جمعه, جولای 31, 2026
Home Blog Page 14

ایران؛د څلورمې پرله‌پسې ورځې لپاره د کویټ د برېښنا او اوبو پر تاسیساتو بریدونه کړي

0

کویټ ویلي، ایران د څلورمې پرله‌پسې ورځې لپاره د دغه هېواد د برېښنا او د سمندري اوبو د خوږولو (ډیسالینیشن) پر تاسیساتو بریدونه کړي، چې له امله یې مهمو زیربناوو ته زیان اوښتی دی.

د کویټ د برېښنا، اوبو او نوي کېدونکې انرژۍ وزارت په وینا، دغو بریدونو په یو شمېر حیاتي تاسیساتو کې اورلګېدنې رامنځته کړې، خو د ژغورنې او اوروژنې ډلې توانېدلې چې اورونه مړه کړي.

وزارت زیاته کړې، د اوښتو زیانونو ارزونه روانه ده او د زیانمنو تاسیساتو د بیارغونې او ترمیم چارې هم دوام لري.

یوناما:د نورستان د سېلاب ځپلو ترڅنګ ولاړ یو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د نورستان ولایت د پارون ښار د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله له زیانمنو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

یوناما په خپله اعلامیه کې ویلي، د هغو کورنیو له غړو سره ژوره خواخوږي څرګندوي چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، او اداره يې له ټولو سېلاب ځپلو سره ولاړه ده.

اعلامیه زیاتوي، هیله لري چې نادرکه کسان ژر وموندل شي او د ژغورنې ډلې د خپلو عملیاتو په ترسره کولو کې بریالۍ او پیاوړې پاتې شي.

زهران ممداني:د نتنیاهو پر ضد د نړیوالې جزايي محکمې د نیولو حکم باید عملي شي

0

د نیویارک مسلمان ښاروال زهران ممداني یو ځل بیا ټینګار کړی چې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر ضد د نړیوالې جزايي محکمې (ICC) د نیولو حکم باید جدي ونیول شي، او که نوموړی نیویارک ته سفر وکړي، د قانون له مخې باید ورسره چلند وشي.

د ممداني دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، که بنیامین نتنیاهو متحده ایالاتو ته سفر وکړي، نه به نیول کېږي.

د نیویارک ښاروال ویلي، د نړیوالې جزايي محکمې پرېکړې ته باید درناوی وشي او د قانون حاکمیت باید د هر چا لپاره یو شان وي.

د نتنیاهو پر ضد د نړیوالې جزايي محکمې د نیولو حکم د غزې جګړې پر مهال د ادعا شویو جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو د تورونو له امله صادر شوی، خو اسراییل دغه تورونه رد کړي دي.

لنډي کوتل کې سېلاب؛د یوې افغانې کورنۍ درې غړي مړه او ۱۳ ژغورل شوي

د خیبرپښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د لنډي کوتل تحصیل د نکي خېل په سیمه کې د ناڅاپي سېلاب له امله د یوې افغانې کورنۍ موټر اوبو یووړ، چې په کې سپاره ۱۶ کسانو څخه درې تنه مړه او ۱۳ نور ژغورل شوي دي.

د پاکستان د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویلي، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم یې د لټون او ژغورنې عملیات پیل کړل او لومړی یې ۱۳ کسان خوندي ځای ته انتقال کړل.

د عملیاتو په دوام کې د یوې ښځې، یوه ماشوم او یوه سړي جسدونه هم وموندل شول.

ژغورل شوې کورنۍ د لومړنیو طبي مرستو او نورو اسانتیاوو لپاره د حمزه بابا کمپ ته ولېږدول شوه، او د مړو جسدونه هم هماغه ځای ته انتقال شول.

د راپورونو له مخې، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (PDMA) او په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ په همکارۍ د مړو د لېږد ټولې قانوني او اداري چارې بشپړې شوې.

وروسته د خیبر ولسوالۍ ادارې د لنډي کوتل د مرستیال کمېشنر انعام الله وزیر تر څارنې لاندې د درېیو افغانانو جسدونه په تورخم کې افغان چارواکو او د هغوی خپلوانو ته وسپارل، او ژغورل شوي ۱۳ غړي هم د تورخم له لارې افغانستان ته ولېږدول شول.

د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو ترڅنګ به نن په پېښور او شاوخوا سیمو کې هم د بارانونو لړۍ دوام ولري.

د هند د يو صنعتي شرکت ارزښت؛د پاکستان له ټول اقتصاد درې چنده زیات شو

0

د هند د ستر صنعتي شرکت ټاټا ډلې د بازار ارزښت نږدې ۹۹۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، چې د پاکستان د ټول ناخالص کورني تولید (GDP) له شاوخوا ۳۴۸ میلیارده ډالرو نږدې درې برابره لوړ دی.

اقتصادي شمېرې ښيي چې د هند د یوه لوی صنعتي بنسټ ارزښت اوس د یوه ګاونډي هېواد له ټول کلني اقتصادي تولید څخه هم اوښتی، چې دا موضوع د هند او پاکستان ترمنځ د اقتصادي واټن د زیاتېدو نښه بلل کېږي.

ټاټا ډله چې د هند له تر ټولو پخوانیو او پراخو صنعتي بنسټونو څخه ده، د موټرو، معلوماتي ټکنالوژۍ، فولادو، انرژۍ، هوايي چلند او ګڼو نورو برخو کې فعالیت لري.

د دې ډلې د شرکتونو پراختیا او نړیوال حضور د هند د اقتصادي ودې له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي.

بل لور ته، پاکستان په وروستیو کلونو کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د دغه هېواد اقتصاد د لوړو بهرنیو پورونو، انفلاسیون، د پانګونې د کمښت، د اسعارو د فشار او کمزورې اقتصادي ودې له ننګونو سره لاس او ګرېوان دی.

اقتصادي کارپوهان وايي، د هند چټکه صنعتي وده، د لویو شرکتونو پراختیا او د پانګونې زیاتوالی د دې لامل شوی چې دغه هېواد په نړیوال اقتصاد کې خپل ځای پیاوړی کړي.

په مقابل کې، د پاکستان اقتصادي ستونزې د دې سبب شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ واټن نور هم پراخ شي.

حامد کرزی:د نورستان د سېلاب ځپلو لاسنیوی دې وشي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د وروستیو سختو سېلابونو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

کرزي په یوه پیغام کې ویلي چې د دې پېښې له امله یو شمېر هېوادوالو ته درانه زیانونه رسېدلي دي.

هغه د سېلابونو د قربانیانو کورنیو او ټولو زیانمن شویو کسانو ته د زړه صبر غوښتنه کړې او ځان یې په دې غم کې شریک بللی دی.

نوموړي له ملي سوداګرو او مرستندویه بنسټونو غوښتنه کړې چې په دې سختو شرایطو کې د نورستان له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي او د هغوی لاسنیوی وکړي.

بلوچستان؛سوراب ولسوالۍ کې پر يوه پوسته د وسله‌والو په بريد کې شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي

0

د بلوچستان د سوراب ولسوالۍ په دَمب سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر یوه پوسته د برید وروسته، د شپږو پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، په وژل شویو کسانو کې د پاکستان د پوځ د ځانګړو ځواکونو (SSG) یو کمانډو، چې «صدیق» نومېږي، او یو پوځي افسر هم شامل دي.

تر اوسه د برید د څرنګوالي او د نورو وژل شویو سرتېرو د هویت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

د دغه برید مسؤولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د پاکستان پخوانی جنرال:هېواد د کمزورۍ او وېش له جدي ګواښ سره مخ دی

0

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند عمومي منشي سلمان اکرم راجه د پخواني پوځي جنرال طارق د یوې مقالې برخې شریکې کړې، چې پکې د پاکستان د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه سخت خبرداری ورکړل شوی دی.

جنرال طارق په خپله مقاله کې لیکلي: «موږ د پاکستان د کمزورېدو او له منځه تلو بهیر وینو. هغه څه چې نن په بلوچستان، د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر او خیبر پښتونخوا کې روان دي، د حکومت د جوړښت د تدریجي کمزورۍ او ماتېدو نښې دي.»

هغه په بله برخه کې ویلي چې د هېواد واکمن کسان په خپلو محدودو فکرونو دې پایلې ته رسېدلي چې د پاکستان د اداره کولو یوازینۍ لاره زور او ځپل دي.

د دغو څرګندونو خپرېدل په داسې مهال دي چې په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې امنیتي او سیاسي ستونزې زیاتې شوې دي.

له حکومته، په ځانګړې توګه له پوځي ادارو، د دې بحرانونو د مدیریت په اړه نیوکې هم مخ په ډېرېدو دي.

مولانا فضل الرحمن:پاکستان د افغانستان په جګړه کې امریکا ته اسانتیاوې برابرې کړې وې

0

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، د افغانستان د جګړې پر مهال پاکستان امریکا ته د خپل هوايي حریم د کارولو اجازه ورکړې وه او امریکايي الوتکې به د پاکستان له فضا د افغانستان پر بېلابېلو سیمو بریدونو ته تللې.

هغه په خپلو خبرو کې ويلي چې پاکستان د افغانستان پر لور د وسله‌والو د تګ د مخنیوي لپاره هم عملي ګامونه نه وو پورته کړي.

مولانا فضل الرحمن د دیني مدرسو د ثبت د موضوع په تړاو هم د پاکستان پر حکومت نیوکه وکړه.

د هغه په وینا، د مدرسو د نه ثبتولو تګلاره داسې وضعیت رامنځته کوي چې زده‌کوونکي اعتراضونو او تاوتریخوالي ته ورټېل وهل کېږي، او وروسته بیا حکومت د امنیتي ځواکونو له لارې د هغوی د ځپلو لپاره زمینه برابروي.

د نوموړي څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان د جګړې پر مهال د پاکستان د رول په اړه بحثونه لا هم د سیمې په سیاسي او ډیپلوماټیکو کړیو کې دوام لري.

یو شمېر سیاسي شنونکي باور لري چې د فضل الرحمن تازه څرګندونې، که څه هم د پاکستان د کورنیو سیاسي اختلافونو په چوکاټ کې شوې، خو یو ځل بیا یې د افغانستان د جګړې او د پاکستان د امنیتي سیاستونو په اړه پخوانۍ لانجې راژوندۍ کړې دي.

نورستان کې د سېلابونو درنه مرګ‌ژوبله؛د ورکو کسانو لټون روان دی

په نورستان ولایت کې د سختو موسمي بارانونو له امله راوتلو ناڅاپي سېلابونو درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي، تر اوسه د ۲۰ کسانو مړي موندل شوي، له ۸۰ زیات کسان ټپیان دي او د یو شمېر نورو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات دوام لري.

ځینې سیمه‌ییزې سرچینې بیا ادعا کوي چې د قربانیانو شمېر له ۴۰ اوښتی، خو دا شمېر لا تر اوسه په رسمي ډول نه دی تایید شوی.

د نورستان د والي دفتر او د طبیعي پېښو سیمه‌ییزې ادارې ویلي چې سېلابونو د دوشنبې په ورځ د ولایت مرکز پارون سخت ځپلی، ګڼ کورونه، هوټلونه، دوکانونه او دولتي ودانۍ یې ویجاړې کړې دي.

د راپورونو له مخې، د پارون ښاروال او د ځینو سیمه‌ییزو ادارو یو شمېر کارکوونکي هم لا درکه دي، او ژغورونکې ډلې هڅه کوي چې ورک کسان ومومي او د کنډوالو لاندې بند پاتې قربانیان راوباسي.

د شپول په نوم د یوې سیمه‌ییزې نادولتي موسسې مشر عاشق‌الله صافي فرانس پرېس ته ویلي، د پارون ښاروالۍ ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې او لسګونه سوداګریز دوکانونه هم ویجاړ شوي دي.

د هغه په وینا، خلک د محدودو امکاناتو سره سره د ژوندي پاتې شویو کسانو د ژغورلو هڅې کوي.

بل لور ته، د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مولوي مطیع‌الحق خالص ویلي، په هېواد کې د اقلیمي بدلونونو له امله د سېلابونو پېښې زیاتې شوې دي.

هغه خبرداری ورکړی چې د چاپېریالي ستونزو دوام د افغانستان بشري وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د هواپېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې د نورستان په ګډون په بدخشان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني ولایتونو کې به هم د سختو بارانونو، تېزو بادونو، دوړو او ناڅاپي سېلابونو احتمال موجود وي.