پنجشنبه, جولای 30, 2026
Homeسیاستد پاکستان د کورنیو چارو وزیر د حکومتولۍ اوسنی نظام ناکام وباله

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د حکومتولۍ اوسنی نظام ناکام وباله

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، د دغه هېواد اوسنی حکومتي او اداري نظام نور د روانو ستونزو د حل وړتیا نه لري او پاکستان له جدي ننګونو سره مخ دی.

نقوي د پاکستان اقتصادي غونډې ته په وینا کې وویل، که بنسټیز اصلاحات رانه شي، هېواد به لس کاله وروسته هم له همدې اقتصادي، اداري او حکومتي ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

هغه ټینګار وکړ چې د اوسني جوړښت له لارې د پاکستان ستونزې نه شي هوارېدای.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د حکومتولۍ په جوړښت کې د بدلون او د نویو اداري واحدونو د رامنځته کولو غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې د هېواد د ستونزو د حل لپاره پراخو اصلاحاتو ته اړتیا ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here