د ایران د ایرنا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، ایراني شرکتونه به د افغانستان او ایران ترمنځ د هوکړې له مخې د هرات–مزارشریف د رېللارې په جوړولو کې برخه واخلي.
د ایران د رېللارو ادارې اجرایي مشر جبارعلي ذاکري ویلي، د دې پروژې د عملي کېدو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي شوې ده.
د افغانستان د رېللارو د پراختیا کنسورشیم مشر مصطفی رضايي ویلي، د دې سترې پروژې لومړی پړاو پیل شوی او شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره برخه به ولري چې د هرات له روزنک سیمې څخه د کوشک ولسوالۍ تر پولې پورې غځېږي.
نوموړي ویلي، د هرات–مزارشریف نږدې ۶۵۰ کیلومتره رېللارې د جوړېدو لومړني مطالعات د ایران له خوا بشپړ شوي او اوس د عمومي مسیر د بیاکتنې او طرحې پړاو ته داخل شوي دي.
د رضايي په وینا، د پروژې ډیزاین، جوړونه او ساختماني مدیریت به ایران ترسره کوي، خو افغانستان به د دې لپاره شاوخوا دوه میلیارد ډالره مالي سرچینې برابروي.
د طالبانو حکومت وایي، غواړي د کانونو له عوایدو څخه د دې پروژې د تمویل لپاره کار واخلي.
د هرات–مزارشریف رېللار د افغانستان د لوی ترانزیټي دهلېز یوه برخه بلل کېږي چې د خواف–هرات، هرات–مزارشریف او مزارشریف–واخان برخې لري.
د مزارشریف–واخان برخه به د چین په همکارۍ جوړه شي.
د چارواکو په وینا، د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به د افغانستان لوېدیځ او شمال له رېل شبکې سره ونښلول شي او د سیمې په کچه به د افغانستان ترانزیټي رول پیاوړی کړي.

