پنجشنبه, جولای 30, 2026
Home Blog Page 10

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې اداره:په نورستان کې سېلابونو ۲۴ کسان وژلي، ۲۳ ټپیان او ۱۵ ورک دي

د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ادارې ویلي، په نورستان ولایت کې د وروستیو سختو سېلابونو له امله درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د یادې ادارې ویاند تاج محمد همت ویلي، چې په سېلابونو کې ۲۴ کسان مړه شوي، ۲۳ نور ټپیان دي او ۱۵ کسان لا هم ورک دي.

د هغه په وینا، په دې طبیعي پېښه کې ۱۲۰ کورنۍ هم زیانمنې شوې دي.

چارواکي وايي، له سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستو لړۍ پیل شوې او هرې زیانمنې کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکول کېږي.

سربېره پر دې، خوراکي او غیرخوراکي توکي هم وېشل کېږي.

همت زیاته کړې چې د ایران او هند سفارتونو بشري مرستې هم نورستان ته رسېدلې دي، چې د اړتیا وړ کورنیو ترمنځ به ووېشل شي.

شهباز شریف:پاکستان د سعودي ترڅنګ ولاړ دی

0

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د سعودي عربستان د ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان سره په ټلیفوني خبرو کې یې په سره سمندر کې د سعودي د تېلو پر ټانکرونو د حوثي ډلې بریدونه غندلي دي.

د پاکستان د لومړي وزیر د څرګندونو له مخې، د حوثیانو دا بریدونه د منلو وړ نه دي، د نړیوالو قوانینو خلاف دي، د سمندري تګ‌راتګ ازادي له ګواښ سره مخ کوي او د سیمې سوله او امنیت زیانمنوي.

شهباز شریف ویلي، چې دی، د پاکستان د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر او د پاکستان ولس د سعودي عربستان ترڅنګ ولاړ دي او د دغه هېواد له امنیت او ثبات څخه ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې، چې له محمد بن سلمان سره یې هوکړه کړې څو د سیمې د سولې، امنیت او ثبات د ټینګښت او همدارنګه د سره سمندر او هرمز تنګي له لارې د قانوني سمندري سوداګرۍ د بې‌خنډه دوام لپاره خپلې نږدې همکارۍ روانې وساتي.

د دغو څرګندونو په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو ورځو کې حوثي ډلې ادعا کړې چې د باب‌المندب او سره سمندر په سیمه کې یې پر ځینو سوداګریزو او د تېلو پر بېړیو بریدونه کړي، چې له امله یې د نړیوالو سمندري لارو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

قطر او پاکستان:د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو د دوام لپاره د لوړې کچې کمېټه جوړه شوه

0

قطر او پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د روانو خبرو په اړه ګډه اعلامیه خپره کړې، چې پکې د سویس په بورګن‌سټوک سیمه کې د لوړې کچې غونډې د پای ته رسېدو خبر ورکړل شوی دی.د اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې د ایران، امريکا او د منځګړیتوب کوونکو هېوادونو؛ قطر او پاکستان استازو ګډون کړی و.په اعلامیه کې ویل شوي چې د لوسرن جهيل غونډه په مثبت او رغنده فضا کې ترسره شوه او د نورو تخنیکي خبرو لپاره د یوه میکانیزم پر جوړېدو پرمختګ شوی دی.د ګډې اعلامیې له مخې، لورو د یوې لوړې کچې کمېټې د جوړېدو هوکړه کړې، چې د منځګړیتوب د بهیر به سیاسي څارنه کوي.همداراز، د خبرو اصلي مذاکره کوونکي به د اټومي پروګرام، بندیزونو، څارنې او د اختلافاتو د حل په برخو کې خپلو کاري ډلو ته راپورونه وړاندې کوي.اعلامیه زیاتوي چې د لوړې کچې کمېټې د یوې لارې نقشې (روډمېپ) پر جوړېدو هوکړه کړې، څو په ۶۰ ورځو کې د وروستي توافق لپاره زمینه برابره شي.همدارنګه، د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو لپاره د اړیکې یوه کرښه هم جوړه شوې، څو د پېښو او ناسم پوهاوي مخه ونیول شي او د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو خوندي تګ راتګ یقیني شي.په اعلامیه کې راغلي چې د لورو ترمنځ د شخړو د مخنیوي لپاره به یوه ځانګړې همغږۍ ډله هم جوړه شي، چې د منځګړیتوب کوونکو په مرسته به د پوځي عملیاتو د درولو او د هوکړې د عملي کېدو څارنه کوي.قطر او پاکستان د امریکا او ایران له لوري د ډیپلوماسۍ د دوام او د شخړې د سوله‌ییز حل لپاره د ژمنې هرکلی کړی او له نورو هېوادونو یې هم غوښتي چې د روانو خبرو ملاتړ وکړي.

د پاکستان سوداګریز کسر؛له ګاونډیو هېوادونو سره ۳۰ سلنه زیات شوی

0

د قطر ټریبیون په يو راپور کې ويلي، د پاکستان سوداګریز کسر له خپلو نهو ګاونډیو هېوادونو سره د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ مالي کال په ترڅ کې نږدې ۳۰ سلنه زیات شوی او ۱۵.۹۳۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

راپور وايي، په تېر مالي کال کې د پاکستان سوداګریز کسر ۱۲.۲۵۶ میلیارد ډالر و، خو د روان کال په ترڅ کې د صادراتو د کمېدو او وارداتو د زیاتوالي له امله دغه کچه لوړه شوې ده.

د راپور له مخې، د کسر د زیاتېدو یو مهم لامل د افغانستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او ځینو نورو سیمه‌ییزو بازارونو ته د پاکستان د صادراتو کمښت دی.

همداراز، له چین څخه د وارداتو زیاتوالی هم د دې وضعیت په پراخېدو کې اغېزمن بلل شوی دی.

راپور زیاتوي چې له افغانستان سره د پاکستان سوداګري، د صادراتو په ګډون، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې درېدلې ده، چې دې چارې د پاکستان پر صادراتي فعالیت منفي اغېز کړی دی.

د پاکستان د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، پاکستان په یاد مالي کال کې افغانستان، چین، بنګله‌دېش، سریلانکا، هند، ایران، نیپال، بوټان او مالدیف ته ټولټال ۳.۹۵۳ میلیارد ډالر صادرات کړي، چې د تېر کال د ۴.۴۴۳ میلیارد ډالرو پرتله ۱۱ سلنه کمښت ښيي.

په همدې موده کې له دغو هېوادونو د پاکستان واردات ۱۹.۱ سلنه زیات شوي او ۱۹.۸۸۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.

راپور وايي، چین د پاکستان تر ټولو لوی سیمه‌ییز سوداګریز شریک پاتې شوی.

پاکستان چین ته خپل صادرات له ۲.۴۷۷ میلیارد ډالرو څخه ۲.۶۸۴ میلیارد ډالرو ته لوړ کړي، خو له چین څخه واردات هم زیات شوي او ۱۹.۵۳۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.

د راپور له مخې، د پاکستان د سیمه‌ییزو صادراتو شاوخوا ۶۸ سلنه یوازې چین ته ځي، په داسې حال کې چې د وارداتو ۹۸ سلنه له همدې هېواد څخه ترسره کېږي.

راپور څرګندوي چې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۶۸.۹ سلنه کم شوي او له ۷۸۳.۹۴۵ میلیون ډالرو څخه ۲۴۳.۶۹۳ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي دي.

همداراز، له افغانستان څخه د پاکستان واردات هم ۷۴.۹ سلنه کم شوي او له ۲۵.۸۹۸ میلیون ډالرو څخه ۶.۴۹۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

له بلې خوا، د پاکستان سوداګري له بنګله‌دېش او سریلانکا سره هم کمه شوې، خو له هند سره په صادراتو کې د سلنې له مخې زیاتوالی ثبت شوی، که څه هم د ډالري ارزښت له پلوه دا زیاتوالی محدود پاتې شوی دی.

اقتصادي شنونکي وايي، د صادراتو کمښت، پر وارداتو زیات تکیه او سیمه‌ییزو بازارونو کې کمزوری حضور د پاکستان د سوداګریز کسر د پراخېدو له مهمو عواملو څخه دي.

فضل محمود فضلي:له ترسره شویو جرمونو څخه د پاکستان انکار د افغانانو تاریخي دردونه نه شي پټولای

د چارو ادارې پخواني لوی رییس فضل محمود فضلي ویلي چې د پاکستان چارواکي او رسنۍ ښايي د بښنې نړیوال سازمان موندنې رد کړي، خو د ده په وینا، انکار نشي کولای چې تاریخي پېښې له منځه یوسي.

ښاغلي فضلي په خپله ايکس‌پاڼه کې ليکلي، چې د افغانانو د کړاوونو د ثبتولو هره هڅه د هرکلي وړ ده؛ خو د افغانانو تاریخي حافظه یوازې پر نړیوالو راپورونو ولاړه نه ده.

هغه ويلي چې د ۱۹۷۴ کال راهیسې د پاکستان مستقیمو او غیرمستقیمو سیاستونو د افغانانو پر وضعیت اغېز کړی او د ده په وینا، له دې امله تر یو میلیون ډېر افغانان وژل شوي او هېواد ته پراخ زیانونه اوښتي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې عدالت به د تبلیغاتو او انکار له لارې نه، بلکې د یوه پیاوړي، متحد او خپلواک افغانستان له لارې رامنځته کېږي؛ داسې افغانستان چې حقیقت خوندي کړي او د مسؤلینو د حساب ورکولو غوښتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بخښنې نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، هغه هوايي برید چې د ۱۴۰۴ کال د حوت په ۲۶مه په کابل کې د معتادانو د درملنې پر «امید» مرکز ترسره شو، د نړیوال بشردوستانه قانون د جدي سرغړونې نښې لري او باید د احتمالي جنګي جنایت په توګه پرې خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې وشي.

دې سازمان ويلي، هغه انځورونه چې پاکستان خپاره کړي، هم د مهماتو د زېرمو د شتون ادعا نه ثابتوي.

سي‌اېن‌اېن:د جی‌ډي وینس د امنیتي ډلې یو غړی د معلوماتو د افشا کولو په شک له دندې رخصت شو

0

د امریکا د پټو خدمتونو یو مامور، چې د مرستیال ولسمشر جی‌ډي وینس د امنیتي ډلې غړی دی، د رسنیو ته د محرمو معلوماتو د افشا کولو په شک تر داخلي څېړنو لاندې نیول شوی او دنده يې ځنډول شوې ده.

د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، یوې باخبره سرچینې ویلي چې یاد مامور د یو خبري راپور لپاره د معلوماتو د سرچینې په توګه شکمن ګڼل کېږي.

دویمې سرچینې هم تایید کړې چې چارواکو هغه کس پېژندلی چې ګومان کېږي د وینس د سفرونو اړوند معلومات یې رسنیو ته سپارلي دي.

راپور زیاتوي چې د پټو خدمتونو د کورنیو چارو څانګه د دې قضیې څېړنه کوي، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې د یاد مامور پر وړاندې به اداري سزا، دندیز اقدام یا جنایي تورونه ولګول شي که نه.

ویل کېږي، دغه مامور د یوې رسنۍ لپاره د هغو معلوماتو سرچینه وه چې پکې د مرستیال ولسمشر جی‌ډي وینس د شخصي سفرونو او د هغه د امنیتي ټیم د فعالیتونو په اړه جزئیات خپاره شوي وو.

په راپور کې دا هم راغلي وو چې وینس پلان درلود له خپل زوی سره په سمندري ځواکونو پورې اړوند چورلکه کې د ګالف د تمرین لپاره سفر وکړي، خو دغه سفر وروسته لغوه شو.

د دغو عملیاتي معلوماتو خپرېدو د امریکا د پټو خدمتونو، ایف‌بي‌آی او سپینې ماڼۍ د چارواکو اندېښنې راپارولې، ځکه دوی باور لري چې د امنیتي عملیاتو جزئیات باید محرم پاتې شي.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د ډونالډ ټرمپ ادارې له رسنیو سره د محرمو معلوماتو د غیرمجاز شریکولو پر وړاندې د سخت دریځ ژمنه کړې ده.

د همدې روانې میاشتې په پیل کې د نیویارک ټایمز څلور خبریالان هم د یوې فدرالي څېړنې په تړاو د محکمې له لوري د شهادت لپاره احضار شوي وو.

پاکستان:که حوثیان زموږ بېړۍ په نښه کړي، له ځواک کار اخیستو ته چمتو یو

0

د پاکستان وسله‌والو ځواکونو ویلي، که د یمن حوثي وسله‌والې ډلې د پاکستان اړوند سوداګریزو یا نورو بېړیو پر وړاندې هر ډول دښمنانه اقدام ترسره کړي، اسلام‌اباد به د خپلو ملي ګټو او سمندري تګ‌راتګ د خوندي کولو لپاره ټول اړین اقدامات، د پوځي ځواک کارول هم، ترسره کړي.

پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې د هېواد د سمندري لارو امنیت او د پاکستاني بېړیو خوندیتوب د دوی له لومړیتوبونو څخه دی او هر ډول احتمالي ګواښ ته به مناسب او پرېکنده ځواب ورکړل شي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې په سره سمندر او باب‌المندب تنګي کې د حوثیانو له لوري پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو او د سمندري امنیت د خرابېدو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.

تر اوسه د حوثي ډلې له لوري د پاکستان د دې خبرداري په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

د راتلونکې اوونۍ لپاره؛د افغانستان د سېلابونو او لوړې تودوخې خبرداری

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې، د معتبرو نړیوالو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۴۰۵ کال د زمري له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې د افغانستان د طبیعي خطرونو اوونیزه وړاندوینه خپره کړې ده.

د راپور له مخې، په تېرو ۳۰ ورځو کې د هېواد په ختیځو او سوېل‌ختیځو سیمو کې د باران د زیاتوالي له امله د غیر عادي وچکالۍ وضعیت له منځه تللی او په شمالي او مرکزي لوړو سیمو کې هم د وچوالي نښې کمې شوې دي.

د وړاندوینې له مخې، د اعتبار په موده کې به په ختیځو او سوېل‌ختیځو ولایتونو کې له ۲۵ تر ۵۰ میلی‌مترو پورې منځنی او دروند ورښت وشي، چې له امله یې په ځینو سیمو کې د شدیدو او منځنیو سېلابونو د راوتلو خطر موجود دی، خو د هېواد په نورو سیمو کې به هوا تر ډېره وچه پاتې شي.

راپور زیاتوي چې د جولای له ۲۳مې تر ۲۹مې پورې به د هېواد په لوېدیځو، ختیځو او سوېل‌ختیځو سیمو کې د اعظمي تودوخې درجه د نورمال په پرتله له یو تر څلورو سانتي‌ګرادو ټیټه وي، خو په سوېلي ولایتونو کې به د هوا اعظمي تودوخه لا هم د ۴۰ څخه تر ۴۵ سانتي‌ګرادو پورې وي او د لوړې ګرمۍ دوام به وکړي.

ادارې یادونه کړې چې په خپره شوې نقشه کې یوازې هغه سیمې ښودل شوې دي چې د طبیعي خطرونو د رامنځته کېدو احتمال پکې موجود وي، او عادي ورښتونه او تودوخه پکې نه دي شامل شوي.

سنتکام؛د ایران پر هدفونو د عملیاتو د نوي پړاو خبر ورکړ

0

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چې د ایران پر ځینو هدفونو یې د عملیاتو نوی پړاو پیل کړی، خو د دغو بریدونو د دقیقو ځایونو او پایلو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې، د ایران دولتي او نیمه دولتي رسنیو د خوزستان ولایت د اهواز او د هرمزګان ولایت د سیرک په سیمو کې د چاودنو راپورونه خپاره کړي دي.

بلخوا، د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (UKMTO) د باب‌المندب ته نږدې د یوې سمندري پېښې خبر ورکړی، او وروسته حوثيانو ادعا وکړه چې د سعودي عربستان اړوند په دوو تېل وړونکو بېړیو یې برید کړی دی.

د مرګ‌ژوبلې یا چاپېریالي زیان په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

همدارنګه، د کویت پوځ ویلي چې د بې‌پیلوټه الوتکو د احتمالي ګواښونو د څار او مقابلې اقدامات روان دي، خو د احتمالي زیانونو په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

عباس عراقچي:د ایران دفاعي تګلاره «د سترګې په بدل کې سترګه» ده

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي خبرداری ورکړی، چې د ایران پر خاورې یا بنسټیزو تاسیساتو هر ډول برید به له «ځواکمن، قاطع او پرېکنده» ځواب سره مخ شي.

عراقچي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د ایران دفاعي تګلاره «د سترګې په بدل کې سترګه» ده او هر هغه هېواد یا لوری چې په داسې بریدونو کې هر ډول ملاتړ یا همکاري وکړي، تهران به یې هم مشروع هدف وبولي.