د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، د خپلې وروستۍ جنجالي وینا له امله به بښنه و نه غواړي، بلکې هغه کسان باید بښنه وغواړي چې د ده پر ضد یې، د هغه په وینا، «تبلیغاتي کمپاین» پیل کړی دی.
فضل الرحمن دغه څرګندونې د خپل ګوند له وکیلانو سره په غونډه کې وکړې او ټینګار یې وکړ چې پر خپل دریځ ولاړ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د جولای په ۱۵مه د ګوجرانواله یوې محلي محکمې د هغه د جنجالي وینا په تړاو د ثبت شوې عریضې له مخې، د ملي سایبري جرمونو د څېړنې ادارې ته نوټس صادر کړی او تر اګست ۱۷مې یې د ځواب غوښتنه کړې ده.
مولانا فضل الرحمن روانه میاشت د قصور ښار د خپل ګوند یوې غونډې ته د وینا پر مهال په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د زیاتېدونکو ناامنيو په اړه خبرې کړې وې.
هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي وو: «تاسې پر ما د خپلې وینې کوم احسان کوئ؟»
د نوموړي دغه وینا په پاکستان کې پراخ غبرګونونه راپارولي او د حکومت او مخالفو سیاسي کړیو ترمنځ یې نوې لفظي لانجه هم رامنځته کړې ده.

