د چارو ادارې پخواني لوی رییس فضل محمود فضلي ویلي، په نورستان، په ځانګړي ډول د پارون په وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو کې د لسګونو افغانانو مرګ، د ګڼو کسانو ټپي کېدل او د سلګونو کورنیو بېځایه کېدل د ټولو افغانانو زړونه مات کړي دي.
ښاغلي فضلي په خپله ايکسپاڼه ليکلي، د کورونو، بازارونو، دولتي ودانیو او عامه تاسیساتو ویجاړېدل دردونکې صحنې دي او هر افغان پرې خواشینی دی.
هغه زیاته کړې چې نورستان یوازې د سېلابونو قرباني نه دی، بلکې دا ولایت له کلونو راهیسې له بېوزلۍ، محرومیت او د لومړنیو خدمتونو له کمښت سره مخ دی.
د فضلي په وینا، په نورستان کې لا هم ګڼ خلک له روغتیايي ستونزو سره مخ دي، ناروغان روغتونونو ته په سختۍ رسېږي او ډېری ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
هغه ویلي، وروستیو سېلابونو د نورستان د خلکو ستونزې لا زیاتې کړې دي او له افغانانو یې غوښتي چې له زیانمنو کورنیو سره د خپلې وسې مطابق مرسته وکړي.
فضلي ټینګار کړی چې د مرستندویه ادارو تر څنګ د نورستان خلک دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري، نه یوازې د ناورین په لومړیو ورځو کې، بلکې له هغې وروسته هم.
هغه له خلکو غوښتي چې د نورستان له خلکو سره اړیکه ونیسي، د اړمنو کورنیو لاسنیوی وکړي او وښيي چې نورستان یوازې نه دی.

