په پاکستان کې د موسمي بارانونو او سېلابونو له امله د زیانونو لړۍ روانه ده، چې په خیبرپښتونخوا کې د تېرو ۴۸ ساعتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ۱۲ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا، د سختو بارانونو، سېلابونو او اړوندو پېښو له امله په ځینو سیمو کې مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارو له لوري د مون سون بارانونو له امله د سېلابونو خبرداری ورکړل شوی او اړوندو ادارو ته د چمتووالي سپارښتنه شوې ده.
چارواکي وايي، د زیانمنو سیمو د وضعیت ارزونه روانه ده او د بیړنیو مرستو او ژغورنې چارې دوام لري.

