پنجشنبه, اکتوبر 9, 2025
Home Blog Page 211

داوود جنبش:عاصم منیر پاکستان کې د کودتا پلان لري

افغان خبریال داود جنبش د پاکستان د پوځي مشر مارشال عاصم منیر تر ټولو لوړ پوځي رتبې ته په اشارې سره یوې تاریخې مسلې ته اشاره کړې.

ښاغلي جنبش په خپل ایکس پاڼې لیکلي:« پاکستان کې، ایوب خان لومړی په ۱۹۵۸ کال کې کودتا وکړه او بیا یې یو کال وروسته خپل ځان ته د فیلډ مارشال رتبه ورکړه؛ منیر هم همدا کار کوي، خو په معکوس ترتیب سره»

تازه د شهباز شریف حکومت عاصم منیر ته د فیلډ مارشالۍ رتبه منظور کړې.

د هند او طالبانو اړیکې؛سرچینې وایي، هند شیخ هبت الله اخوندزاده ته د دیوبند مدرسې د لیدنې بلنه ورکړې

هند ته د طالب پلاوي د پټ سفر په ترڅ کې یو شمیر سرچینو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي حماسه میډیا ته منلې چې طالب پلاوي د هند تر ټولو مشهوره مدرسه دیوبند څخه د لیدنې په ترڅ کې د طالبانو امیر شیخ هبت الله اخوندزاده ته د بلنې لیک ترلاسه کړی.

سرچینې ویلي دغه بلنه د طالبانو مشر، هبت‌الله اخندزاده، ته دارالعلوم دیوبند سره د هغه د ځانګړې مینې له امله ورکړل شوې ده.

سرچینه ادعا کوي چې د سفر پر مهال، یاد پلاوي ته د هند له ستر مفتي او د دیوبند د چارواکو له لوري یو ځانګړی لیک ورکړل شوی، چې په رسمي ډول پکې د طالبانو امیر ته د مدرسې بلنه ورکړل شوې.

ویل کېږي چې په دغه لیک کې دا هم ویل شوي چې د سفر پر مهال به هغه ته د “شیخ الحدیث والقرآن” اعزازي لقب هم ورکړل شي.)))

جاپان ټایمز:کابل د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی

جاپان ټایمز په یوه راپور کې ویلي، چې کابل د اوبو له شدید کمښت سره مخ دی، او که ژر اقدام و نه‌شي، ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د دې ښار ځمکنۍ اوبه پای ته ورسېږي.

راپور زیاتوي چې د نفوس زیاتوالی، اقلیمي بدلون او د ښاري پلان نشتوالي د اوبو زیرمې له سخت ګواښ سره مخ کړې دي.

جاپان ټایمز زیاته کړې، شاوخوا ۸۰ سلنه د کابل ځمکنۍ اوبه ککړې دي، او تر ۱۰۰ زرو زیاتې ناقانونه څاګانې له همدې اوبو کار اخلي.

کارپوهان وایي، سره له دې چې د ځمکنۍ اوبو بېرته تغذیه ممکنه ده؛ خو هر کال تر هغه زیاتې اوبه ایستل کېږي، چې ځای پر ځای کېږي، چې دا کار د ۷۶ میلیونه مکعب مترو په کچه کموالی راولي.

ایران؛د کرج امام علي روغتون کې د ناروغ خیټه کې پراته پیچونه له جراحي پرته را اېستل شوي

د ایران د البرز د طبي علومو پوهنتون خبر ورکړی چې د کرج د امام علي روغتون ډاکترانو وتوانېدل چې له یوه ۶۰ کلن ناروغ څخه ۴۷ تېره او فلزي پیچونه له جراحي پرته د اندوسکوپي په وسیله وباسي.

د روغتون مسوولین وايي چې عملیات بې له دې چې د ناروغ د هاضمې یا تنفسي سیستم ته زیان ورسوي، بریالی ترسره شوی او پیچونه په لنډ وخت کې اېستل شوي دي.

تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې دغه شمېر فلزي پیچونه څنګه د ناروغ خېټې ته تللي.

چین:د طالبانو حکومت او پاکستان د سفیرانو تر کچې دیپلوماتیکو اړیکو ته چمتووالی ښودلی

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د طالبانو حکومت او پاکستان پرېکړه کړې، چې ژر به خپل دیپلوماتیک روابط د سفیرانو تر کچې لوړ کړي.

دا پرېکړه د درې‌جانبې ناستې پر مهال شوې چې د چین، پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په بیجینګ کې ترسره شوې وه.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي، له دې پرېکړې هرکلی کوي او ژمن دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ته دوام ورکړي.

وانګ‌یي وایي، د دواړو هېوادونو له استازو سره یې د سیاسي باور پیاوړتیا، اقتصادي همکارۍ، سیمه‌ییز ثبات، او د تروریزم پر وړاندې د ګډ دریځ په اړه بحثونه کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم له دې پرمختګ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو له حکومت سره د دیپلوماتیکو، تجارتي او اقتصادي اړیکو پراخېدل یو مثبت ګام دی.

کونړ؛غازي اباد ولسوالۍ کې چاودنې لږ تر لږه ۵ تنه ټپیان کړي

د کونړ په غازي‌اباد ولسوالۍ کې چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د کونړ د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس جنت ګل وايي، دا چاودنه نن د غازي‌اباد ولسوالۍ د ګورین په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ځایي کارکوونکي د سړک جوړونې پر پروژه بوخت وو.

تر اوسه هېڅ کومې وسله‌والې ډلې د دې پېښې مسؤولیت نه دی منلی.

پاکستان؛یو هندي دیپلومات ته د وتلو لپاره ضرب الاجل ورکړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو هندي ډیپلومات “نامطلوب” اعلان کړ او ورته یې ۲۴ ساعته وخت ورکړی چې له پاکستانه ووځي.

دا اقدام د هند له خوا د یوه پاکستاني ډیپلومات د اخراج په غبرګون کې شوی دی.

پاکستان وایي، یاد هندي ډیپلومات د خپلې دپلوماتیکې دندې خلاف فعالیتونه کړي دي.

له دې وړاندې هند هم یو پاکستانی ډیپلومات په جاسوسۍ تورن کړی او له هېواده د یې د وتو امر ورته ورکړی و.

دا دوهم ځل دی چې هند او پاکستان د یو بل دیپلوماتان وباسي.

امریکا؛په واشنګټن ډي سي کې د اسرائیل د سفارت دوه کارکوونکي په ډزو وژل شوي

د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د اسرائیل د سفارت دوه کارکوونکي د ډزو په یوه پېښه کې وژل شوي دي.

دا پېښه د چهارشنبې په شپه د ځایي وخت له مخې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو نارینه او یوه ښځه د ښار په شمال لوېدیځه برخه کې، د درېیم او “F” سړکونو په څلورلاري کې، د یهودیانو د دیني مراسمو څخه بهر د یوه موزیم مخې ته د ناڅرګند کس له‌خوا په نښه شول.

د اسرائیل سفیر ویلي، وژل شوي دواړه کسان یوه ځوانه جوړه وه چې پلان یې درلود ژر واده وکړي.

د واشنګټن د متروپولیتن پولیسو مشرې، پاملا سمیت، ویلي چې د پېښې په تړاو یو مشکوک کس نیول شوی دی.

دغه کس له وړاندې د موزیم مخې ته په قدم‌وهلو کې لیدل شوی و.

پولیسو دغه کس ۳۰ کلن «الیاس رودریګز» معرفي کړی، چې د برید پر مهال یې «آزاد فلسطین، آزاد فلسطین» شعارونه ورکول.

اکسیوس:اسرائیل د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي برید لپاره سناریوګانې چمتو کوي

اکسیوس خبري آژانس د دوو اسرائیلي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې اسرائیل د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید لپاره سناریوګانې طرحه کړي دي.

دغه سناریوګانې به هغه وخت ژر عملي شي که چیرې د ایران او امریکا ترمنځ روانې خبرې ناکامې شي.

د راپور له مخې، د اسرائیلو استخباراتي ادارو په وروستیو ورځو کې خپلې ارزونې بدلې کړي دي او اوس باور لري چې د خبرو ناکامي تر هوکړې ډېره محتمل ده.

بل لورته تېره ورځ ایران ویلي و، چې د هیچا له ګواښونو څخه نه ویرېږي او د هر ډول برید ځواب به ورکړي.

وال‌سټریټ ژورنال:د ایران د مشرانو نارضایتي ښيي چې ټرمپ پر سم ټکی ګوته ایښې

د امریکا مشهورې ورځپاڼې، وال‌سټریټ ژورنال ویلي چې د ایران د مشرانو نارضایتي له روانو اټومي مذاکراتو دا ښيي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اټومي پروگرام په اړه پر سم ټکی ګوته ایښې ده.

یادې ورځپاڼې لیکلي چې که څه هم څوک د سترو امتیازونو له ورکړې خوشاله نه‌دي؛ خو د امریکا او نړیوالې ټولنې لپاره د یوه واقعي او مؤثر تړون لپاره دا امتیازات اړین دي.

ورځپاڼې د ایران د مذهبي مشر، علي خامنه‌اي، او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې، چې د اټومي مذاکراتو په اړه ناراضه خبرې کوي.

وال‌سټریټ ژورنال لیکلي، که څه هم د ایران چارواکي دیپلوماټیکو لوبو ته دوام ورکوي؛ خو ښه پوهېږي چې همدا خبرې یې تر اوسه د پوځي بریدونو له ګواښ ژغورلي او د ریال د لا سقوط مخه یې نیولې ده.