د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د هارورډ پوهنتون اجازه لغوه کړې چې بهرني محصلین ومني.
د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي، دا پرېکړه د امنیتي اندېښنو او د یهودي زدهکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي له امله شوې ده.
دغه وزارت ادعا کوي چې پوهنتون د چین له یو شکمنې ډلې سره اړیکې درلودې او د مظاهرو پر مهال یې یهودي زدهکوونکي خوندي نه دي ساتلي.
یاد وزارت ویلي، چې اقدام شاوخوا ۶۸۰۰ نړیوال زدهکوونکي اغېزمنوي او ښايي راتلونکی کال کې د نویو بهرنیو محصلینو د داخلې مخه ونیسي.
بل لورته هارورډ دا پرېکړه غیرقانوني بللې او وایي له خپلو نړیوالو محصلینو به دفاع وکړي.
هارورډ پوهنتون، چې د امریکا تر ټولو پخوانی تعلیمي بنسټ دی، له ۱۰۰ څخه د زیاتو هېوادونو محصلین لري.