د ټکنالوژۍ نړیوال شرکت اپل اعلان کړی چې د روان مالي کال په درېیمه ربع کې یې عواید او ګټه د بازار د تمو په پرتله لوړه وه.
د شرکت د معلوماتو له مخې، د اپل ټول عواید ۱۰۹.۴۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۶.۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
اپل ویلي، د دې ودې اصلي لامل د آیفون او مېک کمپیوټرونو د خرڅلاو زیاتوالی دی. د آیفون عواید ۵۴.۲۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې د مېک کمپیوټرونو خرڅلاو هم د پام وړ لوړ شوی دی.
سره له دې چې د اپل مالي پایلې له تمو لوړې وې، دغه شرکت خبرداری ورکړی چې د راتلونکې مودې عواید ښايي د ځینو تولیدي محدودیتونو له امله له پخوانیو اټکلونو سره توپیر ولري.

