پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز خبر ورکړی چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان په امر له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
د تحریک انصاف عمومي منشي سلمان اکرم راجه د ګنډاپور استعفا تایید کړې او ویلي یې دي چې سهیل افریدي به ډېر ژر د خیبر پښتونخوا د نوي اعلی وزیر په توګه دنده پیل کړي.
راجه زیاته کړې چې دا پرېکړه د سیمې د خراب امنیتي وضعیت او د ګوند د نوې تګلارې د عملي کولو برخه ده.