پنجشنبه, جولای 30, 2026
Home Blog Page 11

څنګه پوه شو چې کومه ویډیو د مصنوعي ځیرکتیا (AI) له لارې جوړه شوې؟

د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وسیله جوړې شوې ویډیوګانې ورځ تر بلې ډېرېږي او ډېری خلک داسې محتوا ویني چې اصلي ښکاري، خو په حقیقت کې کمپیوټري جوړه شوې وي.

کارپوهان وايي، د AI ویډیوګانو د پېژندلو لپاره باید یوازې د ویډیو پر کیفیت باور ونه شي، ځکه اوس نوې ټکنالوژۍ داسې ویډیوګانې جوړوي چې د اصلي ثبت شوو ویډیوګانو په څېر ښکاري.

د ویډیو د جعلي والي د معلومولو لپاره ځینې نښې:

د تصویر کیفیت: که ویډیو ډېره مبهمه، پیکسل‌پیکسل یا غیرطبیعي ښکاري، د شک وړ ده؛ خو خراب کیفیت تل د جعلي والي معنا نه لري.

د مخ او بدن حرکتونه: د انسان د پوستکي رنګ، سترګې، ویښتان، جامې او د بدن حرکات کله ناکله په AI ویډیوګانو کې غیرطبیعي ښکاري.

د ویډیو لنډوالی: ډېری AI جوړې شوې ویډیوګانې لنډې وي، ځکه د اوږدو ویډیوګانو جوړول لا هم ستونزمن دي.

ناڅاپي بدلونونه: که په ویډیو کې د صحنې، څېرې یا شالید ناڅاپي بدلونونه وي، کېدای شي جعلي وي.

د ټکنالوژۍ متخصصین وايي، یوازې پر سترګو باور نور کافي نه دی، ځکه مصنوعي ځیرکتیا په چټکۍ پرمختګ کوي او هغه نښې چې نن د جعلي ویډیو د پېژندلو لپاره کارېږي، ښايي په راتلونکې کې له منځه ولاړې شي.

کارپوهان ټینګار کوي چې د هرې ویډیو تر لیدلو وروسته باید د هغې سرچینه، خپروونکی، وخت او د نورو باوري رسنیو تایید هم وکتل شي.

دوی وايي، په راتلونکو کلونو کې به د معلوماتو د باور لپاره تر ټولو مهمه خبره د ویډیو بڼه نه، بلکې دا وي چې ویډیو له کوم ځایه راغلې، چا خپره کړې او ایا باوري سرچینې یې تاییدوي که نه.

مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتو په نړۍ کې یوه نوې ننګونه ده، خو د رسنیز پوهاوي، تخنیکي حل‌لارو او دقیقې ارزونې له لارې ورسره مبارزه کېدای شي.

ایران؛د هرات–مزارشریف رېللارې په جوړولو کې د ګډون اعلان کړی

د ایران د ایرنا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، ایراني شرکتونه به د افغانستان او ایران ترمنځ د هوکړې له مخې د هرات–مزارشریف د رېللارې په جوړولو کې برخه واخلي.

د ایران د رېللارو ادارې اجرایي مشر جبارعلي ذاکري ویلي، د دې پروژې د عملي کېدو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي شوې ده.

د افغانستان د رېللارو د پراختیا کنسورشیم مشر مصطفی رضايي ویلي، د دې سترې پروژې لومړی پړاو پیل شوی او شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره برخه به ولري چې د هرات له روزنک سیمې څخه د کوشک ولسوالۍ تر پولې پورې غځېږي.

نوموړي ویلي، د هرات–مزارشریف نږدې ۶۵۰ کیلومتره رېللارې د جوړېدو لومړني مطالعات د ایران له خوا بشپړ شوي او اوس د عمومي مسیر د بیاکتنې او طرحې پړاو ته داخل شوي دي.

د رضايي په وینا، د پروژې ډیزاین، جوړونه او ساختماني مدیریت به ایران ترسره کوي، خو افغانستان به د دې لپاره شاوخوا دوه میلیارد ډالره مالي سرچینې برابروي.

د طالبانو حکومت وایي، غواړي د کانونو له عوایدو څخه د دې پروژې د تمویل لپاره کار واخلي.

د هرات–مزارشریف رېللار د افغانستان د لوی ترانزیټي دهلېز یوه برخه بلل کېږي چې د خواف–هرات، هرات–مزارشریف او مزارشریف–واخان برخې لري.

د مزارشریف–واخان برخه به د چین په همکارۍ جوړه شي.

د چارواکو په وینا، د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به د افغانستان لوېدیځ او شمال له رېل شبکې سره ونښلول شي او د سیمې په کچه به د افغانستان ترانزیټي رول پیاوړی کړي.

انتونیو ګوترېش:د طبیعي سرچینو د استخراج په برخه کې باید بدلون راشي

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، نړۍ باید د طبیعي سرچینو د استخراج، پروسس، بازار ته د رسولو او کارونې په برخه کې اساسي بدلون راولي.

ګوترېش ټینګار کړی چې تولیدوونکو هېوادونو او اغېزمنو ټولنو ته باید د طبیعي سرچینو له ارزښت څخه ډېره ګټه ورسېږي.

هغه ویلي: «نور باید استثمار او لوټمارۍ ته اجازه ورنه کړل شي.»

نوموړي زیاته کړې چې د سرچینو مدیریت باید داسې وي چې د هغو هېوادونو خلک او ټولنې چې دا سرچینې لري، له اقتصادي ګټو یې برخمنې شي.

بلاول بوټو:په کشمير کې بې انټرنېټه ټاکنیز کمپاین څنګه ممکن دی؟

0

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي چې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د انټرنېټ او ټیلیفون بندېدو له امله د انتخاباتي مبارزې ترسره کول ستونزمن شوي دي.

بلاول بوټو زرداري له بي‌بي‌سي اردو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، له شاوخوا ۴۰ ورځو راهیسې په کشمیر کې د ټیلیفون او انټرنېټ ستونزه روانه ده، او په داسې حالت کې پر ډیجیټلي رسنیو انتخاباتي کمپاین څنګه کېدای شي.

هغه پوښتنه کړې چې که دا وضعیت دوام وکړي، نو د دغو ټاکنو اعتبار به څه ډول پاتې شي.

د پیپلز ګوند مشر ویلي، هغه مني چې په هغو سیمو کې چې امنیتي ستونزې موجودې وي، محدودیتونه لګېدلای شي، خو په ټول کشمیر کې د انټرنېټ بندول د ټولیزې سزا مفهوم ورکوي.

نوموړي زیاته کړې چې د ده ګوند به له انتخاباتي کمېسیون څخه وغواړي چې په هغو سیمو کې چې امنیتي وضعیت ښه دی، د انټرنېټ خدمتونه بېرته فعال شي.

بلاول بوټو زرداري د کشمیر د امنیتي وضعیت، راتلونکو اسمبلی ټاکنو او د سولې د ټینګښت لپاره د حقیقت موندنې کمېسیون د جوړېدو د وړاندیز په اړه هم خبرې کړې دي.

راشد خان او عظمت‌الله عمرزي؛د کرکټ په نړیواله درجه‌بندۍ کې خپل لومړي مقامونه ساتلي

0

د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) په تازه اعلان شوې درجه‌بندۍ کې د افغانستان دوه مخکښ لوبغاړي لا هم په خپلو فارمټونو کې د نړۍ لومړي مقامونه لري.

د يادې شورا د معلوماتو له مخې، راشد خان د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د توپ‌اچوونکو په درجه‌بندۍ کې خپل لومړی مقام ساتلی دی.

د انګلستان جوفرا آرچر درېیم، د نیوزیلنډ مېچل سېنټنر څلورم او د پاکستان شاهین شاه اپرېدی د دوو درجو پرمختګ وروسته اووم مقام ته رسېدلی دی.

د آل‌راونډرانو په درجه‌بندۍ کې هم د افغانستان عظمت‌الله عمرزي لا هم د نړۍ لومړی مقام ساتلی دی.

د نیوزیلنډ مایکل بریسویل د دوو درجو پرمختګ وروسته درېیم ځای ته پورته شوی دی.

په همدې درجه‌بندۍ کې د افغانستان رحمان‌الله ګربز، د سریلانکا پتم نسانکا او د پاکستان سلمان علي اغا هم پرمختګ کړی او په ترتیب سره یې ۱۴م، ۱۵م او ۱۶م مقامونه ترلاسه کړي دي.

د توپوهونکو په درجه‌بندۍ کې د نیوزیلنډ ډېرل مېچل لا هم د نړۍ په لومړي مقام کې دی.

کیم جونګ اون څنګه د شمالي کوریا اقتصاد ښه کړ او خپله واکمني یې نوره هم پیاوړې کړه؟

سره له دې چې شمالي کوریا لا هم له پراخو اقتصادي ستونزو، نړیوالو بندیزونو او د بشري حقونو له جدي نیوکو سره مخ ده، خو وروستي اقتصادي شاخصونه ښيي چې د دې هېواد اقتصاد د څو کلونو له رکود وروسته د ښه کېدو نښې څرګندوي.

د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د شمالي کوریا ناخالص کورني تولید شاوخوا ۳.۷ سلنه وده کړې، چې په وروستیو کلونو کې تر ټولو لوړه اقتصادي وده بلل کېږي.

د لوږې او بېوزلۍ دوام

سره له دې اقتصادي ودې، د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې شاوخوا ۱۱ میلیونه کسان، چې د هېواد نږدې ۴۵ سلنه نفوس جوړوي، لا هم له خوارځواکۍ سره مخ دي.

کارپوهان وایي، د خلکو اقتصادي وضعیت لا هم ستونزمن دی او ګڼې کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو له سختو ننګونو سره مخامخ دي.

ولې اقتصاد ښه شوی؟

اقتصادي شنونکي د شمالي کوریا د اقتصاد د نسبي ښه کېدو لپاره څو مهم عوامل یادوي:

له چین او روسیې سره د سوداګرۍ زیاتوالی.

د کرنې او صنعتي تولید نسبي پراختیا.

د کرونا وبا له محدودیتونو وروسته د سرحدونو تدریجي پرانیستل.

د حکومت له خوا د ځینو اقتصادي فعالیتونو لپاره محدود انعطاف.

د واک پیاوړتیا

شنونکي باور لري چې اقتصادي ښه والی کیم جونګ اون ته دا فرصت ورکړی چې خپل سیاسي واک نور هم ټینګ کړي او د پوځ او امنیتي ادارو ملاتړ وساتي.

د حکومت له لوري د وسلو او دفاعي پروګرامونو دوام هم د واکمنۍ د پیاوړتیا یوه برخه ګڼل کېږي.

نړیوالې اندېښنې

سره له دې اقتصادي پرمختګ، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو بیا هم د شمالي کوریا پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ویلي، په شمالي کوریا کې د بشري حقونو وضعیت لا هم د جدي اندېښنې وړ دی او د خلکو اساسي حقونه تر پراخو محدودیتونو لاندې دي.

شنونکي وایي، که څه هم د اقتصاد ځینې برخې ښه شوې دي، خو تر هغو چې پراخ اقتصادي اصلاحات، له نړۍ سره عادي اړیکې او د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره عملي ګامونه پورته نه شي، د شمالي کوریا ډېری وګړي به له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ پاتې وي.

په هرات کې د یوې ځوانې نجلۍ هنري هڅه؛قرآن کریم له پښتو ژباړې سره په لاس لیکي

په هرات ښار کې ۲۵ کلنه نګیتا درانۍ د خطاطۍ له لارې د قرآن کریم د لاس لیکلو ځانګړی هنر پالې او هڅه کوي چې دغه هنر نورو نجونو ته هم ورزده کړي.

د راپور له مخې، نګیتا چې په هرات کې زېږېدلې، له ۱۵ کلنۍ راهیسې د ښکلي لیک هنر زده کړی او اوس د قرآن کریم متن له پښتو ژباړې سره په لاس لیکي.

نوموړې وايي، مخکې یې له څو نورو نجونو سره په ګډه قرآن کریم لیکلی و، خو اوس په یوازې ځان دا کار کوي او دا یې د ژوند له سترو هیلو څخه دی.

نګیتا ویلي چې د خطاطۍ هنر یې د هرات د مشهور خطاط میر ولي احمد څخه زده کړی او هره ورځ څو ساعته د قرآن کریم لیکلو ته ځانګړي کوي.

هغې د پښتو ادبیاتو زده کړې ته هم وخت ورکړی، څو وکولای شي د قرآن کریم پښتو ژباړه په سمه توګه ولیکي.

نګیتا یوازې خپل هنر نه ساتي، بلکې له ۲۰ ډېرې نجونې هم روزي.

د هغې په وینا، ځینې هغه نجونې چې روزل شوې دي اوس د استادۍ تر کچې رسېدلې او د سعودي عربستان په هنري نندارتونونو کې یې هم ګډون کړی دی.

د هرات د خطاطۍ هنر اوږده تاریخي مخینه لري او د تیموریانو له دورې راهیسې په دې ښار کې د ښکلي لیک او خطاطۍ دود پالل شوی دی.

نګیتا هیله لري چې د امکاناتو په برابرېدو سره خپل هنر د افغانستان نورو ولایتونو ته هم ورسوي او د افغان مېرمنو هنري وړتیا نړۍ ته وښيي.

فضل محمود فضلي:نورستان یوازې د سېلابونو قرباني نه دی، بلکې له کلونو راهیسې له محرومیت سره مخ دی

د چارو ادارې پخواني لوی رییس فضل محمود فضلي ویلي، په نورستان، په ځانګړي ډول د پارون په وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو کې د لسګونو افغانانو مرګ، د ګڼو کسانو ټپي کېدل او د سلګونو کورنیو بې‌ځایه کېدل د ټولو افغانانو زړونه مات کړي دي.

ښاغلي فضلي په خپله ايکس‌پاڼه ليکلي، د کورونو، بازارونو، دولتي ودانیو او عامه تاسیساتو ویجاړېدل دردونکې صحنې دي او هر افغان پرې خواشینی دی.

هغه زیاته کړې چې نورستان یوازې د سېلابونو قرباني نه دی، بلکې دا ولایت له کلونو راهیسې له بېوزلۍ، محرومیت او د لومړنیو خدمتونو له کمښت سره مخ دی.

د فضلي په وینا، په نورستان کې لا هم ګڼ خلک له روغتیايي ستونزو سره مخ دي، ناروغان روغتونونو ته په سختۍ رسېږي او ډېری ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

هغه ویلي، وروستیو سېلابونو د نورستان د خلکو ستونزې لا زیاتې کړې دي او له افغانانو یې غوښتي چې له زیانمنو کورنیو سره د خپلې وسې مطابق مرسته وکړي.

فضلي ټینګار کړی چې د مرستندویه ادارو تر څنګ د نورستان خلک دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري، نه یوازې د ناورین په لومړیو ورځو کې، بلکې له هغې وروسته هم.

هغه له خلکو غوښتي چې د نورستان له خلکو سره اړیکه ونیسي، د اړمنو کورنیو لاسنیوی وکړي او وښيي چې نورستان یوازې نه دی.

د افغانستان کرکټ بورډ:رحمت شاه د ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو نوی لوبډلمشر وټاکل شو

0

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې رحمت شاه زرمتی د افغانستان د ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو نړیوالو سیالیو نوی لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

کرکټ بورډ ویلي چې رحمن‌الله ګربز به د هغه مرستیال لوبډلمشر وي.

د کرکټ بورډ په وينا، رحمت شاه به د ملي لوبډلې د نوي لوبډلمشر په توګه خپله دنده د ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکې یو ورځنۍ لوبلړۍ څخه پیل کړي.

دا بدلون وروسته له هغه راغلی چې حشمت‌الله شهیدي تېره شپه ناوخته د لوبډلمشرۍ له دندې استعفا ورکړه.

مارکو روبیو:حزب‌الله د سوریې د نوي حکومت دښمنه ډله ده

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، حزب‌الله د سوریې د نوي حکومت دښمنه ډله ده او هڅه کوي چې د دغه حکومت روانې هڅې او د هېواد د ثبات بهیر کمزوری کړي.

روبیو دا څرګندونې د رسنیو سره د خبرو پر مهال کړې او ویلي یې دي چې حزب‌الله په سوریه کې د نوي حکومت د فعالیتونو د خنډ ګرځېدو هڅه کوي.

تر اوسه حزب‌الله او د سوریې حکومت د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.