پنجشنبه, جولای 30, 2026
Home Blog Page 12

پاکستان:د سعودي عربستان پر ضد د يمن د حوثیانو ګواښونه غندو، د رياض د امنیت ملاتړ کوو

0

پاکستان ویلي چې د یمن د حوثیانو له لوري د سعودي عربستان او په سره سمندرګي کې د سوداګریزو بېړیو پر ضد روان ګواښونه په کلکه غندي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا ډول کړنې د سیمې امنیت ته زیان رسوي او په نړیوالو سمندري لارو کې د بېړیو د ازاد تګ راتګ مخه اغېزمنوي.

وزارت زیاته کړې، که د پاکستان تر بیرغ لاندې پر هرې بېړۍ یا د پاکستان د سمندري ګټو پر ضد هر ډول برید وشي، پاکستان به یې د خپل ملي امنیت او ملي حاکمیت پر ضد جدي ګواښ وبولي.

پاکستان همدارنګه یو ځل بیا د سعودي عربستان د امنیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او سوکالۍ لپاره خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.

خيبر پښتونخوا؛مهمند ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ د ماین پاکۍ پر ټیم چاودنه کې ۳ سرتېري وژل شوي

0

د خیبرپښتونخوا د مهمند ولسوالۍ د صافي تحصیل د «ممد ګټ» سیمې ته څېرمه د پاکستان د پوځ د ۱۱۴مې لوا په شاوخوا کې د چاودنې راپورونه خپاره شوي دي.

د باوري سرچینو په وینا، چاودنه د پاکستاني پوځ د ماین پاکۍ پر ټیم شوې ده.

سرچینې وایي، په دې پېښه کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسؤولیت نه دی منلی.

پر ټولنيزو رسنيو؛د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو د خوشې کېدو لپاره پراخ کمپاين پيل شوی

د پنجاب په زندانونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو شمېر مشرانو د اوږدې مودې بند پر ضد، پر ټولنیزو رسنیو د هغوی د خوشې کېدو غوښتنې پراخ کمپاین پیل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، د پښتون ملتپال مشر حاجي صمد د ازادۍ لپاره د «#SaveHajiSamad» تر هشتګ لاندې پراخ کمپاین روان دی او ګڼو فعالانو، مدني شخصیتونو او د غورځنګ پلویانو د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

سرچینې وایي، دا مهال نورالله ترین، حنیف پښتین او فرید افریدی لا هم لادرکه دي او د هغوی د برخلیک په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

همدارنګه، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر، حاجي صمد او زبیر شاه اغا په پرله‌پسې توګه د بېلابېلو قضیو په تړاو محکمو ته وړاندې کېږي.

د کمپاین ګډونوال ټینګار کوي چې د ټولو بندي او لادرکه فعالانو په اړه باید روڼتیا رامنځته شي او هغوی ته دې د قانون له مخې خپل اساسي او بشري حقونه ورکړل شي.

مارکو روبیو:امریکا لا هم له ایران سره د خبرو لپاره چمتو ده؛ خو تهران جدي نه دی

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې امریکا لا هم غواړي د ایران له کړکېچ څخه د وتلو لپاره خبرې اترې وکړي، خو د هغه په وینا ایران د خبرو لپاره جدي نه دی.

روبیو ویلي، که ایران رښتینې اراده ولري، امریکا هم خبرو ته چمتو ده؛ خو که خبرې جدي نه وي، واشنګټن به د خپلو ګټو او متحدینو د ساتنې لپاره لازم اقدامات وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي کړکېچ دوام لري او د سیمې مهمې سمندري لارې، په ځانګړي ډول د هرمز تنګی او سره سمندرګی، له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د راپورونو له مخې، د یمن حوثيانو د سعودي تېلو لېږدوونکو بېړیو ته د ګواښونو وروسته، درې تېل وړونکې بېړۍ چې چین او هند ته روانې وې، بېرته وګرځېدې.

بل لور ته، امریکا او ایران یو بل ته د بریدونو د دوام ادعاوې کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې تر اوسه ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي، او د ایران چارواکو بیا ویلي چې د امریکا په بریدونو کې ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

بلوڅ ازادي غوښتونکي ډله:د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې مو ۱۰ پاکستاني سرتېري وژلي

0

بلوڅ ازادي‌غوښتونکو ادعا کړې چې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې یې په پنځو جلا عملیاتو کې ۱۰ پاکستاني پوځیان وژلي دي، چې په کې د پوځ یو کپتان او د ځانګړو ځواکونو دوه کمانډو هم شامل دي.

د دغې ډلې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه عملیات د دالبندین او چاغي، زمران او کېچ، سوراب او ماشکیل سیمو کې ترسره شوي دي.

د دوی په وینا، په دغو عملیاتو کې پر پوځي پوستو بریدونه، له پاکستاني ځواکونو سره نښتې او د چاغي په سیمه کې د سیندک پروژې اړوند د تېلو پر ټانکرونو بریدونه شامل وو.

بلوڅ ازادي‌غوښتونکو ادعا کړې چې د سوراب په سیمه کې د یوې نښتې پر مهال د پاکستان د پوځ یو کپتان او د ځانګړو ځواکونو دوه کمانډو وژل شوي دي.

د ډلې په وینا، له ماشکیل سیمې وروسته د نښتې پر مهال پاکستاني ځواکونو د جنګي چورلکو او هوايي بریدونو له لارې سیمه په نښه کړه، خو د دوی جنګیالي وتوانېدل چې له محاصرې ووځي.

دې ډلې د دغو بریدونو مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې دا عملیات په بلوچستان کې د روانو شخړو په دوام کې ترسره شوي دي.

ملګري ملتونه:د نورستان سېلابونو کې د مړو شمېر له ۴۰ اوښتی

ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان په ختیځ نورستان ولایت کې د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله د مړو شمېر له ۴۰ کسانو زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، په دې طبیعي ناورین کې لسګونه کسان ټپیان شوي او یو شمېر نور لا هم ورک دي.

د هغه په وینا، سېلابونو د نورستان مرکز پارون او یو شمېر نورو سیمو ته درانه زیانونه اړولي، چې له امله یې استوګنیز کورونه، دولتي ودانۍ او سوداګریز مرکزونه ویجاړ شوي دي.

دوجاریک زیاته کړې چې ملګرو ملتونو له خپلو شریکو ادارو سره د زیانونو ارزونه پیل کړې او روغتیايي ډلې او د ژغورنې ټیمونه یې سیمې ته استولي دي.

نوموړي ویلي، له یو شمېر سېلاب‌ځپلو کورنیو سره لومړنۍ بېړنۍ مرستې هم شوې دي.

بل لور ته، د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې د نورستان د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۳ تنه اعلان کړی او ویلي یې دي چې تر ۸۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

په نورستان کې وروستي سېلابونه د دې ولایت له وروستیو کلونو تر ټولو سختو طبیعي پېښو څخه بلل کېږي، او مرستندویه بنسټونو ته غوښتنه شوې چې له زیانمنو شویو کورنیو سره د ژغورنې او بشري مرستو په برخه کې مرسته وکړي.

اروپا د بې‌سارې ګرمۍ تر اغېز لاندې؛ساینسپوهان یې اقلیمي بدلونونه اصلي لامل بولي

0

ساینسپوهانو ویلي، هغه پراخه توده څپه چې په دې وروستیو کې یې د لوېدیځې اروپا ګڼ هېوادونه اغېزمن کړي، د سیمې په ثبت شوي تاریخ کې تر ټولو سخته بلل کېږي او د دوی په باور، د انسان له لوري رامنځته شوي اقلیمي بدلونونه یې اصلي لامل دي.

د څېړنو له مخې، د اروپا له ۸۵۰ لویو ښارونو نږدې نیمایي اوس د بې‌ساري تودوخې فشار تجربه کوي.

کارپوهان وایي، د لوړې تودوخې او زیات رطوبت ګډ اغېز د بدن طبیعي یخېدو بهیر ټکنی کوي، چې په ځانګړي ډول د ماشومانو، سپین‌ږیرو او ناروغانو لپاره جدي روغتیايي خطرونه رامنځته کوي.

سږکال د تودوخې څپې په څو اروپایي هېوادونو کې د هوا د تودوخې پخواني ریکارډونه مات کړي دي.

په بریتانیا کې د جون میاشتې تر ټولو لوړه تودوخه ثبت شوې، او په نورو سیمو کې هم د ګرمۍ له امله روغتیايي خدمات تر فشار لاندې راغلي، ښوونځي موقتي تړل شوي او د ترانسپورټ په ځانګړي ډول د رېلګاډو او الوتکو په تګ‌راتګ کې ګډوډي رامنځته شوې ده.

د نړیوال اقلیم د ارزونې کنسورشیم (World Weather Attribution) ویلي، که دا توده څپه څو لسیزې مخکې رامنځته شوې وای، د نن ورځې په پرتله به یې تودوخه څو درجې ټیټه وه.

څېړنه دا هم څرګندوي چې د ډېرې تودوخې له امله د خلکو د خوب ګډوډوونکې شپې اوس د پخوا په پرتله څو برابره زیاتې شوې دي.

اقلیم‌پوهان خبرداری ورکوي، که د شنوخونو ګازونو د خپرېدو مخه ونه نیول شي، نو د اروپا او نړۍ په نورو برخو کې به د دې ډول سختو تودوخو تکرار لا ډېر او اغېزې به یې هم درنې شي.

بل لور ته، د ملګرو ملتونو او مرستندویو بنسټونو کارپوهانو د پاکې انرژۍ کارولو، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومو زیربناوو جوړولو او د عامې روغتیا د خوندیتوب لپاره د لا ډېرو پانګونو غوښتنه کړې ده.

دوی ټینګار کوي چې د تودوخې د خبرداري سیستمونه مهم دي، خو د اقلیمي بدلون د اصلي لاملونو له کنټرول پرته به د راتلونکو کلونو دوبي لا پسې ګرم او خطرناک وي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو له منځګړيتوب وروسته؛پاکستان د واشنګټن دروازې ته د ۱۰ میلیارد ډالرو‌غوښتلو لپاره ورغی

0

پاکستان له امریکا غوښتي چې د اسعارو د ثبات لپاره ورته د ۱۰ میلیارد ډالرو مالي اسانتیا برابره کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا پیسې به د پاکستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو په زیاتولو، د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت په ساتلو او د اقتصادي فشارونو په کمولو کې مرسته وکړي.

د راپور له مخې، پاکستان غواړي دغه مالي اسانتیا د پنځو کلونو لپاره ترلاسه کړي.

که امریکا دا غوښتنه ومني، اسلام‌اباد به وکولای شي د خپلو مالي ستونزو د کمولو لپاره له دې مرستې ګټه واخلي.

دا غوښتنه وروسته له هغه شوې چې پاکستان په سیمه کې د ایران د جګړې اړوند د خبرو اترو په برخه کې رول ولوباوه او هڅه کوي له امریکا سره خپلې اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

د امریکا د خزانې وزارت د دې غوښتنې په اړه رسمي تبصره نه ده کړې، او د پاکستان حکومت هم تر اوسه په دې اړه بشپړ جزیات نه دي خپاره کړي.

پاکستان اوس مهال د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د ۷ میلیارد ډالرو د پور پروګرام لاندې دی، چې له مخې یې حکومت د مالیاتو زیاتولو، لګښتونو کمولو او اقتصادي اصلاحاتو ژمنې کړې دي.

اقتصادي کارپوهان وایي، د پاکستان لپاره د بهرنیو اسعارو د زېرمو زیاتول او د روپۍ ثبات ساتل لا هم مهمې اقتصادي ننګونې دي.

میر یار بلوچ:د بلوچستان خلک د نورستان له سېلاب ځپلو سره ولاړ دي

0

د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ سياسي او رسنيز فعال میر یار بلوچ د ایکس په پاڼه کې د افغانستان د نورستان ولایت د وروستیو مرګونو سېلابونو له قربانیانو سره د خواخوږۍ او ملاتړ پیغام خپور کړی دی.

میر یار بلوچ په خپل پیغام کې، چې د «بلوچستان جمهوریت» په نوم له ادرسه خپور شوی، د قربانیانو له کورنیو سره خپله همدردي څرګنده کړې او د ورکو کسانو د ژغورنې او د ټپیانو د روغېدو هیله یې کړې ده.

نوموړي د نورستان خلک «د افغانستان وروڼه او خویندې» بللي او ویلي یې دي چې د بلوچستان خلک په دې سختو شرایطو کې د سېلاب ځپلو ترڅنګ ولاړ دي.

دا څرګندونې وروسته له هغه خپرې شوې چې په نورستان، په ځانګړي ډول د دغه ولایت په مرکز کې، ناڅاپي سېلابونو پراخ زیانونه اړولي دي.

سېلابونو کورونه، بازارونه او عامه زیربناوې ویجاړې کړې او لسګونه کسان یې مړه، ټپیان او ورک کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان:پر «امید» روغتیايي مرکز د پاکستان برید دې د احتمالي جنګي جنایت په توګه وڅېړل شي

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، هغه هوايي برید چې د ۱۴۰۴ کال د حوت په ۲۶مه په کابل کې د معتادانو د درملنې پر «امید» مرکز ترسره شو، د نړیوال بشردوستانه قانون د جدي سرغړونې نښې لري او باید د احتمالي جنګي جنایت په توګه پرې خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې وشي.

د سازمان د موندنو له مخې، د پراخو شواهدو او څېړنو سربېره داسې کوم سند نه دی موندل شوی چې د پاکستان هغه ادعا تایید کړي چې ګواکې یاد روغتیايي مرکز د وسلو، مهماتو یا نورو پوځي فعالیتونو لپاره کارېده.

راپور څرګندوي چې د پېښې ارزونه د سپوږمکۍ د لسګونو انځورونو، د عکسونو او ویډیوګانو د تحلیل، د روغتیايي کارکوونکو، د برید له ژوندي پاتې شویو کسانو او نورو عیني شاهدانو د مرکو پر بنسټ شوې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، ان هغه انځورونه چې پاکستان خپاره کړي، هم د مهماتو د زېرمو د شتون ادعا نه ثابتوي.

د سازمان په وینا، پر روغتیايي مرکز برید د جګړې له اساسي اصولو، په ځانګړي ډول د ملکي او پوځي هدفونو د توپیر، د احتیاط او د متناسب ځواک د کارونې له نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې دی.

د بخښنې نړیوال سازمان یوې چارواکې، ایزابیل لاسه، ویلي چې دا مرکز له کلونو راهیسې د روغتیايي مرکز په توګه پېژندل کېده او د هغه په نښه کول د پوځي پلان جوړونې جدي ناکامي ښيي.

د راپور له مخې، په برید کې د مرکز څو ودانۍ سختې ویجاړې شوې.

په دغو ودانیو کې د ناروغانو د استوګنې ځایونه، پخلنځی، د خوړو تالار، د خوراکي توکو زېرمتون او د خیاطۍ ورکشاپ شامل وو.

عیني شاهدانو ویلي، له برید وروسته یې د پوځي تجهیزاتو کومه نښه نه ده لیدلې.

د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د معلوماتو له مخې، په دې برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي دي، خو د بخښنې نړیوال سازمان باور لري چې د قربانیانو حقیقي شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي، ځکه د چاودنو شدت د ځینو جسدونو پېژندنه ناشونې کړې وه.

د راپور پر بنسټ، برید د روژې میاشتې د تراویح لمانځه پر مهال او له هر ډول مخکیني خبرداري پرته ترسره شوی و، په داسې حال کې چې تر زرو ډېر ناروغان په مرکز کې موجود وو.

د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې د دې برید په اړه شفاف، خپلواک او بې‌طرفه تحقیقات ترسره کړي او د احتمالي سرغړونو عاملان د قانون منګولو ته وسپاري.

سازمان خبرداری ورکړی چې د حساب ورکونې نشتوالی به د معافیت فرهنګ پیاوړی او په راتلونکې کې به د ورته پېښو د تکرار خطر زیات کړي.