د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې د بلوچستان په خضدار سیمه کې برید له افغانستان سره تړاو لري.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، په ماشومانو او ملکي وګړو برید په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دی؛ او په عین حال کې د پاکستاني چارواکو هغه ادعا چې دغه راز بریدونه په افغانستان پورې تړي د دوی له لوري په کلکه رد دی.
نوموړي ټینګار کړی چې پاکستاني چارواکي باید بې له شواهدو او دلایلو د دا ډول پېښو پړه پر افغانستان وانهچوي.
هغه دغه راز ویلي، چې «اسلامي امارت» هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر ضد استفاده وکړي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د بلوچستان خضدار کې په یوه بس چاودنې د ماشومانو په ګډون شپږ تنه ووژل او تر ۳۰ نورو یې ټپیان کړل.