د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې رحمت شاه زرمتی د افغانستان د ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو نړیوالو سیالیو نوی لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
کرکټ بورډ ویلي چې رحمنالله ګربز به د هغه مرستیال لوبډلمشر وي.
د کرکټ بورډ په وينا، رحمت شاه به د ملي لوبډلې د نوي لوبډلمشر په توګه خپله دنده د ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکې یو ورځنۍ لوبلړۍ څخه پیل کړي.
دا بدلون وروسته له هغه راغلی چې حشمتالله شهیدي تېره شپه ناوخته د لوبډلمشرۍ له دندې استعفا ورکړه.

