پنجشنبه, اکتوبر 9, 2025
Home Blog Page 212

د طالبانو حکومت؛منتقد دیني عالم عبدالقادر قانت نیولی

د طالبانو حکومت ته نږدې استخباراتي سرچینو تایید کړې چې د دغې ډلې منتقد دیني عالم مولوي عبدالقادر قانت، د چهارشنبې په ورځ د طالبانو استخباراتو له خوا په کابل کې له خپل کور څخه نیول شوی دی.

نوموړی دا مهال د طالبانو د استخباراتو په ۴۰م ریاست کې بندي دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، هغه ته یوازې له خپلې کورنۍ سره د ټلیفوني اړیکې نیولو اجازه ورکړل شوې.

تر دې مهاله د طالبانو حکومت په رسمي ډول د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي او د نیول کېدو دلیل هم لا نه دی څرګند شوی.

د بلوچستان برید ته د طالبانو حکومت غبرګون:غندنه یې کوو او دا سپیناوی هم ورکوو، چې مونږ پورې تړاو نه لري

د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې د بلوچستان په خضدار سیمه کې برید له افغانستان سره تړاو لري.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، په ماشومانو او ملکي وګړو برید په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دی؛ او په عین حال کې د پاکستاني چارواکو هغه ادعا چې دغه راز بریدونه په افغانستان پورې تړي د دوی له لوري په کلکه رد دی.

نوموړي ټینګار کړی چې پاکستاني چارواکي باید بې له شواهدو او دلایلو د دا ډول پېښو پړه پر افغانستان وانه‌چوي.

هغه دغه راز ویلي، چې «اسلامي امارت» هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر ضد استفاده وکړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د بلوچستان خضدار کې په یوه بس چاودنې د ماشومانو په ګډون شپږ تنه ووژل او تر ۳۰ نورو یې ټپیان کړل.

صدیق صدیقي:د خلیلزاد د میرمنې څرګندونې یو اړخیزه او غیر مسولانه دي، هیڅوک افغانستان کې خوندي نه دي!

د افغانستان د وروستي جمهوري نظام د کورنیو چارو مرستیال وزیر صدیق صدیقي د خلیلزاد د میرمنې وروستۍ څرګندونې غیرمسؤلانه او یو اړخیزه ادعا بللې.

ښاغلي صدیقي لیکلي هېڅوک نشي کولای د دوحې تړون ناکامي سپين او یا توجیه ورته پیدا کړي.

د وروستي جمهوري نظام دغه امنیتي چارواکي نیوکه کړې، چې واک ته د طالبانو تر ستنېدو وروسته، دغو ترهګرو زرګونه کسان وژلي او بندیان کړي، میلیونونه ښځې یې تر ظلم لاندې راوستلي او له خپلو بنسټیزو حقونو یې بې برخې کړې دي.

صدیق صدیقي لیکي:«هیڅوک خوندي نه دي!»

د چک ولسمشر؛هغه څلور سرتېري بښلي چې د افغان سرتېري په مرګ تورن وو

د چک د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې ولسمشر پتر پاول هغه څلور سرتېري بښلي چې ۲۰۱۸ کال کې د یو افغان سرتېري، وحیدالله خان، د مړینې په قضیه کې تورن شوي وو.

یاد سرتېري د چک د ځانګړو عملیاتو د ۶۰۱ ډلې غړي وو او ټاکل شوې وه چې د باج‌اخیستنې، د نظامي امر د سرغړونې، د اصولو د ماتولو او د مرستې د نه‌ورکړې په تور محاکمه شي.

ولسمشر پاول له پېښې د دقیقې ارزونې وروسته، د جګړې د استثنایي شرایطو او دې حقیقت ته په پام سره چې دغه سرتېري په مستقیم ډول د تاوتریخوالي مرتکب نه‌دي، هغوی بښلي دي.

دغه پېښه په ۲۰۱۸ کال کې هغه مهال رامنځته شوه چې افغان سرتېري وحیدالله خان د هرات ولایت په شین‌ډنډ پوځي اډه کې یو چکی سرتېری، توماش پروچازکا، وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.

وروسته وحیدالله د امریکايي او چکي ځواکونو له‌خوا ونیول شو او د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، هغه وهل شوی و او کله چې بېرته افغان ځواکونو ته وسپارل شو، بې‌هوښه و او ژر یې ساه ورکړه.

چک پوځیان له ۲۰۰۲ تر ۲۰۲۱ پورې د آیساف او ناټو د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې ځای پر ځای وو.

مارکو روبیو:امریکا د ترهګرو ډلو لېست کې د طالبانو بیا شاملېدل ارزوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، وايي چې د طالبانو د ترهګرو ډلو په لېست کې د بیا شاملېدو موضوع یو ځل بیا د ارزونې لاندې ده.

روبیو دغه څرګندونې د امریکا د کانګرس په یوه غونډه کې د کانګرس غړي، ټيم بورچت، د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې.

نوموړي ویلي، چې امریکا د طالبانو له ماهیت او تېرو کړنو څخه ښه خبره ده او دا مسئله به د امریکا د راتلونکو سیاستونو په جوړولو کې مهم رول ولري.

هغه زیاته کړې، چې دا ارزونه د افغانستان په اړه د واشنګټن د راتلونکې ستراتیژۍ یوه برخه ده.

امرالله صالح:که خلیلزاد او ښځه یې افغانستان ته سفر وغواړي؛ نو ان لګښت یې هم شیخ‌هبت الله ورکوي

د جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي که خلیل‌زاد او مېرمن یې وغواړي افغانستان ته سفر وکړي، نه یوازې چې هیڅ خطر به ورته نه وي، بلکې د سفر لګښت به یې هم د طالبانو مشر شیخ هبت‌الله پرې کوي.

نوموړي زیاته کړې، زلمی خلیل‌زاد له ۱۹۹۴م کال راهیسې د قومي لابي، د یونیکال شرکت د ګټو د استازي، او کله هم د سي‌اې‌اې غیر مستقیم استازي په توګه دندې ترسره کړي.

صالح د خلیلزاد د مېرمنې څرګندونو ته په اشارې ویلي، هېواد ته د کډوالو د بېرته ستنېدلو مشوره د هغه چا له لوري ده، چې خپله یې د طالبانو د ملاتړو رول لوبولی.

امرالله صالح ټینګار کوي چې که د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې پېښې او تړونونه دقیق وڅېړل شي، د خلیل‌زاد لاس به په ډېرو غیر شفافو او فاسدو معاملو کې وموندل شي.

تسنیم:امریکا بېرته د زور لاره نیولې؛ خو دوی باید وپوهیږي چې ایران کلک ځواب ورکوونکی دی

تسنیم خبري اژانس د سي‌ان‌ان راپور ته په اشارې سره ويلي، چې د اسراییلو له لوري پر ایران د حملې ګواښ د خامنه‌یي له وروستیو څرګندونو وروسته مطرح شوی، چې پکې نوموړي ویلي وو مذاکرات ښايي بې‌پایلې وي.

تسنیم لیکلي، دا ډول ګواښونه د دوی لپاره نوې خبره نه ده.

دغه آژانس زیاتوي، امریکا له درې پړاوه مذاکراتو وروسته اوس د نظامي ګواښونو لاره نیولې ده.

دوی زیاتوي، امریکا او اسراییل ښه پوهېږي، چې جګړه له ایران سره یو اړخیزه نه ده او ایران به نه یوازې کلک ځواب ورکړي، بلکې د جګړې پایله به هم دوی وټاکي.

حامد کرزی؛د سترګو د درملنې لپاره جرمني ته تللی دی

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی جرمني ته تللی دی.

د ښاغلي کرزي د سفر په اړه ویل شوي، چې د سترګو د تداوي په موخه دغه هېواد ته تللی دی.

د یادونې ده چې حامد کرزی تېر کال هم جرمني ته د درملنې په موخه تللی و.

افغانستان ته راغلې سیلانۍ:طالبان د شریعت ساتونکي نه؛ بلکې د ازادۍ دښمنان دي

د ناتالیا سنتورو په نوم یوې برازیلي ورزشکارې د انګلستان ډیلي سټار خبري ویبپاڼې ته ویلي، چې طالبان نه دي بدل شوي؛ بلکې یواځې نقاب یې بدل کړی دی.

د بدن ښکلا او د جوجېتسو لوبې دغې لوبغاړې له ډیلي سټار خبري ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان لا هم د قانون یا عدالت پرځای د وېرې، او جبر په واسطه په افغانانو حکومت کوي.

هغه چې افغانستان ته راغلې وه وایي، “د یوې بهرنې نجلۍ په توګه زه په غرونو کې وګرځېدم، له سړیو سره مې خبرې وکړې او په خلاصه فضا کې مې تمرین وکړ؛ خو دا ټول هغه څه دي چې افغان میرمنو لپاره په یو نه ترلاسته کېدونکې خوب بدل شوي دي.

ناتالیا وایي ،طالبان د شریعت ساتونکي نه؛ بلکې د ازادۍ دښمنان دي.

د ټرمپ زوی:ولسمشرۍ ته د نوماندېدو احتمال نه ردوم

د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ زوی، ټرمپ جونیور د قطر په اقتصادي ناسته کې ويلي چې ولسمشرۍ ته د نوماندېدو احتمال نه ردوي.

هغه ویلي، نه پوهېږې؛ خو دا یې دروني غږ دی او ښایي یوه ورځ همدا غږ واورېدل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د خلکو له خوا دا غوښتنه ورته د وياړ وړ ده.