د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د نن ورځې سختو سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي او ګڼې سیمې یې زیانمنې کړې دي.
ځایي سرچینې وایي، د سېلابونو له امله د نورستان لپاره د طالبانو د حکومت ښاروال، د لومړي کنډک قوماندان، یو شمېر هټیوال او ځایي اوسېدونکي د اوبو له سخت بهیر سره لادرکه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د پارون مرکزي بازار، لسګونه هټۍ، استوګنیزې ودانۍ، سړکونه او نور عامه تاسیسات د سېلابونو له امله سخت زیانمن شوي او د ښار په ځینو برخو کې یې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې ده.
د نورستان لپاره د طالبانو د حکومت والي له مرکزي ادارو، مرستندویو بنسټونو او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې د سېلاب ځپلو سیمو د ژغورنې او بیړنیو مرستو لپاره عاجل اقدام وکړي.
تر اوسه د طالبانو ځایي چارواکو د مړو، ټپیانو او ورکو کسانو رسمي شمېر نه دی اعلان کړی او د زیانونو د ارزونې چارې لا هم روانې دي.

