سه شنبه, جولای 21, 2026
Homeکورپاڼهبلوچ ازادي غوښتونکي ډله:په خضدار کې مو ۱۹ پاکستاني سرتېري وژلي دي

بلوچ ازادي غوښتونکي ډله:په خضدار کې مو ۱۹ پاکستاني سرتېري وژلي دي

د بلوچ بېلتونپالې وسله‌والې ډلې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د جولای په ۱۰مه یې د بلوچستان د خضدار ولسوالۍ د زیدي سیمه د څو ساعتونو لپاره تر خپل کنټرول لاندې راوستې او په دوو جلا بریدونو کې یې ۱۹ پاکستاني سرتېري وژلي دي.

د دې ډلې د ادعا له مخې، وسله‌والو د پولیسو پر یوه پوسته او ځینو دولتي ودانیو برید وکړ، وسلې او نور تجهیزات یې له ځان سره یوړل او وروسته یې پوسته په چاودېدونکو توکو ویجاړه کړه.

همداراز، د سیمې پر مهمو لارو یې پوستې جوړې کړې او د حکومتي ځواکونو د یو کاروان د تګ مخه یې ونیوله.

اعلامیه زیاتوي چې وروسته د پاکستان پوځ د زغره‌والو موټرو او پوځي چورلکو په ملاتړ سیمې ته تازه ځواکونه واستول.

د ډلې په وینا، درې ساعته نښته روانه وه چې پکې ۱۵ پاکستاني سرتېري وژل شوي، یو شمېر نور ټپیان شوي، یو زغره‌وال موټر ویجاړ شوی او یوې پوځي چورلکې ته هم زیان اوښتی دی.

بي‌اېل‌ای دا ادعا هم کړې چې د همدې ورځې په ماښام یې په یوه بل برید کې د پوځ د یوه بل کاروان څلور نور سرتېري وژلي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د دغو نښتو پر مهال د ډلې شپږ غړي هم وژل شوي او هغوی یې د “بلوچستان د ازادۍ د لارې قربانیان” بللي دي.

د یادونې وړ ده چې بلوچستان له کلونو راهیسې د امنیتي پېښو او د بېلتونپالو وسله‌والو فعالیتونو له امله د پاکستان له تر ټولو ناامنو سیمو څخه شمېرل کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here