د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي ویلي، چې د اتیامو او نویمو کلونو د جنګسالارانو دوهم نسل بګرام ته د امریکې د بیا رابللو په پلمه غواړي د افغان ولس په ضد د “امریکايي جهاد” دریمه څپه پیل کړي.
ښاغلي فضلي، په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دغه پلان او دې ته ورته زاړه شعارونه په نوي نړیوال وضعیت کې هېڅ اغېزناک یا قانعکوونکی نه دي.
هغه وایي:«خو دوی باید په یاد ولري چې دا زوړ او تکراري شعر، په نوي نړیوال وضعیت کې نور هیڅ بدرګه کوونکی نه لري.
نوموړي زیاته کړې، چې بهرنیان نه یوازې زموږ د هېڅ سیاسي او نظامي ستونزې حل نه دي، بلکې زموږ ستونزې لا پسې زیاتوي.