د جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي که خلیلزاد او مېرمن یې وغواړي افغانستان ته سفر وکړي، نه یوازې چې هیڅ خطر به ورته نه وي، بلکې د سفر لګښت به یې هم د طالبانو مشر شیخ هبتالله پرې کوي.
نوموړي زیاته کړې، زلمی خلیلزاد له ۱۹۹۴م کال راهیسې د قومي لابي، د یونیکال شرکت د ګټو د استازي، او کله هم د سياېاې غیر مستقیم استازي په توګه دندې ترسره کړي.
صالح د خلیلزاد د مېرمنې څرګندونو ته په اشارې ویلي، هېواد ته د کډوالو د بېرته ستنېدلو مشوره د هغه چا له لوري ده، چې خپله یې د طالبانو د ملاتړو رول لوبولی.
امرالله صالح ټینګار کوي چې که د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې پېښې او تړونونه دقیق وڅېړل شي، د خلیلزاد لاس به په ډېرو غیر شفافو او فاسدو معاملو کې وموندل شي.