پنجشنبه, جولای 30, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت: پرون ۵۶۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایرانه...

د طالبانو حکومت: پرون ۵۶۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایرانه هېواد ته راستنې شوي

د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي چې د زمري په ۷مه نېټه ټولټال ۵۶۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

د کمېسیون د خبرپاڼې له مخې، له دې ډلې ۴۵۱ کورنۍ د تورخم، ۶۷ کورنۍ د سپین بولدک، ۲۱ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله او ۲۱ کورنۍ د هرات د اسلام‌کلا له لارو افغانستان ته داخلې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د راستنېدونکو کورنیو د ثبت او لومړنیو مرستو بهیر روان دی او له سلګونو کورنیو سره په تورخم، سپین بولدک، نیمروز، هرات او کابل کې بېلابېلې بشري مرستې هم ترسره شوې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here