د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د طالبانو حکومت او پاکستان پرېکړه کړې، چې ژر به خپل دیپلوماتیک روابط د سفیرانو تر کچې لوړ کړي.
دا پرېکړه د درېجانبې ناستې پر مهال شوې چې د چین، پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په بیجینګ کې ترسره شوې وه.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي، له دې پرېکړې هرکلی کوي او ژمن دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ته دوام ورکړي.
وانګیي وایي، د دواړو هېوادونو له استازو سره یې د سیاسي باور پیاوړتیا، اقتصادي همکارۍ، سیمهییز ثبات، او د تروریزم پر وړاندې د ګډ دریځ په اړه بحثونه کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم له دې پرمختګ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو له حکومت سره د دیپلوماتیکو، تجارتي او اقتصادي اړیکو پراخېدل یو مثبت ګام دی.