د کونړ په غازياباد ولسوالۍ کې چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه پنځه تنه ټپیان شوي دي.
د کونړ د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس جنت ګل وايي، دا چاودنه نن د غازياباد ولسوالۍ د ګورین په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ځایي کارکوونکي د سړک جوړونې پر پروژه بوخت وو.
تر اوسه هېڅ کومې وسلهوالې ډلې د دې پېښې مسؤولیت نه دی منلی.