د ایران سپاه پاسداران ځواکونو پر دغه هېواد د امریکا د وروستیو بریدونو په اړه ویلي چې پر «یرغلګر» به نن ځوابي بریدونه ترسره کړي.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي: «د خدای په مرسته به یرغلګر ته نن سزا ورکړل شي.»
دا خبرداری وروسته له هغې ورکول کېږي چې امریکا اعلان وکړ، تېره شپه یې پر ایران پراخ بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، د دغو بریدونو پر مهال د قشم، کیش، بندرعباس، آبادان او بوشهر په ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

