د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې یو شمېر منځګړو له تهران سره د امریکا په ګډون د اوربند په اړه وړاندیزونه شریک کړي دي.
بقايي په یوه خبري غونډه کې، د هغو راپورونو په اړه چې ګواکې د قطر د یوې طرحې له مخې د ایران او امریکا ترمنځ د لس ورځني اوربند امکان شته، وویل چې د منځګړو له لوري وړاندیزونه ترلاسه شوي، خو د جزیاتو د ارزونې لپاره لا وخت ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړه چې د ایران ډېپلوماتیکه دستګاه په دې ورځو کې فعاله ده او له بېلابېلو منځګړو لورو څخه یې وړاندیزونه ترلاسه کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت له ویاند څخه دا هم وپوښتل شول چې که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د خبرو غوښتنه وکړي، د تهران دریځ به څه وي؟
بقايي په ځواب کې وویل چې ایران داسې لیدلوری نه مني چې ګواکې باید یا جګړه وي او یا ډېپلوماسي.
د هغه په وینا، دفاع او ډېپلوماسي یو د بل مخالف نه دي او هېواد کولای شي دواړه چارې د خپلو موخو لپاره پر مخ یوسي.
هغه وویل چې د ایران اقدامات، که د بهرنیو چارو په برخه کې وي او که د دفاع په برخه کې، د یوې ګډې موخې لپاره ترسره کېږي.

