د برېټانیا لومړي وزیر، کېیر سټارمر، د چهارشنبې په ورځ هند ته خپل دوهورځنی رسمي سفر پیل کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، له هغه سره د سوداګرۍ، کلتور او لوړو زده کړو له برخو څخه له سلو څخه زیات استازي ملګري دي، څو د دواړو هېوادونو تر منځ د نوې لاسلیک شوې سوداګریزې هوکړې د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.
برېټانیا او هند د جولای په میاشت کې، د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي د لندن د سفر پر مهال، د ازادې سوداګرۍ تړون لاسلیک کړی و.
دغه تړون به د ټوکر، موټرو او نورو صنعتي توکو پر ګمرکي تعرفو د کمښت ترڅنګ، شرکتونو ته د دواړو هېوادونو په بازارونو کې د پراخې همکارۍ او پانګونې فرصتونه برابر کړي.