي.

د هغې په وینا، د ښځو ګډون یوازې د شمېر د زیاتولو لپاره نه دی، بلکې ښځې غواړي د خپلې ټولنې د راتلونکې په ټاکلو کې فعال رول ولري.

هغې هغه لیدلوری رد کړ چې ګواکې ښځې یوازې د شخصي غم، د خپلوانو د وژل کېدو یا ورکېدو له امله وسله اخلي.

د هغې په وینا، ښځې هم کولای شي د نارینه‌وو په څېر سیاسي تحلیل، نظریاتي باور او خپلواک تصمیم ولري.

مدني مبارزه او وسله وال مقاومت

د مرکې یوه مهمه برخه د بلوچ یکجهتي کمېټې (BYC) او وسله والو ډلو تر منځ د اړیکې په اړه وه.

شهنار بلوچ وویل چې مدني مبارزه او وسله وال مقاومت دواړه د یوه تاریخي شعور څخه سرچینه اخلي، خو لارې یې بېلې دي.

د هغې په وینا، مدني خوځښتونه د خلکو د پوهاوي، د حقونو د غوښتنې او د ستونزو د نړیوال مطرح کولو لپاره مهم دي، خو هغه ادعا کوي چې یوازې سوله‌ییز اعتراضونه د دولت د ځواک پر وړاندې کافي نه دي.

هغې د فرانسوي-مارکسیستي مفکر فرانز فانون نظریات هم یاد کړل او ویې ویل چې استعمار په خپله د تاوتریخوالي پر بنسټ ولاړ نظام دی.

د ښځو فدایي بریدونه او د رضاکارانه ګډون بحث

په مرکه کې د ښځو د فدایي بریدونو په اړه هم خبرې شوې دي.

شهنار بلوچ هغه نظر رد کړ چې ګواکې ښځې د فشار یا جبر له امله دې ډول عملیاتو ته داخلېږي.

هغې وویل چې د ښځو د سیاسي پرېکړو په اړه باید له نارینه‌وو سره یو شان معیار وکارول شي.

د هغې په وینا، که یو نارینه د خپلې نظریې له مخې خطرناک اقدام وکړي، نو هغه د یوه سیاسي باور لرونکي کس په توګه لیدل کېږي، خو که ښځه همدا کار وکړي، نو ډېری کسان یې پرېکړه تر پوښتنې لاندې راولي.

هغې ادعا وکړه چې د بلوچ لېبریشن آرمي او مجید بریګېډ کې ګډون د سختې نظریاتي ارزونې او روزنې له لارې کېږي.

د نړیوالې ټولنې او مشروعیت په اړه دریځ

شهنار بلوچ په مرکه کې وویل چې د بلوچ تحریک خپل مشروعیت د نړیوالو قدرتونو له تایید څخه نه اخلي.

د هغې په وینا، نړیوال نظام ډېری وخت د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو له مخې پرېکړې کوي، نه یوازې د اخلاقي اصولو له مخې.

هغې د «ترهګرۍ» اصطلاح د سیاسي استعمال خبره هم وکړه او ویې ویل چې ځینې دولتونه دا اصطلاح د خپلو مخالفینو د کمزوري کولو لپاره کاروي.

هغې ټینګار وکړ چې نړیوال نظر یوازې د تبلیغاتو له لارې نه، بلکې د سیاسي او ستراتیژیکو پایلو له لارې بدلېږي.

د راتلونکي بلوچستان تصور

د مرکې په وروستۍ برخه کې، شهنار بلوچ د هغه بلوچستان په اړه خبرې وکړې چې د هغې په وینا د مبارزې هدف دی.

هغې وویل چې هدف یوازې د واکمنۍ بدلون یا د یوې نوې پولې رامنځته کول نه دي، بلکې د ټولنیز او سیاسي بدلون راوستل دي.

هغې د داسې نظام یادونه وکړه چې پکې:

ټولنیز عدالت موجود وي؛

د ښځو مساوات تضمین شي؛

د خلکو د طبیعي سرچینو په اړه ګډ حقونه موجود وي؛

یو سیکولر او ولسواک جوړښت رامنځته شي.

د هغې په وینا، بریا هغه وخت ده چې راتلونکي نسلونه د جګړې، بېوزلۍ او شخړو له میراث پرته ژوند وکړي.

حامد کرزی:د افغانستان لپاره د انګلستان د نوو مرستو هرکلی کوم

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی د انګلستان له لوري له افغانستان سره د راتلونکو درېیو کلونو لپاره د کلنۍ ۱۰۵ میلیونه پونډو مرستې د اعلان هرکلی کړی دی.

ښاغلي کرزي په خپل پیغام کې ویلي، د انګلستان د حکومت له دې پرېکړې مننه کوي او هیله لري چې د افغانستان له خلکو سره به د دې هېواد همکارۍ په بېلابېلو برخو کې دوام ومومي.

هغه زیاته کړې چې دغه مرستې کولای شي د افغانانو د ژوند د ښه والي او د بشري اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مهمه ونډه ولري.

د امریکا ځانګړی استازی:د کردستان سیمه د عراق او سیمې د ثبات او سولې مهم رول لري

0

د عراق او سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام بارک ویلي، د کردستان سیمه د عراق او ټولې سیمې د ثبات، سولې او سوکالۍ په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

نوموړي دا څرګندونې په واشنګټن کې له بیان سامي عبدالرحمن سره تر لیدنې وروسته پر اېکس وکړې.

بارک همداراز وویل، امریکا په منځني ختیځ کې د پوځي لاسوهنې پر ځای اقتصادي پانګونې، سوداګرۍ او سیمه‌ییزې همکارۍ ته لومړیتوب ورکوي، او عراق یې د انرژۍ او ترانسپورټ د نوې سیمه‌ییزې شبکې مهم مرکز وباله.

له جبري واده تر ناموسي وژنې؛ايټاليا کې د پاکستانۍ ثمن عباس قضیه څنګه پای ته ورسېده؟

0

د ایټالیا یوې استیناف محکمې د پاکستانۍ الاصله ۱۸ کلنې ثمن عباس د وژنې په قضیه کې د هغې مور، پلار او دوو تره زامنو ته د عمر بند سزا اورولې، په داسې حال کې چې د نوموړې تره ته د پخوانۍ محکمې ۱۴ کلنه سزا پر خپل ځای پاتې شوې ده.

ثمن عباس، چې له خپلې کورنۍ سره د ایټالیا په ریجیو ایمیلیا سیمه کې اوسېده، د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې تر ورکېدو وروسته نادرکه شوه.

پلټونکو باور درلود چې نوموړې د خپلې کورنۍ له خوا له دې امله وژل شوې چې د خپلې خوښې واده یې غوښت او د کورنۍ له غوښتنې سره یې مخالفت کړی و.

د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې د ثمن عباس مړی د هغې له ورکېدو شاوخوا ۱۸ میاشتې وروسته د ایټالیا په شمال کې له یوې کرنیزې ځمکې وموندل شو.

پولیسو دا ځای وروسته له هغې وموند چې د نوموړې تره، دانش حسنین، د پلټنو پر مهال د ښخولو ځای وروښود.

د عدلي طب د راپور له مخې، د ثمن د ورمېږ هډوکی مات شوی و او پلټونکي وایي، ښايي نوموړې د مرۍ د خپه کولو له امله وژل شوې وي.

د قضیې په تړاو دانش حسنین په ۲۰۲۱ کال کې په فرانسه کې ونیول شو، او د ثمن پلار شبر عباس په ۲۰۲۲ کال کې په پاکستان کې تر نیول کېدو وروسته هماغه کال ایټالیا ته وسپارل شو.

د ثمن مور نازیه شاهین هم د قضیې له اصلي تورنو څخه وه.

په لومړنۍ محکمه کې د ثمن مور او پلار ته د عمر بند سزا، تره ته ۱۴ کاله بند او دوو تره زامنو ته برائت ورکړل شوی و، خو استیناف محکمې وروسته د دوو تره زامنو برائت لغوه کړ او هغوی ته یې هم د عمر بند سزا واوروله.

د محکمې پر مهال د ثمن پلار شبر عباس د خپلې لور د وژنې تور رد کړ او ویې ویل: «ما هېڅکله په خپل ژوند کې د خپلې لور د وژلو فکر نه دی کړی.»

هغه ادعا وکړه چې د ثمن د ورکېدو په شپه یې یوازې له خپلې مېرمنې سره یو ځای د هغې تعقیب کاوه، ځکه نوموړې ناوخته او په خپګان له کوره وتلې وه.

د ثمن عباس قضیه په ایټالیا او پاکستان کې د ناموسي وژنو له تر ټولو مشهورو دوسیو څخه ګڼل کېږي.

دې پېښې د ښځو د حقونو، جبري ودونو او د کورني تاوتریخوالي په اړه نړیوال بحثونه راپارولي او د بشري حقونو بنسټونو څو ځله غوښتنه کړې چې د ورته جرمونو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وشي.

پاکستان کې د مرموزو پېښو دوام؛لاهور کې د يوې مور او درې ماشومانو مړي موندل شوي

0

د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې د ویلینشیا ټاون په سیمه کې د یوه کور دننه د یوې مور او د هغې د درې ماشومانو مړي موندل شوي دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، لومړنۍ نښې ښيي چې ښايي مور او ماشومانو ته زهر ورکړل شوي وي او وروسته وژل شوي وي.

پولیس وایي، د پېښې د کره لامل معلومولو لپاره پلټنې روانې دي او د مړو جسدونه د طبي معاینې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي، څو د مرګ اصلي علت روښانه شي.

چارواکو ویلي چې د پېښې په اړه شواهد راټولېږي او د کورنۍ د غړو او نورو اړوندو کسانو معلومات هم اخیستل کېږي.

تر اوسه د دې پېښې د قربانیانو د هویت او د پېښې د دقیقو جزیاتو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

پولیسو ټینګار کړی چې د پلټنو له بشپړېدو وروسته به د پېښې په اړه نور معلومات شریک کړي.

پاکستان ته د خطر زنګ؛د ناامنۍ له امله چینايي شرکتونه له بلوچستان وځي

0

پاکستانی خبریال وجاهت ایس خان وایي، په بلوچستان کې د ناامنۍ زیاتېدو او پرله‌پسې بریدونو د چینايي شرکتونو د وتلو بهیر پیل کړی، چې ښايي په پاکستان کې د چین له مهمو ستراتیژیکو پانګونو څخه یوه له جدي ستونزو سره مخ کړي.

وجاهت ایس خان ادعا کړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې موضوع په اړه بشپړ حقیقت نه دی بیان کړی او چینايي شرکتونه له پاکستان څخه د وتلو په حال کې دي.

د نوموړي په وینا، چینايي شرکت Sino Metals Leach Pakistan Limited (سایندک مېټلز) د پاکستان حکومت ته په یوه لیک کې ویلي چې په بلوچستان کې د زیاتېدونکې تاوتریخوالي، ناامنۍ او بریدونو له امله نور د خپلو فعالیتونو دوام ورته ستونزمن شوی او د فعالیتونو د کمولو او وتلو بهیر یې پیل کړی دی.

وجاهت ایس خان وایي، د دې موضوع په اړه لومړی راپور فايننشل ټايمز خپور کړ، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي دا راپور «جعلي خبر» وباله او له نورو وضاحتونو یې ډډه وکړه.

نوموړي زیاته کړې چې وروسته بلومبرګ هم د چینايي شرکت د وتلو په اړه ورته راپور خپور کړ.

د يادونې وړ ده چې بلوچستان د چین لپاره د پاکستان په اقتصادي اړیکو کې مهمه سیمه بلل کېږي، ځکه د دې سیمې معدني سرچینې، بندري موقعیت او ستراتیژیک اهمیت د دواړو هېوادونو د پانګونې د پروژو لپاره مهم دي.

بلوچ ازادي غوښتونکې ډله:د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې مو ۱۲ پاکستاني پوځيان وژلي او خپلو بريدونو ته دوام ورکوو

0

بلوچ ازادۍ غوښتونکې ډلې اعلان کړی چې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې یې د پاکستاني پوځ پر ضد د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ پوځیان وژلي دي.

د دې ډلې د بیان له مخې، دغه عملیات د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د مستونګ، قلات، کوټې او ګومازي په سیمو کې ترسره شوي دي.

د بیان له مخې، په مستونګ کې د خدکوچې په سیمه کې د دې ډلې کسانو یو امنیتي تمځای جوړ کړی و، چې د پاکستان د پوځ د یوه افسر موټر چلوونکی او د هغه زغره‌وال موټر یې نیولی دی.

يادې ډلې ادعا کړې چې له پلټنې وروسته یې یو شمېر باروړونکي موټرونه د بشري دلایلو له مخې خوشې کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د قلات او ګومازي په سیمو کې د پاکستاني پوځ پر پوستو او ځواکونو بریدونه شوي، چې پکې یو شمېر پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دغه ډلې همداراز ادعا کړې چې د کوټې د دشت کمبیله په سیمه کې یې د پاکستان د پوځ یو کاروان، چې پوځي او زغره‌وال وسایط پکې شامل وو، په نښه کړی او یو پوځي بې‌پیلوټه الوتکه (ډرون) یې نسکوره کړې ده.

بلوچ ازادۍ غوښتونکو ویلي چې دا عملیات د بلوچستان د پوځي حضور پر ضد د دوی د وسله‌وال مقاومت برخه ده او ژمنه یې کړې چې د پاکستاني پوځ پر مواضعو به بریدونه دوام ولري.

انتونيو ګوترېش:د نېلسن منډېلا له ژوند او باورونو باید د عادلانه او سوله‌ییزې نړۍ لپاره الهام واخلو

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د نېلسن منډېلا نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د منډېلا ژوند او باورونه تل د الهام سرچینه پاتې شوي دي.

ګوترېش ویلي:«زه تل د نېلسن منډېلا له ژوند او دې باور څخه الهام اخلم چې کله خلک سره یوځای ودرېږي، هېڅ شی ناممکن نه دی.»

هغه ټینګار کړی چې راتلونکی زموږ په لاسونو کې دی او د منډېلا د لیدلوري د دوام لپاره باید هڅې وشي؛ داسې نړۍ چې پکې عدالت، ټول‌شموله ګډون، برابري او سوله حاکمه وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له خلکو غوښتي چې د منډېلا د مبارزې له پیغام څخه الهام واخلي او د داسې راتلونکي په جوړولو کې ونډه واخلي چې د ټولو خلکو لپاره عادلانه او خوندي وي.

نېلسن منډېلا د سویلي افریقا د اپارتاید ضد مبارزې مخکښ و او د نژادي تبعیض پر وړاندې د اوږدې مبارزې له امله یې ۲۷ کاله په زندان کې تېر کړل.

وروسته هغه د خپل هېواد د لومړي تورپوستي ولسمشر په توګه د سولې، پخلاینې او برابرۍ لپاره کار وکړ.

د عاصم منیر؛هغه څرګندونې چې پوځ يې سني اکثريت لرونکی ځواک ياد کړی و، له سختو نیوکو سره مخ شوي

0

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر هغه څرګندونې چې پکې یې د پاکستان پوځ د سني اکثریت لرونکي ځواک په توګه یاد کړی، له پراخو نیوکو سره مخ شوې دي.

منتقدان وایي، د منیر خبرې یوازې د مذهبي جوړښت تر بحث پورې محدودې نه دي، بلکې د پاکستان د پوځي جوړښت د چلند په اړه هم پوښتنې راپورته کوي، په ځانګړي ډول له هغو قومي او ټولنیزو ډلو سره چې د واکمنو نظریاتو سره بشپړه همغږي نه لري.

دوی د پوځ د هویت په اړه د منیر څرګندونو او د بلوچانو او پښتنو په ګډون د بېلابېلو قومي ډلو په اړه د امنیتي لیدلوري په یادولو سره پوښتنه کړې چې ایا هغه کسان چې له رسمي دریځونو سره موافق نه وي، د ستونزې یا ګواښ په توګه کتل کېږي؟

نیوکه کوونکي خبرداری ورکوي چې په یوه ملي اداره لکه پوځ کې د مذهبي یا قومي هویت ټینګار کولای شي د پاکستان په څو قومي ټولنه کې موجود واټنونه نور هم زیات کړي او د پوځ او ځینو ټولنیزو برخو ترمنځ بې‌باوري پیاوړې کړي.

دا بحثونه په داسې مهال راپورته شوي چې د پاکستان د پوځ رول په سیاسي او قومي مسئلو کې، په ځانګړي ډول په بلوچ مېشتو او پښتون مېشتو سیمو کې، له اوږدې مودې راهیسې د نیوکو موضوع پاتې شوې ده.