سه شنبه, جولای 21, 2026
Homeکورپاڼهنیویارک ټایمز:په اردن کې د ایران بریدونو کې لسګونه امریکايي سرتېري ټپیان...

نیویارک ټایمز:په اردن کې د ایران بریدونو کې لسګونه امریکايي سرتېري ټپیان او چورلکې زیانمنې شوې

نیویارک ټایمز د یوه امریکايي پوځي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې تېره اوونۍ په اردن کې د امریکا پر یوې پوځي اډې د ایران په بریدونو کې لسګونه امریکايي سرتېري ټپیان شوي او څو پوځي چورلکې زیانمنې شوې دي.

د راپور له مخې، د تېرې جمعې له برید مخکې هم درې ورته بریدونه شوي وو چې په کې درې امریکايي سرتېري وژل شوي وو.

یوه بل امریکايي پوځي چارواکي، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، ویلي چې د امریکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) مکلفه نه ده چې د ټپي شویو سرتېرو بشپړ معلومات خپاره کړي.

هغه ویلي چې د ټپيانو د شمېر او جزیاتو خپرول ښايي ایران ته دا زمینه برابره کړي چې په منځني ختیځ کې د امریکا پر نورو پوځي اډو د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه لا دقیق کړي.

تر دې وړاندې سېنټکام ویلي وو چې د جمعې په برید کې څلور امریکايي سرتېري د درملنې لپاره د اردن روغتونونو ته انتقال شوي وو او وروسته رخصت شول.

دغه قومندانۍ ویلي وو چې یو شمېر نور سرتېري هم برسېرن ټپیان شوي او بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي، خو د ټپیانو دقیق شمېر یې نه و اعلان کړی.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د سېنټکام په اعلامیه کې د تېرې اوونۍ د هغو درېیو پخوانیو بریدونو یادونه نه وه شوې چې د مرګ‌ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي خپاره شوي.

سېنټکام تر دې مخکې ویلي چې له ایران سره د روانو نښتو په ترڅ کې له ۴۰۰ ډېر امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.

بل لور ته، د ایران سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې د اردن له خلکو مننه کړې چې ګواکې یې د هغو شاوخوا ۲۰ ځایونو په اړه معلومات ورکړي چې امریکايي ځواکونه پکې مېشت دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here