پنجشنبه, اکتوبر 9, 2025
Home Blog Page 213

بلوچستان؛خضدار کې بمي برید ۳۶ تنو تنه مرګ ژوبله اړولې

د بلوچستان خضدار ولسوالۍ کې د یو ښوونځي پر بس بمي برید کې ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پاکستاني رسنۍ وایي، چې په دغه برید کې ۶ تنه وژل شوي چې څلور ماشومان، د بس چلوونکی او مرستیال پکې شامل دي.

دوی ویلي چې په دغه برید کې له ۳۰ تنو ډېر نور ژوبل شول.

پاکستاني چارواکو دغه برید د هند پلوه ترهګرو کار بللی.

عباس عراقچي:د امریکا سره د خبرو راتلونکې مرحله کې ګډون ارزوو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې هېواد یې دا ارزوي چې په راتلونکي پړاو خبرو کې له امریکا سره ګډون وکړي یا نه.

نوموړي ویلي، ایران د مذاکراتو پر مېز د زیاتو غوښتنو پر وړاندې مقاومت کوي؛ خو هېڅکله یې له ډیپلوماسۍ لاس نه دی اخیستی.

د یادونې ده چې تېره ورځ، د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌یي هم د امریکا سره د خبرو اترو د پایلو په اړه بدبیني ښودلې وه.

بل لور ته، د امریکا مذاکره کوونکي استیو ویتکاف او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ټینګار کړی چې له ایران سره هر ډول توافق به د یورانیمو له بندېدو سره تړلی وي.

امیرخان متقي له پاکستاني سیال سره؛پر دوو اړخیزو اړیکو او ډیپلوماتیک تعامل خبرې کړې

د پاکستان او طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیرانو چین کې پر دوو اړخیزو اړیکو، ډیپلوماتیک تعامل، سوداګرۍ او ټرانزیټ کې پر شویو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ، ټرانزیټ او امنیت برخو کې به کار کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یادې لیدنې خبر ورکړی.

له غوښتونو او فشارونو سره سره؛اسرائیلو بیا هم غزه کې ۵۵ تنه وژلي

تېره ورځ اسرائیلو د غزې پر بېلابېلو برخو بریدونه کړي، چې لږ تر لږه یې ۵۵ کسان وژلي.

دا بریدونه داسې مهال کېږي، چې پر اسرائیل فشارونه زیات شوي، ترڅو عملیات ودروي.

رویټرز ویلي، چې اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاجا کالاس له اسرائیلو سره د سوداګرۍ پر تړون د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال بیا برېتانیا هم له دغه هېواد سره خپلې سوداګریزې اړیکې ځنډولې دي.

د ایران د نفتو وزیر:ایران چمتو دی، چې د کانونو په برخه کې له افغانستان سره تجربې شریکې کړي

د ایران د نفتو وزیر محسن پاک نژاد ویلي، چې له افغانستان سره د کانونو په برخه کې د تخصصي تجربو د شریکولو او دوه اړخیزو همکاریو لپاره چمتو دي.

هغه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري سره لیدنه کې ویلي، چې د کانونو په برخه کې له کابل سره د تهران تجربې شریکول د اقتصادي ودې لپاره یو ځانګړی فرصت دی.

پاک نژاد زیاتوي، چې دا همکاري به متقابل پرمختګ کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو پر حکومت د افغانستان د کانونو د لیلام په اړه سختې نیوکې موجودې دي.

سمنګان؛د ډبرو سکرو کان کې د چاودنې له امله ۷ کان کېندونکي وژل شوي

د سمنګان ولایت د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ۷ تنه کان کېندونکي وژل شوي.

د سمنګان ولایت د طالبانو امنیې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې چې په دغه چاودنه کې اووه تنه وژل شوي او دوه تنه نور زخمیان شوي دي.

یادې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاودنه تېره شپه د دره صوف ولسوالۍ په ګوله کلي کې رامنځته شوې.

یائیر ګولان:اسرائیل د غزې جګړې له امله پر یو رد شوي حکومت بدلېدونکی دی

د اسرائیلو د پوځ پخواني مرستیال او د دموکرات ګوند مشر یائیر ګولان خبرداری ورکړی چې د غزې جګړه اسرائیل د نړیوالې انزوا لور ته بیایي او ښایي هېواد یې “یو رد شوی حکومت” وبلل شي.

ګولان د یوې محلي راډیو سره په تازه مرکه کې وویل: «یو عاقل هېواد د ملکیانو پر ضد جګړه نه کوي، ماشومان د ساتیرۍ لپاره نه وژني او خلک په پراخه کچه نه بې‌کوره کوي.»

هغه د اسرائیلو روانې کړنې د سویلي افریقا د پخواني اپارتاید رژیم سره پرتله کړې او څرګنده یې کړه: «یهودي ولس چې د تاریخ په اوږدو کې یې زور، نسل‌کشي او ظلمونه زغملي، اوس پخپله داسې غیرقابل توجیه اعمال ترسره کوي.»

بل‌خوا، د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال سکرتر جنرال تام فلچر هم خبرداری ورکړی چې که مرستې ژر تر ژره غزې ته و نه رسېږي، شونې ده چې نږدې ۱۴ زره نوي زېږېدلي ماشومان به په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې له لوږې او ناروغیو مړه شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې نړیوال فشار پر اسرائیلو ورځ تر بلې ډېرېږي.

د پاکستان حکومت؛د یوې بلې میاشتې لپاره د هندي الوتکو پر مخ خپل هوايي حریم تړلی

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې تر یوې بلې میاشتې پورې به هم د دوی هوايي حریم د هندي الوتکو پر مخ تړلی وي.

جیو نیوز راپور ورکړی، چې په تېره یوه میاشت کې هند د دغه حریم د بندېدو له امله ۸ میلیارده روپۍ تاوان کړی.

دا تاوان تر ډېره د تیلو او کمه برخه یې بیا د هندي الوتکو لپاره د اوږد مزل له امله اوښتی.

د یادونې ده، چې پاکستان د اپریل په ۲۴مه خپل هوايي حریم د هندي الوتکو پر مخ تړلی وو.

شهباز شریف:عاصم منیر په پوره مېړانه له مور وطن دفاع وکړه؛ زه ورته د مارشالۍ مبارکي وایم

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې عاصم منیر د هند شوم بریدونه او پلانونه شنډ کړي او « مور وطن پاکستان» ته یې ستر ویاړونه راوړي.

نوموړي عاصم منیر ته د فیلډ مارشالۍ له امله مبارکي ورکړې او ویلي یې دي، چې د ده تر مشرۍ لاندې پاکستاني ځواکونو په خورا زړورتیا سره د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا ساتلې.

د یادونې ده، چې د پاکستان مرکزي کابینې تېره ورځ عاصم منیر ته مارشالي ورکړه او هغه یې د هند خلاف عملیاتو کې بریالی وباله.

یوسف وفا:پخواني قوانین د منلو نه دي؛ ادارو کې یوازې زمونږ اصول چلیږي

د طالبانو حکومت د بلخ والي یوسف وفا ویلي چې پخواني نافذه قوانین د دوی له لوري لغوه شوي او دولتي ادارې باید یوازې د طالبانو نوي اصول او فرمانونه پلي کړي.

د بلخ ولایت مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې وفا په اداري غونډه کې د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د امرونو پر عملي کولو هم ټینګار وکړ.

نوموړي مسؤلینو ته سپارښتنه کړې چې پخواني قوانین له اعتباره وغورځوي او پر ځای یې د طالبانو وضع شوي اصول تطبیق کړي.

هغه د بلخ د برېښنا ادارې ته لارښوونه کړې چې د پخوانیو چارواکو د کورونو او املاکو د برېښنا پاتې پورونه باید په قسطونو سره راټول کړي.

په ورته وخت کې، د طالبانو حکومت مشر هبت‌الله اخندزاده اعلان کړی چې د افغانستان پخوانی اساسي قانون نه مني او حتی یوه ماده یې هم د منلو وړ نه ده.