په پاکستان کې امنیتي ناکرارۍ بلاخره د دغه هېواد خوندي ښارونو ته هم ورسېدې.
راپورونه ښیي چې د پاکستان د کراچۍ ښار په ګلشن اقبال سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان(ټيټيپي) په برید کې دوه پاکستاني امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
له پېښې په خپرو شویو انځورونو کې هم لیدل کیږي چې د پاکستاني ځواکونو رینجر موټر په وینو لړلی دی.
تراوسه د دغې ادعا په اړه ټيټيپي او د پاکستان امنیتي ادارو په خپلواکه توګه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ له دوه لوریو «بلوڅ بېلتون غوښتونکو او تحریک طالبان پاکستان »د بریدونو ترمنځ راګیر دی او په دغه هېواد کې ناامني تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

