هند، روسیې، چین، ایران، پاکستان او د منځنۍ آسیا یو شمېر هېوادونو په ګډه د امریکا هغه پلان رد کړی چې غواړي د افغانستان بګرام هوايي اډه بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي.
دا دریځ د مسکو فارمټ د اوومې ناستې له پای وروسته په ګډه اعلامیه کې څرګند شو.
ګډونوالو هېوادونو ټینګار کړی چې د بهرنیو پوځونو د ځای پر ځای کولو هر ډول هڅې د منلو وړ نه دي او د سیمې د سولې او ثبات په زیان دي.
په غونډه کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د سیمې د هېوادونو استازو ګډون کړی و.
د یادونې ده چې امریکا غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړي، خو د طالبانو حکومت دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ بهرني ځواک د پوځي فعالیت اجازه ور نه کړي.