جمعه, جولای 31, 2026
Home Blog Page 13

جرمني:د مجرمو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ روانه ساتو

0

د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزیر، الکساندر دوبرینت، ویلي چې د تریر ښار له وروستۍ مرګونې پېښې سره سره به حکومت افغانستان ته د هغو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو تګلاره جاري وساتي چې په جرمونو کې ښکېل وي.

دوبرینت په برلین کې د خبرو پر مهال وویل، د هغو بهرنیو وګړو ایستل چې د جرمني قوانین ماتوي، د خلکو د امنیت لپاره اړین اقدام دی او حکومت به په دې برخه کې له خپلې تګلارې شاتګ ونه کړي.

د هغه په وینا، جرمن ټولنه حق لري چې له جدي جرمونو سره د قانون له مخې چلند وشي.

د دغه دریځ تر شا د تریر ښار وروستۍ پېښه ده، چې پکې یو ۲۲ کلن جرمنی محصل د چړې په برید کې ووژل شو.

پولیسو د پېښې په تړاو یو ۲۲ کلن افغان تبعه د اصلي شکمن په توګه نیولی او ویلي یې دي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې نوموړی له رواني ستونزو سره مخ و او مخکې یې هم درملنه شوې وه.

د کورنیو چارو وزیر د شکمن د رواني وضعیت په اړه وویل، که څه هم رواني اختلالات یوه جدي موضوع ده، خو دا چاره د هغو کسانو د جرمونو د پایلو مخه نه شي نیولای چې د ټولنې امنیت ته ګواښ پېښوي.

هغه زیاته کړه چې جرمني د نړۍ د ټولو رواني ناروغانو د ستونزو د حل مسؤلیت نه لري.

دوبرینت، چې د کورنیو چارو وزارت له ترلاسه کولو وروسته یې د کډوالۍ د پالیسۍ پر سختولو ټینګار کړی، یو ځل بیا وویل چې د مجرمو پناه غوښتونکو ایستل به د حکومت د امنیتي تګلارې مهمه برخه پاتې شي.

په همدې حال کې، جرمني د افغان وګړو د بېرته ستنولو د بهیر د اسانتیا لپاره له طالب چارواکو سره تخنیکي همغږي پراخه کړې او د افغانستان په قونسلي استازولیو کې د ځینو قونسلي کارکوونکو د فعالیت اجازه یې هم ورکړې ده.

امريکا کې؛مصنوعي ځیرکتیا لرونکي واړه ډرونونه د ماشو د له منځه وړلو لپاره ازمایل کېږي

0

په امریکا کې یو نوښتګر ټکنالوژیک شرکت داسې مایکرو ډرونونه جوړوي چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د الوتنې پر مهال ماشې او نور واړه الوتونکي حشرات پېژني او په نښه کوي.

د Tornyol په نوم دغه سټارټ‌اپ، چې د Y Combinator ملاتړ هم ورسره دی، وايي د دې نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره به د ماشو د کنټرول لګښت د دودیزو میتودونو په پرتله د پام وړ راکم شي.

د شرکت د معلوماتو له مخې، راتلونکې کې به د دغو ډرونونو ډلې په خپلواکه توګه په ښارونو کې فعالیت وکړي او د کیمیاوي دواپاشۍ اړتیا به کمه کړي، چې ورسره به د چاپېریال زیان هم راټیټ شي.

د جولای په ۱۴مه د شرکت شریک بنسټګر الیکس توسانټ یوه ازمایښتي ویډیو خپره کړه.

په ویډیو کې یو مایکرو ډرون په بریالیتوب سره یوه الوتونکې حشره تعقیب او په نښه کوي، خو په دې ازموینه کې د ماشي پر ځای پتنګ کارول شوی و، ځکه نو دا ټکنالوژي لا هم د پرمختګ او ارزونې په پړاو کې ده.

دغه ډرونونه، چې شاوخوا ۴۰ ګرامه وزن لري، د مایکروفونونو، الټراسونیک سنسرونو او د مصنوعي ځیرکتیا د سافټویر په مرسته د حشراتو غږونه او د وزرونو حرکت تحلیلوي.

د ډوپلر غږیزې ټکنالوژۍ له لارې کولای شي ماشې له نورو الوتونکو حشراتو بېلې وپېژني.

د شرکت انجنیران باور لري چې په راتلونکي کې به یوازې لس مایکرو ډرونونه وکولای شي د نږدې یو مربع کیلومتر په ساحه کې د ماشو شمېر په اغېزناک ډول راکم کړي، خو د دې ادعا د عملي ثبوت لپاره لا نورو ازموینو ته اړتیا ده.

حشمت‌الله شهیدي:د شخصي پرېکړې له مخې مې د کپتانۍ دنده پرېښوده

0

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان حشمت‌الله شهیدي اعلان کړی چې د خپلې شخصي پرېکړې له مخې یې د لوبډلې د کپتانۍ له دندې استعفا کړې ده.

ښاغلي شهیدي په خپور کړي پیغام کې ویلي، د کپتان په توګه د لوبډلې مشري ورته لوی ویاړ و او په دې موده کې یې د مسؤلینو، روزونکو او لوبغاړو په ګډو هڅو مهمې بریاوې ترلاسه کړې، سترې لوبډلې یې ماتې کړې او د افغانستان د کرکټ نوم یې لا لوړ کړی دی.

هغه د لوبډلې له لوبغاړو، روزونکو، مسؤلینو، مینه‌والو، خپلې کورنۍ او نږدې ملګرو څخه د ملاتړ او همکارۍ له امله مننه کړې او که د کپتانۍ پر مهال ترې کومه نیمګړتیا شوې وي، بښنه یې غوښتې ده.

حشمت‌الله شهیدي ټینګار کړی چې که څه هم د کپتانۍ مسؤلیت پرېږدي؛ خو د لوبډلې د یوه ژمن لوبغاړي په توګه به د افغانستان د کرکټ د بریا او پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او هیله یې څرګنده کړې چې ملي لوبډله به د نوي کپتان تر مشرۍ لاندې نورې بریاوې هم ترلاسه کړي.

اشرف غني:ملت حق لري د نورستان د غمیزې په اړه له واکمنو پوښتنه وکړي

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د نورستان ولایت د پارون ولسوالۍ د وروستیو خونړیو سېلابونو له امله له زیانمنو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا غمیزه له کونړ وروسته د سیمې دویمه لویه طبیعي فاجعه ده.

ښاغلي غني په یوه پیغام کې ویلي، ملت حق لري له واکمنو وپوښتي چې د تېرو طبیعي پېښو له تجربو یې څه زده کړي او ولې د نورستان د دې ناورین لپاره لازم چمتووالی نه و.

هغه د ۱۳۹۵ کال د واورو د توفان پر مهال پارون ته د خپل سفر یادونه کړې او ویلي یې دي چې د ولس خدمت باید یوازې د خوښیو پر مهال نه، بلکې د کړاو او ناورین پر وخت هم څرګند شي.

پخواني ولسمشر همداراز د اقلیمي بدلون او د کونړ او نورستان د ځنګلونو پرې کېدو ته په اشارې ویلي، د ځنګلونو ساتنه او پراخول د طبیعي پېښو د خطر د کمولو لپاره مهم دي، او په دې برخه کې یې د سلګونو زرو نویو نیالګیو د کېنولو غوښتنه کړې ده.

اشرف غني یو ځل بیا له شتمنو او وسمنو افغانانو غوښتي چې د نورستان له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ او پراخې بشري مرستې وکړي.

پاکستانی خبریال او شنونکی:د پاکستان د اوسني نظام د کمزوري کېدو نښې راڅرګندې شوې دي

0

د پاکستان خبریال او سیاسي شنونکي سهراب برکت ویلي، د دغه هېواد د اوسني سیاسي نظام د کمزوري کېدو نښې په تدریجي ډول څرګندېږي او د واکمن جوړښت دننه له جدي ستونزو سره مخ دی.

هغه ویلي، که څه هم په ظاهره هر څه عادي ښکاري، خو د نظام په داخلي جوړښت کې اختلافونه، کمزوری انسجام او د ادارو ترمنځ واټن زیات شوی، چې د ده په وینا د واکمن نظام د کمزوري کېدو څرګندې نښې دي.

سهراب برکت زیاته کړې، د نظام د کمزوري کېدو بهیر له دننه پیل شوی او اوسنی جوړښت په تدریجي ډول د پخوا په څېر د ثبات د ساتلو وړتیا له لاسه ورکوي.

د نوموړي څرګندونې په داسې مهال شوې چې پاکستان له سیاسي کړکېچ، د واکمنو ادارو ترمنځ له اختلافونو او په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د وسله‌والو بریدونو له زیاتوالي سره مخ دی.

یو شمېر شنونکي باور لري چې د دغو امنیتي او سیاسي ستونزو دوام ښايي پر دولتي جوړښت او سیاسي ثبات نور فشار هم زیات کړي.

خیبر پښتونخوا؛باجوړ او هنګو کې د دوو جلا بریدونو پر مهال دوه پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي

0

ځايي سرچينو راپور ورکړی چې د خیبرپښتونخوا په باجوړ او هنګو ولسوالیو کې د دوو بېلابېلو وسله‌والو بریدونو پر مهال دوه پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د سرچینو په وینا، لومړۍ پېښه د باجوړ ولسوالۍ د سالارزۍ په سیمه کې شوې، چې وسله‌والو د پاکستان پوځ پر یوې سرحدي پوستې ډزې کړې دي.

په دې برید کې د سرحدي ځواکونو یو سرتېری، مدثر شاه، وژل شوی دی.

په دویمه پېښه کې، وسله‌والو د هنګو ولسوالۍ د «خزینه» پر امنیتي پوستې برید کړی، چې له امله یې د ابراهیم په نوم یو پاکستانی پولیس وژل شوی دی.

تر اوسه پاکستاني چارواکو د دغو بریدونو او د امنیتي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي‌.

مولانا فضل‌الرحمن؛په پنجاب کې د پراخ ولسي تحریک اعلان وکړ

0

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (JUI-F) لوړپوړو مشرانو د ګوند د مشر، مولانا فضل‌الرحمن، هغه وروستۍ وینا او دریځ چې د پنجاب د قصور په ښار کې یې وړاندې کړی و، په بشپړ ډول تایید کړی دی.

د سې شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د ګوند په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ولسي ملاتړ د جلبولو لپاره به په بېلابېلو سیمو کې د عامه غونډو لړۍ پیل شي.

د ګوند ویاند اسلم غوري ویلي، په راتلونکو میاشتو کې به د پنجاب ایالت د دغو لویو ولسي غونډو اصلي مرکز وي او مولانا فضل‌الرحمن به پخپله دغو غونډو ته ویناوې وکړي.

د شنونکو په باور، د مولانا فضل‌الرحمن څرګندونو له پاکستاني امنیتي ادارو سره د هغه اړیکې ترینګلې کړې دي.

بل لورته مولانا فضل الرحمن ويلي چې د خپلو څرګندونو په اړه به هيڅکله بخښنه ونه غواړي.

د يادونې وړ ده چې مولانا فضل الرحمن روانه میاشت د قصور ښار د خپل ګوند یوې غونډې ته د وینا پر مهال په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د زیاتېدونکو ناامنيو په اړه خبرې کړې وې او ویلي وو: «تاسې پر ما د خپلې وینې کوم احسان کوئ؟»

قطر:ایران دې د بریدونو د زیانونو بشپړ تاوان راکړي

0

قطر د ملګرو ملتونو او د امنیت شورا ته په استول شویو رسمي لیکونو کې ویلي، ایران د دغه هېواد پر خاوره د ترسره شویو بریدونو بشپړ حقوقي مسؤلیت لري او د اوښتو زیانونو د جبران غوښتنه یې کړې ده.

د قطري چارواکو په وینا، ایران د جولای په ۷مه د هرمز تنګي ته څېرمه یوه قطري تېل‌لېږدوونکې بېړۍ په نښه کړې او وروسته یې د جولای په ۱۲مه او ۱۷مه پر قطر توغندیز بریدونه هم کړي دي.

قطر ویلي، د جولای د ۱۲مې په برید کې د توغندیو د شنډولو پر مهال رالوېدلې ټوټې په استوګنیزو سیمو کې لوېدلې، چې له امله یې د یوه ماشوم په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.

د قطر په استول شویو لیکونو کې دغه بریدونه د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه او د دغه هېواد د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې مستقیم ګواښ بلل شوي دي.

قطر ټینګار کړی چې د خپل حاکمیت، امنیت او د خپلو اتباعو د ژوند د ساتنې لپاره به له هر اړین اقدام څخه ډډه ونه کړي.

بل لور، ایران ویلي چې په سیمه کې یې بریدونه د امریکا پر پوځي ځواکونو او اډو متمرکز دي او د هغو هېوادونو ملي ګټې او ملکي بنسټونه یې هدف نه دي.

خیبرپښتونخوا کې؛د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۲ کسان مړه شوي

0

په پاکستان کې د موسمي بارانونو او سېلابونو له امله د زیانونو لړۍ روانه ده، چې په خیبرپښتونخوا کې د تېرو ۴۸ ساعتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ۱۲ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا، د سختو بارانونو، سېلابونو او اړوندو پېښو له امله په ځینو سیمو کې مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارو له لوري د مون سون بارانونو له امله د سېلابونو خبرداری ورکړل شوی او اړوندو ادارو ته د چمتووالي سپارښتنه شوې ده.

چارواکي وايي، د زیانمنو سیمو د وضعیت ارزونه روانه ده او د بیړنیو مرستو او ژغورنې چارې دوام لري.

يونسیار:په نورستان کې د ویجاړوونکو سېلابونو له امله خواشیني یو

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا يونسيار په نورستان ولایت کې د وروستیو ناڅاپي او ویجاړوونکو سېلابونو له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

يونسیار ویلي، دغو سېلابونو مرګ‌ژوبله اړولې، یو شمېر کسان یې نادرکه کړي او پراخ ویجاړتیاوې یې رامنځته کړې دي.

دې ادارې زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو له نورو ادارو او شریکانو سره یوځای به په راتلونکو ورځو کې د زیانمنو خلکو د بیړنیو ساتندویزو اړتیاوو ارزونه وکړي او د بشري مرستو د رسولو په برخه کې به ملاتړ ته دوام ورکړي.