د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، حزبالله د سوریې د نوي حکومت دښمنه ډله ده او هڅه کوي چې د دغه حکومت روانې هڅې او د هېواد د ثبات بهیر کمزوری کړي.
روبیو دا څرګندونې د رسنیو سره د خبرو پر مهال کړې او ویلي یې دي چې حزبالله په سوریه کې د نوي حکومت د فعالیتونو د خنډ ګرځېدو هڅه کوي.
تر اوسه حزبالله او د سوریې حکومت د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

