د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت په مشرۍ د ملا عبدالغني برادر په ګډون ناسته شوې، چې پکې د افغانستان د وچو او تازه میوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوې دي.
په ناسته کې اریانا افغان هوايي شرکت ته سپارښتنه شوې، چې له ګټې پرته د دغو میوو صادرات پیل کړي.
همداراز شرکت ته د دوو کارګو الوتکو د پېرلو دنده سپارل شوې، چې د پېرلو بودجه به د طالبانو د حکومت له لوري برابریږي.