د تورخم فرضي لارې د لس میاشتني بندښت له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري سخته اغېزمنه شوې او د سوداګرو په وینا، د وارداتو او صادراتو په برخه کې پښتونخوا ته له ۳۰۰ میلیارده کلدارو زیات زیان اوښتی دی.
د تورخم ګمرک د تصفیې کارکوونکو مشر مجیب شینواري ویلي، د لارې تړل کېدو له امله افغان او پاکستاني سوداګر، موټر چلوونکي او زرګونه مزدوران له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
بل لور، د باړې سیاسي اتحاد مشر هاشم خان اپرېدي د پاکستان له حکومت او د طالبانو له حکومت غوښتي چې د بشري خواخوږۍ له مخې د تورخم لار زر تر زره پرانیزي.
هغه ویلي، د لارې بندښت یوازې د یوې سیمې ستونزه نه ده، بلکې د خېبر پښتونخوا او د پښتنو پر اقتصاد یې پراخ اغېز کړی او افغان ناروغان هم له ستونزو سره مخ شوي دي.
ټاکل شوې چې د تورخم د بندښت پر ضد د اګست په دویمه نېټه په لنډي کوتل کې ولسي احتجاجي غونډه هم ترسره شي.

