جمعه, جولای 31, 2026
Home Blog Page 15

بلوچ ازادي غوښتونکي ډله:په خضدار کې مو ۱۹ پاکستاني سرتېري وژلي دي

0

د بلوچ بېلتونپالې وسله‌والې ډلې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د جولای په ۱۰مه یې د بلوچستان د خضدار ولسوالۍ د زیدي سیمه د څو ساعتونو لپاره تر خپل کنټرول لاندې راوستې او په دوو جلا بریدونو کې یې ۱۹ پاکستاني سرتېري وژلي دي.

د دې ډلې د ادعا له مخې، وسله‌والو د پولیسو پر یوه پوسته او ځینو دولتي ودانیو برید وکړ، وسلې او نور تجهیزات یې له ځان سره یوړل او وروسته یې پوسته په چاودېدونکو توکو ویجاړه کړه.

همداراز، د سیمې پر مهمو لارو یې پوستې جوړې کړې او د حکومتي ځواکونو د یو کاروان د تګ مخه یې ونیوله.

اعلامیه زیاتوي چې وروسته د پاکستان پوځ د زغره‌والو موټرو او پوځي چورلکو په ملاتړ سیمې ته تازه ځواکونه واستول.

د ډلې په وینا، درې ساعته نښته روانه وه چې پکې ۱۵ پاکستاني سرتېري وژل شوي، یو شمېر نور ټپیان شوي، یو زغره‌وال موټر ویجاړ شوی او یوې پوځي چورلکې ته هم زیان اوښتی دی.

بي‌اېل‌ای دا ادعا هم کړې چې د همدې ورځې په ماښام یې په یوه بل برید کې د پوځ د یوه بل کاروان څلور نور سرتېري وژلي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د دغو نښتو پر مهال د ډلې شپږ غړي هم وژل شوي او هغوی یې د “بلوچستان د ازادۍ د لارې قربانیان” بللي دي.

د یادونې وړ ده چې بلوچستان له کلونو راهیسې د امنیتي پېښو او د بېلتونپالو وسله‌والو فعالیتونو له امله د پاکستان له تر ټولو ناامنو سیمو څخه شمېرل کېږي.

مولانا فضل الرحمن:پر خپلو څرګندونو هيڅکله بښنه نه غواړم

0

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، د خپلې وروستۍ جنجالي وینا له امله به بښنه و نه غواړي، بلکې هغه کسان باید بښنه وغواړي چې د ده پر ضد یې، د هغه په وینا، «تبلیغاتي کمپاین» پیل کړی دی.

فضل الرحمن دغه څرګندونې د خپل ګوند له وکیلانو سره په غونډه کې وکړې او ټینګار یې وکړ چې پر خپل دریځ ولاړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای په ۱۵مه د ګوجرانواله یوې محلي محکمې د هغه د جنجالي وینا په تړاو د ثبت شوې عریضې له مخې، د ملي سایبري جرمونو د څېړنې ادارې ته نوټس صادر کړی او تر اګست ۱۷مې یې د ځواب غوښتنه کړې ده.

مولانا فضل الرحمن روانه میاشت د قصور ښار د خپل ګوند یوې غونډې ته د وینا پر مهال په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د زیاتېدونکو ناامنيو په اړه خبرې کړې وې.

هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي وو: «تاسې پر ما د خپلې وینې کوم احسان کوئ؟»

د نوموړي دغه وینا په پاکستان کې پراخ غبرګونونه راپارولي او د حکومت او مخالفو سیاسي کړیو ترمنځ یې نوې لفظي لانجه هم رامنځته کړې ده.

احمدالله علیزی:له ګلبدین حکمتیار سره مې د هېواد پر سیاسي وضعیت خبرې وکړې

د کابل پخواني والي احمدالله علیزي ویلي چې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره یې د ټیلیفون له لارې خبرې کړې دي.

علیزي ویلي، د حکمتیار د روغتیا او احوال پوښتنه یې کړې او ورسره یې د افغانستان د اوسني سیاسي وضعیت، ملي وحدت، تفاهم او پراخې ملي اجماع پر پیاوړتیا بحث کړی دی.

هغه زیاته کړې چې خبرې یې رغنده او ډاډبښونکې وې او هیله لري چې د سولې، ثبات او ملي یووالي لپاره ګډې هڅې لا پیاوړې شي.

د درې کلن کاین جشن؛د فوټبال نړیوال جام د اتلولۍ د مراسمو پر مهال ټولنیزې رسنۍ ونیولې

0

د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام تر پایلوبې وروسته، د هسپانیا د ځوان ستوري لامین یامال درې کلن ورور کاین د خپلو خوږو او بې‌تکلفه خوښیو له امله د ټولنیزو رسنیو د پام وړ ګرځېدلی دی.

د ارجنټاین پر وړاندې د هسپانیا له بریا وروسته، کاین میدان ته منډه کړه او د خپل ورور لامین یامال غېږې ته ورغی.

یامال هغه په مینه پورته کړ او ورسره یې د اتلولۍ خوښي شریکه کړه.

د دغې صحنې ویډیو او انځورونه په پراخه کچه خپاره شوي او میلیونونو کسانو لیدلي دي.

ډېرو کاروونکو کاین د نړیوال جام «حقیقي ګټونکی» بللی او د هغه ماشومانه خوښي یې ستایلې ده.

کاین د لوبغالي له څوکيو نیولې تر میدان پورې د اتلولۍ په مراسمو کې له خپل ورور سره ملګری و، او د ټرافي ترڅنګ اخیستل شوي انځورونه یې هم په ټولنیزو رسنیو کې ډېر لاس په لاس کېږي.

د هغه معصومانه خوښي او طبیعي غبرګون د فوټبال مینه‌والو زړونه ګټلي او د نړیوال جام د یادګاري شیبو له ډلې ګڼل کېږي.

نیویارک ټایمز:په اردن کې د ایران بریدونو کې لسګونه امریکايي سرتېري ټپیان او چورلکې زیانمنې شوې

0

نیویارک ټایمز د یوه امریکايي پوځي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې تېره اوونۍ په اردن کې د امریکا پر یوې پوځي اډې د ایران په بریدونو کې لسګونه امریکايي سرتېري ټپیان شوي او څو پوځي چورلکې زیانمنې شوې دي.

د راپور له مخې، د تېرې جمعې له برید مخکې هم درې ورته بریدونه شوي وو چې په کې درې امریکايي سرتېري وژل شوي وو.

یوه بل امریکايي پوځي چارواکي، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، ویلي چې د امریکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) مکلفه نه ده چې د ټپي شویو سرتېرو بشپړ معلومات خپاره کړي.

هغه ویلي چې د ټپيانو د شمېر او جزیاتو خپرول ښايي ایران ته دا زمینه برابره کړي چې په منځني ختیځ کې د امریکا پر نورو پوځي اډو د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه لا دقیق کړي.

تر دې وړاندې سېنټکام ویلي وو چې د جمعې په برید کې څلور امریکايي سرتېري د درملنې لپاره د اردن روغتونونو ته انتقال شوي وو او وروسته رخصت شول.

دغه قومندانۍ ویلي وو چې یو شمېر نور سرتېري هم برسېرن ټپیان شوي او بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي، خو د ټپیانو دقیق شمېر یې نه و اعلان کړی.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د سېنټکام په اعلامیه کې د تېرې اوونۍ د هغو درېیو پخوانیو بریدونو یادونه نه وه شوې چې د مرګ‌ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي خپاره شوي.

سېنټکام تر دې مخکې ویلي چې له ایران سره د روانو نښتو په ترڅ کې له ۴۰۰ ډېر امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.

بل لور ته، د ایران سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې د اردن له خلکو مننه کړې چې ګواکې یې د هغو شاوخوا ۲۰ ځایونو په اړه معلومات ورکړي چې امریکايي ځواکونه پکې مېشت دي.

حامد کرزی:انډي برنهم ته د بریتانیا د لومړي وزير کېدو مبارکي وايم

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د برېتانیا نوي لومړي وزیر انډي برنهم ته د ټاکل کېدو مبارکي ویلې ده.

کرزي په خپل پیغام کې هیله څرګنده کړې چې د برېتانیا خلک به د سوکالۍ، هوساینې او پرمختګ پر لاره خپل مزل ته دوام ورکړي.

د يادونې وړ ده چې انډي برنهم نن د بریتانیا د ۵۹م لومړي وزیر په توګه خپله دنده پيل کړه.

په نورستان کې خونړي سېلابونه؛د ځايي طالب چارواکو په ګډون ګڼ کسان لادرکه او پراخ مالي زیانونه اوښتي

د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د نن ورځې سختو سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي او ګڼې سیمې یې زیانمنې کړې دي.

ځایي سرچینې وایي، د سېلابونو له امله د نورستان لپاره د طالبانو د حکومت ښاروال، د لومړي کنډک قوماندان، یو شمېر هټیوال او ځایي اوسېدونکي د اوبو له سخت بهیر سره لادرکه شوي دي.

د راپورونو له مخې، د پارون مرکزي بازار، لسګونه هټۍ، استوګنیزې ودانۍ، سړکونه او نور عامه تاسیسات د سېلابونو له امله سخت زیانمن شوي او د ښار په ځینو برخو کې یې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې ده.

د نورستان لپاره د طالبانو د حکومت والي له مرکزي ادارو، مرستندویو بنسټونو او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې د سېلاب ځپلو سیمو د ژغورنې او بیړنیو مرستو لپاره عاجل اقدام وکړي.

تر اوسه د طالبانو ځایي چارواکو د مړو، ټپیانو او ورکو کسانو رسمي شمېر نه دی اعلان کړی او د زیانونو د ارزونې چارې لا هم روانې دي.

اسماعيل بقایي:منځګړو له امریکا سره د اوربند په اړه وړاندیزونه راسره شریک کړي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې یو شمېر منځګړو له تهران سره د امریکا په ګډون د اوربند په اړه وړاندیزونه شریک کړي دي.

بقايي په یوه خبري غونډه کې، د هغو راپورونو په اړه چې ګواکې د قطر د یوې طرحې له مخې د ایران او امریکا ترمنځ د لس ورځني اوربند امکان شته، وویل چې د منځګړو له لوري وړاندیزونه ترلاسه شوي، خو د جزیاتو د ارزونې لپاره لا وخت ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه چې د ایران ډېپلوماتیکه دستګاه په دې ورځو کې فعاله ده او له بېلابېلو منځګړو لورو څخه یې وړاندیزونه ترلاسه کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له ویاند څخه دا هم وپوښتل شول چې که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د خبرو غوښتنه وکړي، د تهران دریځ به څه وي؟

بقايي په ځواب کې وویل چې ایران داسې لیدلوری نه مني چې ګواکې باید یا جګړه وي او یا ډېپلوماسي.

د هغه په وینا، دفاع او ډېپلوماسي یو د بل مخالف نه دي او هېواد کولای شي دواړه چارې د خپلو موخو لپاره پر مخ یوسي.

هغه وویل چې د ایران اقدامات، که د بهرنیو چارو په برخه کې وي او که د دفاع په برخه کې، د یوې ګډې موخې لپاره ترسره کېږي.

انډي برنهم؛د بریتانیا ۵۹م لومړی وزیر شو

0

د بریتانیا نوي لومړي وزیر انډي برنهم ویلي چې د ده د نسل سیاستوال باید خپلې کړنې لا ښې کړي او له هغو ستونزو سره مقابله وکړي چې هېواد ورسره مخ دی.

برنهم د دوشنبې په ورځ د بریتانیا د لومړي وزیر د رسمي استوګنځي مخې ته خپلو پلویانو او خبریالانو ته په وینا کې وویل، بریتانیا باید نړۍ ته وښيي چې یو ځل بیا کولای شي خپل ثبات بېرته ترلاسه کړي، او دا د دوی ستره دنده ده.

انډي برنهم د پاچا چارلس له لوري د حکومت د جوړولو له رسمي بلنې وروسته د بریتانیا د ۵۹م لومړي وزیر په توګه دنده پیل کړه.

له دې وړاندې پخواني لومړي وزیر کيیر سټارمر خپله استعفا د بریتانیا پاچا ته وړاندې کړه، چې پاچا ومنله.

برنهم د بکینګهم ماڼۍ کې له پاچا چارلس سره هم وکتل، چې په دغه لیدنه کې ورته په رسمي ډول د نوي حکومت د جوړولو دنده وسپارل شوه.

نوی لومړی وزیر وايي، د بریتانیا لپاره مهمه ده چې سیاسي او اقتصادي ثبات بېرته ټینګ کړي او د هېواد له اوسنیو ننګونو سره په ګډه مبارزه وکړي.

ټي‌ټي‌پي:د بریدونو اصلي هدف مو د پاکستان پوځ او امنیتي ادارې دي

تحریک طالبان پاکستان يا ټي‌ټي‌پي په یوې اعلامیې کې، چې د دې ډلې د مشر مفتي نورولي محسود په نوم خپره شوې، ویلي چې د دوی د بریدونو اصلي هدف د پاکستان پوځ او امنیتي بنسټونه دي.

په اعلامیه کې له عامو خلکو غوښتل شوي چې له دولتي ځواکونو او امنیتي ادارو سره له همکارۍ ډډه وکړي.

دغه ډلې خبرداری ورکړی چې هغه کسان او ادارې چې له امنیتي جوړښتونو سره اړیکې لري، ښايي د دوی د بریدونو هدف وګرځي.

ټي‌ټي‌پي همداراز د برېښنا د وېش شرکتونه، د پولیسو د کمېټو د غونډو تنظیموونکي او هغه کسان چې په دغو غونډو کې ګډون کوي، ګواښلي او ویلي یې دي چې د دولت اړوند ځینې مرکزونه او اشخاص هم د احتمالي بریدونو په لېست کې شامل دي.

د دغې ډلې دا څرګندونې په داسې مهال خپرېږي چې په وروستیو کلونو کې په پاکستان، په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې، د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال فعالیتونه زیات شوي دي.

امنیتي شنونکي وايي، د مفتي نورولي محسود تر مشرۍ لاندې ټي‌ټي‌پي خپل تمرکز تر ډېره د پاکستان پر پوځ، امنیتي ځواکونو او دولتي تاسیساتو بریدونو ته اړولی دی.

له بلې خوا، پاکستاني چارواکو څو ځله ویلي چې د ټي‌ټي‌پي بریدونه د هېواد لپاره جدي امنیتي ګواښ ګڼل کېږي او امنیتي ځواکونه د دغې ډلې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره عملیاتو ته دوام ورکوي.