د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ مشره او د افغان ښځو د حقونو فعالې شهرزاد اکبر ویلي چې نړۍ د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې د روانو جنایتونو په اړه چوپه خوله پاتې ده.
هغې ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ۱۳۴ داسې پالیسۍ او کړنلارې ثبت شوې دي چې په دوامداره توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.
اکبر له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بېپروایۍ له خوبه راویښه شي او د افغانستان د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره عاجل ګامونه واخلي.