چهارشنبه, اکتوبر 8, 2025
Homeافغانستانانتونیو ګو‌ترېش:په افغانستان کې د ښځو له ټولنیز ژوند څخه سیسټماټيک لرې...

انتونیو ګو‌ترېش:په افغانستان کې د ښځو له ټولنیز ژوند څخه سیسټماټيک لرې کول په ویرونکي ډول روان دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې په افغانستان کې د ښځو له ټولنیز ژوند څخه سیسټماټيک لرې کول په ویرونکي ډول روان دي.

هغه ویلي، د جنسي تاوتریخوالي او د میندو د مړینې کچه لوړه شوې ده، او ښځې او نجونې له زده‌کړې، روغتیا او عدالت څخه بې‌برخې شوې دي.

ګو‌ترېش د ښځو د رول په مشرتوب او سوله کې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په ټوله نړۍ کې د جنسي تاوتریخوالي او وسله‌والو شخړو کچه لوړه شوې ده.

نوموړي د فلسطین د ښځو په وضعیت هم اندېښنه ښودلې.

ګوترېش یو ځل بیا طالبان هغه کسان بللي چې د خپلو فرمانونو له لارې د ښځو ژوند محدودوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here