راپورونه وايي، د عراق د کردستان د سلیمانیه ولایت په زرګویز سیمه کې د «کومله زحمتکشان کردستان ایران» ګوند پر یوه مرکز د ایران له خوا توغندیز برید شوی دی.
د دې ګوند یوه چارواکي عبدالله آذربار ویلي، په برید کې ۹ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
نوموړي ویلي، برید د جمعې په سهار د اتو توغندیو په وسیله شوی، چې درې توغندي پر مرکز لګېدلي او مرګژوبله یې اړولې ده.
د وژل شویو کسانو نومونه هم اعلان شوي، خو د ایران حکومت تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده چې «کومله زحمتکشان کردستان ایران» د ایران له حکومت سره مخالفه کردي ډله ده چې غړي یې د عراق د کردستان په سیمه کې مرکزونه لري.

