د راپورونو له مخې، د ایران په تایباد زندان کې د چهارشنبې په سهار لږ تر لږه پنځه بندیان اعدام شوي چې په کې یو بلوڅ وګړی او څو افغانان هم شامل دي.
ځايي سرچینو د اعدام شوي بلوڅ وګړي نوم نادر آبیل ښودلی او ویلي یې دي چې هغه د سیستان او بلوچستان اصلي اوسېدونکی و او په مشهد ښار کې مېشت و.
راپورونه زیاتوي، څو افغان بندیان هم چې له وکیلآباد زندان نه تایباد ته لېږدول شوي وو، اعدام شوي، خو د هغوی هویت تر اوسه نه دی اعلان شوی.
هم مهاله د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ایرانیانو له خوا د ایران حکومت د اعدام حکم پر ضد لاریونونه ترسره کیږي او د «اعدام ودروئ/اعدام بس کړئ» شعارونه ورکوي.

